|
انگلستان د لوبغاړو چمتووالى ښه نه بولي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د انگلستان د کريکټ لوبډلې کپتان مايکل ووان وايي دى د خپلو منډو جوړونکو له چمتو والي خوښ نه دى . ووان په پينډۍ کې د پاکستان د کريکټ بورډ له يوې غوره شوې لوبډلې پټرن ١١ سره تر لوبې وروسته خبرې کولې . دغه درې ورځنۍ لوبه انگلستان وگټله خو په دواړو پاڼيو کې د انگلستان د سر منډه جوړونکي ونه توانيدل چې ښه لوبه وکړي . انگلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ايله ٢٥٦ منډې وکړې او نهه لوبغاړي يې وسوځيدل خو په پاڼۍ کې ټول لوبغاړي تش په ١١٢ منډو ستانۀ شول . د انگلستان لپاره ښه خبد دا و چې د دوهم لاس غونډسک اچونکي يې وتوانيدل چې سياله لوبډله دوه ځلې وسوځوي او لوبه په ٥٢ منډو وگټي . په دغه لوبه کې د انگلستان وتلي لوبغاړي لکه فلټاف او هارمسين لوبه نه کوله . انگلستان به له پاکستان سره خپله لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبه په ملتان کې د نومبر په ١٢ نېټه کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||