BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:49 گرينويچ 2005 ,29 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان په دريمه لوبه کې برلاسى دى
نندارچيان
په لاهور کې انگلستان خپل پياوړى دريځ له لاسه ورکړ .
په لاهور کې د پاکستان او انگلستان ترمنځ د دريځمې او وروستۍ پنځه ورځنۍ لوبې په لومړنۍ ورځ انگلستان خپل پياوړى دريځ هغه وخت له لاسه ورکړ چې د ورځ په پاى کې يې د ٢٤٨ منډو په بدل کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړل .

انگلستان لومړى د منډې جوړولو پيل وکړ او د غرمنۍ تر وقفې پورې يې ١٠٠ منډې کړې وې او هيڅ لوبغاړى يې نه و سوځيدلى .

داسې ښکاريده چې انگريز لوبغاړي به د ورځ په پاى کې په خورا ښه دريځ کې وي خو تر وقفې وروسته سملاسي کپتان ووان د ٥٨ منډو په جوړولو وسوځيد او ورسره پرله پسې درې نور لوبغاړو هم ستانۀ شول .

د انگلستان لپاره يوازې کولن کالينورډ وکولاى شول چې د پاکستاني لوبغاړو ښه مقابله وکړي . دۀ ٧١ منډي کړي او تر اوسه سوځيدلى نه دى .

د پاکستان له لورې يونس خان او شاهد اپريدى په دې لوبه کې برخه نه لري .

شعيب ملک د درو انگريز لوبغاړو په سوځولود لومړنۍ ورځې غوره بالر گرځيدلى . که چيرې انگلستان په دويمه ورځ ډيرې منډې ونه کړي نو د درو لوبو د دغې لړۍ په برابرولو به ونه توانيږي .

پاکستان د دغې لړۍ لومړنۍ لوبه چې په ملتان کې شوې وه په ٢٢ منډو گټلې وه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت