عراق کې د زيارتونو ويجاړېدل

د عراق او سوريې اسلامي دولت (داعش) په سوريه او عراق کې تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې اسلامي خلافت اعلان کړی او ابوبکر البغدادي يې خپل خليفه ټاکلی دی. ابوبکر البغدادي د شنبې پر ورځ په يوه ويډيو کې له مسلمانانو وغوښتل چې د ده پيروي وکړي. د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې د ابوبکر البغدادي له خلافت وروسته د يو شمېر مذهبي ځايونو او زيارتونو ويجاړېدل پيل شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

ويل کېږي په عراق کې داعش د لسګونو زيارتونو او مذهبي ځايونو ويجاړول پيل کړي دي. د ويجاړيو دا صحنې د ټولنيزو شبکو پر وېبپاڼو خپاره شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

په دغو تصويرونو کې د عراق په موصل ښار کې د شيعه مسلمانانو مهم مذهبي ځای القباء حسينيه زيارت په چاودېدونکو توکو الوځول شوی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

اسلامي جنګياليو له موصل نه شاوخوا ۵۰ کيلومتره لرې په تلعفر کې د سعد بن عقيل حسينيه زيارت هم په چاودېدونکو توکو ويجاړ کړی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د معلوماتو پر بنسټ په موصل کې د مسلمانانو د مذهبي ځايونو پرته جنګياليو پر کليساوو هم بريدونه کړي دي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

دغه ډله داسې فکر لري چې د صوفيانو او اسلامي شخصيتونو قبرونو او زيارتونو ته زيات درناوی له اسلامي عقيدې سره په ټکر کې دی او دا غير شرعي بولي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

له تلعفر سره نژدې په مهليبه ولسوالۍ کې د احمد الرفعايي زيارت په بلدوزرو وران شوی دی.

د عکس سرچینه، BBC World Service

توندلاري د شيعه او سني مسلمانانو سپيڅلي ځايونه په نښه کوي او اعلان يې کړی د هغو ځايونو د ويجاړولو لړۍ به روانه وي، چې دوی ته د منلو نه وي.