له کندهار زندانه ۶۴ بندیان خوشي شول
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو په خاطر د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پربنسټ له کندهار زندانه ۶۴ بندیان خوشي شوي دي. د کندهار ولایت مرستیال والي عبدالقدیم پتیال بندیانو ته د خوشي کېدو د مبارکۍ سربېره وویل، چې نور له جنګ جګړو او ورانکارو پېښو لاس واخلي او خوشحاله، هوسا او له خپلو کورنیو سره ښه ژوند تېر کړي .
بي بي سي پښتو وېبپاڼه د کندهار له ولایتي ویاند جاوید فیصل په مننې دغه انځورونه خپروي.




