د برتانیا د پلازمېنې لندن په سوېل کې د سپتمبر له ۲۴ تر ۲۶ پورې د خالونو اېښودو نړیوال فسټيوال جوړ شوی و، چې تر ۲۰۰۰۰ ډېرو کسانو پکې ګډون کړی و.
په دغه ښکلي هنري فسټيوال کې د خالونو ډيزاینرانو د خلکو پر بدن او مخونو بېلابېل ګلان، خالونه، څېرې او رسمونه کښل.
په دغه هنري نندارتون کې شاوخوا ۲۳۵ ډيزاینران ګمارل شوي ول، چې نورو خلکو ته د خالونو اېښودو چل وروښيي، چې تر ۸۰۰ ډېرو مینه والو د خالونو اېښودو چل پکې زده کړ.
































