د مونالیزا انځور تر شا یو بل انځور هم پټ دی؟

د عکس سرچینه، Courtesy Brinkworth Films
یوه فرانسوي ساینسپوه ادعا کړې، چې د رڼا انعکاس تکنالوژي پر مټ یې د لیوناردو داونچي مشهور انځور مونالیزا تر شا یو بل انځور موندلی دی.
فرانسوی ساینسپوه پاسکال کوت وايي لس کاله کېږي، چې د دغې تکنالوژۍ په وسیله د یاد انځور په هکله څېړنه کوي.
نوموړی ادعا کوي چې د داونچي تر دغه هنري شاهکار لاندې وار له مخه یو بل انځور پټ دی.
د پاریس لووور موزیم چې دغه انځور پکې موجود دی د نوموړي د ادعا په اړه له څه ویلو ډډه کړې. د ښاغلي کوت ادعا ناندریزه ده او له کبله یې د لیوناردو ماهرین په دوو ډلو وېشل شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP
نوموړي د هغه تخنیک پر مټ د یاد انځور څېړنه کړې، چې چاک چولې لویوي. دغه تکنیک ''Layer Amplification Method'' بلل کېږي.
ښاغلی کوت وايي د دغې تکنالوژۍ کارولو پر مهال پر انځور څو ډوله رڼا اچوله کېږي او بیا یوه کامېرا د رڼا انعکاس کچه معلوموي.
د مونالیزا پر انځور له نیمې پېړۍ راهیسې ساینسي څېرنې کېږي او دا وروستیو کې د انفراریډ او ملټي سپیکټرل سکینینګ په وسیله څېړل شوی دی.
خو پاسکال کوت ادعا کوي، چې د ده تخنیک په مرسته د انځور ډېر دننه کتل کېدای شي. هغه وايي:

د عکس سرچینه،
''اوس موږ کولای شو ووینو، چې د رنګونو په چولو کې څه کېدل، اوس موږ د یوه پیاز په توګه د دغه انځور پوټکي سپړلی شو او پړاو په پړاو به وپوهیږو، چې دغه انځور څنګه پنځول شوی دی.''
ویل کېږي دغه انځور لیوناردو د ۱۵۰۳ او ۱۵۱۷ تر منځ هغه مهال پنځولی، چې نوموړي د فرانسې په فلورنس ښار کې اوسېد.
د مونالیزا پېژندګلوي هم د بحثونو موضوع ده. معمولاً ویل کېږي، چې دا د فلورنس ورېښمو سوداګر مېرمن لیزاګیراردیني ده. خو کوت وايي:
''زما څېړنې د لیوناردو شاهکار په اړه ډېر نکلونه د تل لپاره له منځه وړي.''
هغه وايي کله مې چې ' له څېړنې تر لاسه شویو پایلو په رڼا کې ' د لیزا ګیراردیني تصویر له سره یو ځای کړ، نو یو داسې تصویر سره مخامخ شوم، چې له مونالیزا سره ډېر مختلف و، دا هغه ښځه نه ده.








