د اسرایلۍ غورې موډلې واده، او د الوت پر سیمې لانجه

د اسرایلو غورې موډلې، بار رفایلي د یوې غوښتنې له کبله د دغه هېواد د ترانسپورت وزیر او د هوايي چلند ادارې تر منځ لانجه رامنځته شوې ده.
د اسرایلو غورې موډلې له هوايي چلنده غوښتي وو چې د واده پر مهال دې یې د اسرایلو د شمالي سیمې د یوه هوټل په سر هېڅ الوتکې ته د الوت اجازه ور نکړل شي.
هوايي چلند دغه غوښتنه ومنله.
خو د ترانسپورت وزیر ګواښ وکړ که د هوايي چلند مشر د دغه هوټل په سر الوتکو ته د الوت اجازه ورنکړي نو دی به یې له دندې ګوښه کړي.
له دې لانجې وروسته دا څرګنده نه ده چې د پنجشنبې پر شپه (سپتمبر ۲۴مه) الوتکو د دغه هوټل په سر الوت وشو کړای که نه.

د اسرایلو د یوې رسنۍ، یروشلم پوسټ په وینا، د ترانسپورت وزارت ویلي الوتکې د هوټل په سر الوت کولی شي خو نورې ځايي ورځپاڼې وايي چې اجازه نه لري.
۳۰ کلنه رفایلي، د اسرایل تر ټولو مشهوره موډله ده. د نوموړې واده د اسرایلو له یوه شتمن سوداګر سره په یوه تفریحي ځای کې وشو.
د ځايي رسنیو په وینا د واده پر مهال د هوټل په سر پنځه بې پیلوټه الوتکې او دوو چورلکو الوت کاوه.
هوايي چلند د خوندیتوب اندېښنو ته په پام سره د موډلې غوښتنه منلې وه.

خو د ترانسپورت وزیر دغه پرېکړه رد کړه او و یې ویل، "د اسرایلو هوايي لیکې د ټولو اسرایلیانو دي او موږ د دغه ډول مراسمو لپاره خلکو سره ځانګړې همکاري نه شو کولی."
بله خوا د اسرایلو پیلوټانو هم د هوايي چلند د لګول شوي بندیز مخالفت کړی دی.
خو هوايي چلند د ترانسپورت وزیر امر و نه مانه او پرېکړه یې وکړه چې د دغه هوټل په سر به د پنجشنبې د مازدیګر له پنځو بجو د جمعې (سپتمبر ۲۵مه) تر شپې دوو بجو پورې د الوتکو پر الوت بندیز لګېدلی وي.
راپورونه وايي، د ترانسپورت وزیر د هوايي چلند مشر ته وویل، "که د رفایلي د واده لپاره پر هوټل الوتکو ته د الوت اجازه ور نه کړل شوه نو تاسو به له دندې ګوښه شئ."








