مسجد الاقصی کې اسرائیلي پولیس له مسلمانانو سره بیا نښتي

د عکس سرچینه، AFP
په بیت المقدس کې د الاقصی جومات سره څېرمه د اسرائیلو پولیسو او مسلمانانو ترمنځ نښتې پرله پسې دویمې ورځې ته غځېدلې.
د اسرائيلي پولیسو په یوه خبرپاڼه کې راغلي: "کله چې د جومات چاپیریال ته پولیس دننه شول نقاب لرونکي ځوانان د جومات ته د ننه شول او پولیسو پرې د تیږو ګوزارونه وکړل".
د اسرائیلو پولیس وايي، دغه ځوانان د جومات دننه سره غونډ شوي وو پولیس د دې لپاره چې یهودیانو او نور سیلانیانو ته مزاحمت ونه کړي جومات ته ورپسې د ننه شول.
دغه نښتې پرون یکشنبې (سپتمبر ۱۳) د یهودانو د نوي کال د مراسمو له پیل نه څو ساعته مخکې پیل شوې.

د عکس سرچینه،
الاقصی جومات د دواړو یهودیانو او مسلمانانو لپاره مقدس ځای دی.
د مذهبي تاوتریخوالي د مخنیو لپاره یهودان اجازه نه لري چې په الاقصی جومات کې عبادت وکړي او یا خپل مذهبي مراسم هلته ترسره کړي.
د اسراييلو د دفاع وزارت وزیر موشه یعلون د تېرې اونۍ له څرګندونو وروسته تاوتریخوالی زیات شو.
ښاغلي یعلون د دوو اسلامي ډلو د فعالیت ممنوع اعلان کړی و. دغو ډلو په دغه سیمه کې د یهودیانو له زیارت کولو سره مخالفت کاوه.
د نوموړي دغه ګام مسلمانان ووېرول چې کېدای شي اسرائیل د دغه مقدس ځای د زیارت کولو په قوانینو کې بدلون را ولي.
سخت دریځي یهودیان هم غواړي چې په دغه قوانینو کې بدلون راشي او حتی دوی غواړي چې د جومات په چاپیر کې نوی زیارت جوړ کړي.

د عکس سرچینه، AP
اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې له عربو سره په ۶ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې الاقصی جومات چې د بیت المقدس په لوېدیځ کې موقعیت لري ونیوه او له خپلې خاورې سره یې یوځای کړ خو نړیواله ټولنه تر دې دمه دغه کړنه په رسمیت نه پېژني.








