د سپي ژوند ژغورلو لپاره الوتکې لاره بدله کړه

د عکس سرچینه، CityNews Toronto
د یوه ساتلي سپي ژوند ژغورلو لپاره د ایر کاناډا الوتکه په ناټاکلي ځای کې کېناسته.
اووه کلن فرانسوي بل ډاګ د الوتکې سامان ساتنې په ځای کې سفر کاوه، خو پیلوټ الوتکه فرانکفورت کې له هغه وروسته ځمکې ته کوزه کړه، چې پوه شو د کارګو برخه کې د تودوخې کنترول سیسټم غیر فعال دی.
د الوتکې له الوت وروسته د تودوخي درجه ټیټیږي، چې له کبله یې د سپي ژوند له خطر سره مخامخ و.
دغه الوتکه د یکشنبې په ورځ له تل ابیب نه ټورنټو ته پر لاره وه.
د الوتکې لارې بدلون له کبله پکې ناست ۲۰۰ کسان له ۷۵ دقیقو ځنډ وروسته خپل منزل ته ورسیدل.
د ایر کاناډا ویاند فټزپاټریک وايي، کله چې سپرلیو ته معلومه شوه، چې سختې یخنۍ کې د سپي ژوند له خطر سره مخامخ دی، غبرګون یې مثبت و.
د سامبا نومي دغه سپي جرمن څښتن د کاناډا له یوې خبرې ویبپاڼې، سټي نیوز سره خبرو کې د الوتکې له کاپټن نه مننه کړې. هغه وايي، دا زما سپی دی، زما د اولاد په څېر دی دا راته ډېر ارزښت لري.




