اروپا ته د تلونکو کډوالو ناورين او مړينه

د عکس سرچینه، BBC World Service

اروپا ته د ناقانونه کډوالو تګ په دې وروستیو ورځو کې په ټوله معنی پر یوه بحران بدل شوی.

د دې ناورین وروستۍ پېښه تېره ورځ په اتریش کې رامنځته شوه.

د هنګري پولې ته نژدې د برګن لنډ په ایالت کې په یوه درېدلې لارۍ کې د کڼ شمېر ناقانونه کډوالو مړي وموندل شول.

د دې ایالت د پولیسو مشر هانس پیټر ډوسکوټیل "نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، په یاده لارۍ کې د ۷۱ تنو مړي موندل شوي دي".

ده زیاته کړه چې "دا کسان په غالب ګمان د سوریې څخه راغلي ناقانونه کډوال دي."

ښاغلي ډوسکوټیل وویل، "داسې ښکاري چې دا کسان د لارۍ په کانتینر کې تر بندېدو وروسته د ساه بندۍ له امله مړه شوي دي."

دی وايي "موږ په خپلو لومړنیو پلټنو کې ومونده چې په لارۍ کې د تازه هوا د راتلو او ساه اخیستو هېڅ لاره نه وه. کېدای شي دوی تر یوه ځایه د چت له لارۍ ساه اخیستې وي. خو په کره توګه څه نشو ویلای.

خو قوي احتمال دا دی چې دوی د ساه بندۍ له امله وژل شوي دي."

د هنګري پولې ته نژدې د برګن لنډ په ایالت کې په یوه درېدلې لارۍ کې د کڼ شمېر ناقانونه کډوالو مړي موندل شوي وو

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د هنګري پولې ته نژدې د برګن لنډ په ایالت کې په یوه درېدلې لارۍ کې د کڼ شمېر ناقانونه کډوالو مړي موندل شوي وو

په کانفرانس کې د اتریش د کورنیو چارو وزیرې جوهانا میکل لیتنر هم ګډون درلود.

نوموړې وویل، که کډوالو ته اروپا ته د راتلو قانوني لارې چارې برابرې شي نو ښایي په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنیوی وشي.

نوموړې وویل، د اروپایي پولو تړل یا څارل څه ګټه نه کوي.

دې زياته کړه "پر پولو تلاشي کول د حل لاره نه ده. زما په آند تر ټولو غوره لار یې دا ده چې اروپا ته د راتلو قانوني لارې چارې برابرې شي.له دې سره به مو هم د کډوالو مرسته کړې وي او هم به مجرمینو پر ضد جګړه ګټلې وي."

بل لور ته د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، د لیبیا ساحل ته نژدې په دوو ډوبو شویو بېړیو کې ښایي تر دوو سوو کسان وژل شوي وي.

اټکل کېږي چې په دې دوو بېړیو کې کابو پنځه سوه کسانو سفر کاوه او اروپا ته د تلو هڅه یې کوله.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان یوه چارواکي، بلبیسي عثمان وویل، ژغورل شوي کسان دا وخت د لیبیا ساحل ته را لېږودل کېږي.

د عکس سرچینه، bbc

دی وايي "تېره ورځ د لیبیا په سوبراتا ښار کې د کډوالو د توقیف له یوه مرکزه راته تیلیفون وشو. راته یې وویل چې له بېړیو ژغورل شوي دوه سوه کسان دوی ته ورسېدلي. تر تېر ماښامه د ژغورنۍ عملیات روان وو. لا د قربانیانو کره شمېر راته نه دی مالوم. ډېری یې نارینه وو. نهه مېرمنې او دوه ماشومان هم په کې وو. ښایي تر نن ماښامه یو نیم سل نور ژغورل شوي کډوال هم را ورسېږي."

اروپا ته په راتلونکو کډوالو کې دا مهال تر ټولو لوی برخه د سوریې د وګړو ده، چې د کورنۍ جګړې له کبله له خپل هېواده د تېښتې په حال کې دي.

ورپسې له افغانستانه راتلونکو کډوال شمېر هم لسګونو زرو ته رسېږي.

پر دې سربېره له پاکستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو هم ګڼ شمېر کډوال دا مهال اروپا ته د راتلو هڅه کوي.