لیکوال او شاعر راج ولي شاه خټک خاورو ته وسپارل شو

د عکس سرچینه، b
- Author, طاهر خان
- دنده, بي بي سي، اسلام آباد
د پښتو وتلی ادیب،کره کتونکی، څېړونکي او د پېښور پوهنتون د پښتو څانګې پخوانى مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک، چې د زړه د حملې له کبله مړ شوی و، نن سه شنبه د نوښار په ډاګ اسماعيل خيل کې خاورو ته وسپارل شو.
د نوموړي جنازي مراسمو کې ګڼ شمېر خلکو ګډون کړی و. د راج ولي شاه خټک د ملګرو په وينا پر نوموړي د دوشنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په درګۍ سیمه کې هغه وخت د زړه حمله وشوه، چي هغه له سوات نه پېښور ته پر لار و.
ډاکټر خټک ۱۹۵۲م کال د جنوري په ۲۴ ډاګ اسماعيل خيل کي زېږېدلی و. لومړه زده کړې يې خپل کلي کې کړې وې او وروسته د لوړو زده کړو لپاره پېښور ته لاړ.
لومړی غزل يې ۱۹۶۸کال کې ليکلی و، چې هغه مهال د نهم ټولګي زده کونکی و.
مرحوم ډاکټر خټک ګڼ کتابونه ليکلي وو چې، پکې "د پښتو ادبي تحريکونه، پښتو ژبه، د پښتو نوې املا، سنګ زار، د رحمان په شعر، روهي متلونه او مناقب فقير شامل دي.
نوموړي د پښتو، اردو او انګليسي ژبو په ورځپاڼو کې لیکنې هم کړې.

د عکس سرچینه، b
هغه له ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۴ کاله د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ مشر په توګه دنده ترسره کوله.
راج ولي شاه خټک د مور او پلار يوازينی زوی و. د ادب تر څنګ هغه د والي بال، فټبال او باسکټبال ښه لوبغاړی هم و.
له لسم ټولګي ورسته د پېښور په اسلاميه پوهنځی کي شامل شو او لږه موده ورسته يې په ګورنمنټ کالج پېښور شمولیت وکړ.
د پوځي واکمن ايوب خان پر ضد يي د محصلينوپه مظاهرو کې برخه اخيستې وه.اميرحمزه خان شنواری، خان عبدالغني خان او قلندر مومند سره يې نږدې تړاو درلود.
د پښتو ژبي خدمتونو له کبله ورته د حکومت لخوا یو شمېر مډالونه هم ورکړل شوي وو.
په نړيواله کچه يې هم د پښتو لپاره خدمتونه ستایل شوي او يو شمېر نړيوال مډالونه یې هم تر لاسه کړي وو.
د ولي سدا بهارخود سره فکر... سپرلی نه دي چې د شپو ورځو غلام شي








