درڅه کالم: د سیاسي نظام په جوړولو کې د ښځو رول او اغېزه

زموږ په ټولنه او کورني ژوند کې دا خبره لوڼو ته کېږي چې د نجلۍ په سیاست څه او دا سپارښتنه ورته کېږي چې له سیاسته ځان لرې وساتي.
د عکس تشریح، زموږ په ټولنه او کورني ژوند کې دا خبره لوڼو ته کېږي چې د نجلۍ په سیاست څه او دا سپارښتنه ورته کېږي چې له سیاسته ځان لرې وساتي.
    • Author, پاکیزه ارزو
    • دنده, کابل مېشته لیکواله

په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وم، په اداره کې مې د تفریح په ساعت کې یو دوه خبرې د هېواد په روانو حالاتو وکړې، د ښوونځي کابو ټولو ښوونکو همداسې رډ رډ راته کتل، یوې هم کومه تبصره راسره غبرګه نه کړه.

زما زړه ډک و، غوښتل مې یو څه ووایم او هلته مې هم څو خبرې وکړې، یوې ښوونکې راته وویل، د سیاست خبرې مه کوه زموږ (ښځو) یې په سیاست څه، نارینوو څه وکړل چې اوس به ښځې سیاست وکړي.

ښوونکې ځکه وویل چې دا زموږ د ټولنې کابو د هرې کورنۍ خبره ده چې د ښځو یې په سیاست څه....

زموږ په ټولنه او کورني ژوند کې دا خبره لوڼو ته کېږي چې د نجلۍ په سیاست څه او دا سپارښتنه ورته کېږي چې له سیاسته ځان لرې وساتي.

له کورني ژونده تر ټولنې ښځمنې همداسې وروزل شي، پایله هم دا وي چې پرته د ښځمنو له ګډونه یو کمزوری ټولنیز او سیاسي نظام رامنځ ته شي او دا د دې سبب شي چې په ټولیزه توګه د ښځو په ژوند بدلون نه راځي او که چېرته کله په سیاست کې د ګډون موقع په لاس ورشي نو هغسې چې پکار ده سیاستمداره نه وي.

په یوه راډیویي سیاسي بحث کې د پارلمان یوه وکیله مېلمنه وه او د ښځو په سیاسي مشارکت بحث وو. کله چې پوښتنه کېده وکیله په دې نه توانېده چې پوښتنو ته سم ځواب ووایي.

د خپرونې چلونکي بيا بيا د دې خبرې ور قطع کولې او هڅه یې کوله چې پوښتنې ته يې متوجې کړي خو د پارلمان وکیله بیخي له سیاسته بې خبره وه، سم بحث يې نه شو کولای.

د یوې ورځپاڼې مسول راته وویل، په ښځینو کې ښې سیاسي مبصرې او سیاسي لیکوالې نشته ان دا چې د پارلمان وکیلان مو لا سم سیاسي بحث نه شي کولای او ډېرو سیاسي بحثونو ته نه حاضرېږي.

دا هغه څه دي چې په سیاسي نظام کې د ښځو په کمزورۍ دلالت کوي. د دغه کمزورتیا یو دلیل د ښځو له سیاست سره نه لیوالتیا او بله په افغاني ټولنه کې ښځې له سیاسي بهیر او فعالیتونو څخه لرې ساتل دي او که هر څومره یې وړتیا ډېره وي بیا هم د جنس مسله ورته راجع کوي.

له دغو ټولو عواملو سره بیا هم په نړۍ کې داسې ټولنه نشته چې ښځه یې په سیاسي نظام کې ونډه ونه لري او ښځو یوه ډول خپل سیاسي موقف په بېلا بېلو بشري ټولنو کې ساتلی. افغاني ټولنه هم په دې برخه کې بیخي بې برخې نه ده او افغان تاریخ کې د ښځو ذکر شوی.

پس له ازادۍ يې په سیاسي لحاظ خپله وړتیا ښودلې چې د غازي امان الله خان له مېرمنې ملکه ثریا رانیولې تر ننه دا لړۍ دوام لري او له طالبانو را وروسته یوه نیمه لسیزه کې دا ونډه تر بل هر وخت ډېره شوې ده.

په ولسي جرګه او ولایتي شوراګانو کې هم د ښځو برخه ډېره وه، بریالۍ هم په کې ښځینه وې او ډېر داسې سیاسي حزبونه دي چې ښځینه غړې لري، خو له دغو ټولو سره څرنګه چې لازمه ده د سیاسي نظام په جوړولو کې یې رول او اغېزه کم ده.

د ولسمشر غني له ژمنې سره سم څلورو وزارتونو ته څلور وزیرانې وګومارل شوې او ښه خبره دا ده چې دا ځل ډېر کاري وزارتونه ښځو ته وروسپارل شول.

په دې توګه د ښځو په سیاسي پوهې او کاري ظرفیت باور وشو چې دوی کولای شي د ښځو له وزارته پرته نور مهم وزارتونه هم پر مخ یوسي.

نوی لمریز کال د فرخندې په ویر پیل شو او دا پېښه له ښځو سره تر ټولو ناوړه چلند و، خو له هغې پېښې لا میاشت تېره نه ده چې د افغانو ښځمنو لپاره زیري هم راغله.

د ټایمز ورځپاڼې د نړۍ په سلو مهمو شخصیتونو کې لومړۍ مېرمنه رولا غني هم شامله کړې چې د هېواد لپاره ښه زیری دی. د نړۍ پام یې د افغانو مېرمنو خواته را واړاوه.

همدارنګه د بیلد جرمنۍ ورځپاڼې د نیلوفر رحماني چې د زړورې پیلوټې جایزه یې تر لاسه کړه د نړۍ په ښځینه پیلوټو کې د زړورې پیلوټې په توګه معرفي کړه.

دا زیري د افغانو مېرمنو د سیاسي او ټولنیز موقف په لوړولو کې موثر تمامېدی شي.

په اوسني افغان حکومت کې ښځو ته د کاري وزارتونو سپارل د ښځو په کاري ظرفیت د افغان حکومت باور ښيي، خو هغه څه چې مطرح دي هغه دا دي چې دغه وزیرانې به څومره سیاسي پوهه ولري څو وکولای شي خپل سیاسي موقف او خپل کاري ظرفیت ثابت وساتي.

د څلورو ښځینه وزیرانو موجودیت به څومره د ښځو د ژوند او وضعیت په ښه والي مثبت تاثیر ولري.

هغه څه چې تر دغه لا هم ضروري دي هغه دا چې د ښځو وړتیا دې بیا تر وزارتونو نه محدوېږي بلکې د سیاسي نظام په ټولو برخو لکه د ولایتونو د ادارې څوکۍ، معینیتونه، سفارتونه او نورو برخو کې هم مشارکت وکړي.

او لکه څنګه چې لومړۍ میرمنې رولا غني وویل، ښځې دې سولې او بیا پخلاینې په بهير کې شاملې شي. د دې په وینا دا کار به د سولې او پخلاینې پروسه ګړنډۍ کړي او مثبتې پایلې به ولري.

ښځه د ټولنیز نظام د جوړښت یوه اساسي برخه ده او لکه څنګه چې په کورني او ټولنیز نظام کې اساس ګڼل کېږي، همداسې یې په سیاسي ډګر کې هم کاري ظرفیت ته اړتیا ده.

ښځه د سیاسي نظام یوه اساسي برخه ده، په دې برخه کې د ښځې رول بې اغېزې نه دی او که چېرته ښځمنې په فعاله توګه کار وکړي نو لرې نه ده چې په افغاني ټولنه کې به د ښځو په ژوند کې ډېر پرمختګ وشي.