منزل ته د رسېدو هیلې لا ژوندۍ دي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, پاکیزه ارزو
- دنده, کابل مېشته لیکواله
د پېغلې ستونی غریو نیولی و، له سترګو یې اوښکې توېدې ، په سختۍ یې وویل، زه ښځې ته د انسان حق غواړم ، ځکه ښځه په ټول انساني کرامت له نر سره برابره خلق شوې، یوازې مور، خور او مېرمن نه ده، بلکې انسان دی.
له دې خبرو سره په ذهن کې بلا پوښتنې را ولاړېږي چې ولې انسان ته د انسان ویلو حق غواړو او ولې انسان ته د انسان په سترګو نه ګورو؟
ستونزه څه ده او د حل لاره یې څنګه پیدا کړو؟ ولې تل د ښځو حق په اوښکو او ژړا غوښتل کېږي؟ دا یې د حل لاره ده او که بله لاره هم لري؟
ایا د همدغې غریو نیولې پېغلې اوښکې یوازې د دې ټولنې د ژوند انځور دی او که نور څه هم په کې شته؟
له طالبانو وروسته په تېره یوه نیمه لسیزه کې افغان مېرمنې د کار کولو میدان ته راکښته شوې او د ژوند کولو د ټولنیز نظام په ټولو برخو لکه تعلیم، اقتصاد، سیاست، فرهنګ، تجارت کې ګډون وکړ، په دې ګډون حضور په ټولنه کې ثابت وساته او دا یې وښوده چې دوی د کارکولو وړتیا لري او له حالاتو سره د مقابلې توان په ځان کې ویني.
د ښځو دا ګډون پس له یوې داسې دورې چې ښځې له خپلو ټولو مدني حقونو بې برخې وې بې ساری و او ولس دې ګډون ته په درنه سترګه وکتل، د ښځو حضور یې په ټولنه کې د ټولنېز نظام جوړلو ته اړین وباله، که څه هم دا حضور څرنګه چې باید موثر تمام شوی وای هغسې و نه شو او د ښځو په ژوند کې کوم د پام وړ بدلون رانغی، خو هغسې هم نه ده چې دوي دې بېخي له میدانه ووځي.

د ټولنې سختو شرایطو ته په کتو دا ګډون او فعالیت د وخت اړتیا ده چې د ښځې له وجوده پرته د ټولنیز نظام جوړېدل ناشوني دي او افغان مېرمنو دا ثابته کړې ده او تر یوه حده ټولنه ورسره مل ده او ملاټړ یې کوي.
که څه هم له ښځو سره ناوړه چلند یوازې زموږ د ټولنې انځور نه دی بلکې په هغو ټولنو کې چې لا هم دود پاله دي له ښځو سره ورته ناوړه چلندونه کېږي چې بېلګې یې زموږ ګاونډي هېوادونه دي چې هلته لا هم په ټولیزه توګه د ښځو د ژوند حالت ښه نه دي.
هغه ټولنې زموږ له ټولنې سره په لوی توپیر کې دي هلته جګړه نشته او ښځې په ارام فکر او ډېرو وسایلو د خپل حق دفاع کوي او زموږ د ټولنې ښځې د جګړې په میدان کې ولاړې دي او مبارزه کوي.
د ښځو د ژوند له اوسني حالته د ښه او بد حالته دوه متضاد تصویرونه لرو،چې له ډېرو ناهیلو سره ډېرې هیلې هم غوړېدلې او که منزل ته نه دي رسېدلې خو ماته یې هم نه ده منلې او لا روانې دي او دا مزلونه لا ډېر قوت ته ضروت لري چې خپله موخه تر منزله ورسوي.
له لاسته راوړنو سره ډېرې نیمګړتیاوې هم مل وې، چې یو هم تر ډېره بریده ډېر کارونه تر یوه شعاره پاتې شول او اساسي کار چې باید شوی وای و نه شو او هغه څه چې ډېر ناسم وو هغه دا شعار دی چې ، ښځه مور ده، ښځه خور ده او ښځه مېرمن ده او تر همدغه شعار لاندې کار روان دی.
د ښځې ارزښت تر دغه دريو صفتونو ډېر اوچت دی او هغه دا چې انسان دی او انساني ارزښت یې لا دلته تر سوال لاندی دی او بدلون هغه وخت راځي چې په فکري لحاظ کار وشي.
که ښځه د مور ، خور او مېرمنې له دایرې راباسو او ښځه د انسان په نوم ونومو او د ښځې په انساني ارزښت خلک وپوهول شي او د هغوي د ژوند ښه والي له پروژیي سیستم څخه یوې فعالې تګلارې ته واړول شي.

د عامه پوهاوي له لارې ټول دیني او کلتوري ارزښتونه د علماوو او قومي مشرانو له خوا په سم ډول و پوهول شي او د یوه لوی فکري بدلون او د ښځې پر وړانډې د عدم تشدد جهاد اعلان شي او ټولې مدني ټولنې له منفعل حالت څخه فعال حرکت غوره کړي نو دا شونی ده چې د ښځو ژوند به هم له ناخوالو رابهر شي.
نا امني، اقتصادي فقر، له دین ناسم پوهاوی او کلتوري مسایل هغه عوامل دي چې د ښځو ژوند ورځ تر بلې خرابېږي او له راز راز تاوتریخوالي سره مخ کېږي ، نو په کار ده چې راتلونکې ته ددغو ستونزو له منځه وړلو له پاره له سره غور وشي او اساسي کاري پلانونه ورته طرحه او عملي شي، په دې توګه به مثبته تګلاره، مثبت فکر او عمل به مثبتې پایلې راوړي.
په ناهیلیو کې هیلې ساتل د لوی ولس کار دی او د افغان مېرمنو که منزل لېرې دی لاره هم ورانه ده خو د هیلو ډیوې لا مړې نه دي او دا ډېوې به تر منزله رسېږي او د رڼاګانو واړنګې به خامخا وطن له تیارو راباسي.








