د ګودر غاړه - پسرلی راغی ونې ګل شوې

د عکس سرچینه، internet
- Author, روشنا وردګ
- دنده, نیویارک
په موسمونو کې تر ټولو ښکلی او په زړه پورې موسم پسرلی دی چې ځان سره نوې هیلې، امیدونه او بدلونونه راوړي.
پسرلی د کار و کسب، ښکلا، ځلا، ګل او بلبل سره تړلی موسم دی. پسرلی دی چې خلک د آبادۍ، سوکالۍ، کار او ژوند په لور وربولي.
د نوي کال او نوي ژوند د پیل کېدو زیری راوړي. د پسرلي راتلو ته هر څوک هوسېږي او خوشالېږي.
کله چې د ژمي سړې، اوږدې او زمولوونکې شپې تېرې شي، نو ایله خلک له بندو خونو د باندې تازه هوا کې د خوښۍ ساه واخلي.
د مرغانو د اوازونو او د ګلونو د نندارو خوند اخلي. ونې بوټي او چمنونه زرغون شي، هر چېرې د طبیعت ښکلا او ځلا تر سترګو کېږي.
لوی او مهربان الله تعالی پر خپلو بندګانو څومره نعمتونه او ښکلاګانې لورولي دي خو له بده مرغه چې ځینې سر زوري بیا د خدای د نعمتونو ناشکري کوي او په لوی لاس دغه ښایستونه بدرنګوي، پر ځمکه فساد خوروي او د خدای بندګان په ویر او غم اړوي.
نه یې په ځان، او نه یې په نورو زړه سوځي، په سترګو یې اربې وراوښتې، له لارې ښویېدلی، او د چا خبره نېکۍ ته یې ملا ماته، په بدۍ پسې نغارې وهي.
موږ ته په کار ده چې د الله تعالی د هر راکړي نعمت شکر ادا کړو، خپل هېواد او ټولنه پخپلو مټو او زیار نوره هم رنګینه او بډایه کړو.
ونې، بوټي او ګلان وکرو، د خپلو خلکو او خپلو ځانونو لپاره دا وطن اباد کړو. د دوړو، ګردونو او بارودو بوی د ګلونو په معطرو وږمو ورک کړو، هم به مو روغتیا ته ګټه وي او هم به مو زړونه او ذهنونه خوشاله وي.
دا دی ژمی او زوړ کال تېر شو، او یو بل نوی کال پیلېږي، خدای ج دې وکړي چې سږنی پسرلی او نوی کال زموږ هېواد ته امن، سوله، خوښي او ښکلا راوړي.
لکه څنګه چې په دښتو، سمه او غره ښکلي ګلان زرغونېږي، الله تعالی دې وکړي چې په وطن کې مو د سولې او امن ګلان هم وغوړېږي چې د کلونو راهیسې یې په تمه یوو.
پرون مې دلته یوه هندۍ سیکه کورنۍ لیدله، چې د خپل کور مخې ته یې د رژېدلي او یخ وهلي چمن چې اوس واوره ترې الوتلې وه، صفایي یې کوله او نوي ګلان یې پکې کرل.
تېر کال به چې کله د باندې ووتلم مازیګری به مې لیدل چې دوی د خپل کور مخ ته شنه چمن کې د رنګارنګ ګلونو منځ کې په ایښودل شوې څوکۍ کله یوازې مېرمن او کله مېرمن او خاوند دواړه ناست وو.
د چمن اخري کونج کې د اوبو فواره وه او لږ بر به یې ماشومانو په حوض کې لامبو وهله.
ماته به هغه شعر را یاد شو چې:
درې اشیا لرې کوي د سړي غم
شنه ګیاه، جاري اوبه، مخ د صنم
دوی د جنګ، شر او تشدد له وېرې بې غمه وو، دلته هم امن کې و هلته په پلرني هېواد هندوستان کې یې هم امن دی.
دوی اوس بیا د ګلونو او ښکلاګانو جوړولو لپاره تیاری نیسي، کله نا کله زه هم ورسره په خبرو شم، پرون مې ورته کړل:
ګلان کښېنوۍ؟ راته ویل يې هو! هوا بدله شوه، موسم ښه شو، خدای هرڅه راکړي نو ولې موږ ګټه ترې وا نه خلو او ولې ځانو ته رنګيني جوړه نه کړو!
همداسې ده، الله تعالی هر څه راکړي، خو که موږ وخوځېږو، کار وکړو، خپل کور، کوڅه، کلی او وطن لا ښایسته او رنګین کړو.
که موږ خپله د ابادۍ لپاره هڅه ونه کړو، هېڅوک به هم زموږ هېواد راته آباد او جوړ نه کړي.
که داسې وای نو په تېرو دیارلسو کلونو کې چې له څلوېښتو زیاتو ملکونو ماهرین مو په وطن کې لراوبر کېدل، وطن راته اوس ګل و ګلزار کړی وای.
چې داسې ده نو راځئ په ګډه د سولې، ثبات، ابادۍ او رنګينۍ لپاره مټي ونغاړو، چې په هېواد او خزان وهلو وګړو مو تل پاتی پسرلی راشي.
پخوا به کلي کې ځینو مېرمنو د چرګې او هګیو له خرڅلاوه یوه دوې افغانۍ ټولولې او پسرلی به یې د ونو نیالګي پرې رانیول او بیا به یې د کاریزونو او چینو سره پر تللیو لارو ایښودل چې خلک او مرغان یې مېوه وخوري، یا یې مسافر سیوري ته دمه شي او ثواب یې دوی ته ورسي.
دوی به ویل چې دا صدقه جاریه ده، هر څوک چې تر هره وخته ګټه ترې اخلي، ثواب یې د دوی کیږي.
پخوا به خلکو په غریبۍ کې هم ثواب ګاټه او هم به یې د خپل کلي او ولس په ښکلا او ابادۍ کې برخه اخیسته. موږ ته هم په کار ده چې د خپلو میندو او پلرونو په لارو لاړ شو.
نوروز که په ښارونو کې په سمنک او اووه ډوله مېوه خیشتولو لمانځل کېده خو کلیو کې هم ځینې ورته دودونه ترسره کېدل.
دوی به د نوي کال په ورځ سابه او خدای او وس نور ډول ډول خواړه پخول چې د کال تر اخره یې دا نعمتونه او خواړه په نصیب شي.
یو دود دا هم و چې د نوي کال په ورځ به نجونو سپېلني او بدراو لوګی کول، چې ټول کال یا د کال تر پایه له هر ډول بلاګانو په امن وي.
دوی داسې ګڼله چې د کال تر پایه بیا هلته بلاګانې نه راځي.
د هغو بلاګانو خو په سپېلني او بدراو مخنیوی کېدای شوای، خو اوس د قتل او ترهې بلاګانو مو پر سیمه داسې تیاره خوره کړې چې د سپېلني لوګی یې مخه نه شي نیولی.
لوی خدای دې پخپل قدرت زموږ ګران هېواد نور د وحشت او ترهې له دغو خونړیو منګولو خلاص کړي.
پسرلی راغی ونې ګل شوې
زما د زړه ونې خزان وهلې دینه








