ستاسو په سيمو کې له کانونو سره ډول چلند کېږي؟

- Author, محمود کوچی
- دنده, کابل
په افغانستان کې د شاوخوا درې لسیزو په ترڅ کې د دغه هیواد کانونه د نورو طبيعي شتمنیو په څیر لوټ او تالان شوي چې لا هم له دغو کانونو نه په خلاص مټ هغه ځمکنی زیرمې د نامسووله کسانو له خوا پخپلسري توګه را ایستل کیږي، چې د کیندلو پر مهال یې غوښنه برخه له منځه ځي.
تر ډیره دغه کیندنې د سیمه ییزو زورواکو او قومندانانو پر مټ ترسره کیږي چې پخپلو سیمو کې له حکومتي چارواکو هم ویره نه لري.
په بدخشان ولایت کې د لاجوردو، په پنجشیر کې د زمردو او په ځینو ختیځو ولایتونو کې شوکاڼی او ځینې نورې ګران بیه تیږې ایستل کیږي او په بهرنیو مارکیټونو کې خرڅلاو ته وړاندې کیږي.
له بلې خوا د افغانستان ملي شورا هم تر دې مهاله نه ده توانېدلې د کانونو هغه قانون تصویب کړي چې له مخې یې د دغو کانونو د خوندیتوب ضمانت کیږي او یا هم لږترلږه د دغو کانونو د خپلسرو کیندنو مخه نیوله کیږي.
ستاسو نظر پروګرام کې به له تاسو واورو چې ایا ستاسو په سیمو کې هم د شته کانونو سره ورته چلند کیږي؟ ستاسو په اند ولسي خلک یې د مخنیوي په برخه کې څه کولای شي؟
خلک تر کومه د دغو کانونو په ارزښت پوهیږي؟ په دې اړه کولای شئ د یکشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې راته مخامخ په دې شمیره زنګ ووهئ :0093202202300 ، د بي بي سي پښتو فیسبوک له لارې هم راته خپل نظر پریښودلای شئ.




