ستاسې غږ: سولې کې د عادي افغانانو ونډه

د عکس سرچینه، Getty
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سولې عالي شورا او د معتصم اغاجان په مشرۍ طالبانو سره د دوى په وينا د سولې خبرې روانې دي.
د افغان حکو مت په خبره دغه غونډه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال شپږ وزيران او د طالبانو يو شمېر برحال جنگي قومندانان هم برخه لري.
خو د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د طالبانو غورځنگ ويلي دي چې د خبرو برخه وال د دوي استازيتوب نه کوي.
ځينې بيا دا د افغانستان د سولې په لاره کې يو مثبت گام گڼي.
دا اوونۍ ستاسې غږ کې له تاسې اورو چې څه فکر کوئ افغانستان کې دا ډول هڅې د سولې په برخې کې څه ډول مرسته کوى شي؟
پخپله عادي افغانان د سولې په لړ کې څه رول لوبولى شي؟
خپرونې کې د گډون لپاره د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ.
دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل اېس اېم اېس پيغامونه هم راستولى شئ.
په فېسبوک کې خپل نظرونه او ټېلېفون شمېرې راته پرېږدئ.
د خپرونې کوربه عنایت الحق یاسیني دی








