ډاکټران له انساني وازګې غوږونه جوړوي

د لندن د ماشومانو په یوه روغتون کې ډاکټرانو هڅې پیل کړې چې انسانانو ته د هغوی د خپل بدن له وازګې پزه او غوږونه جوړ کړي.
د دې تخنیک له مخې ډاکټران غواړي له وازګې څخه حجرې ترلاسه کړي او بیا په لابراتور کې ترېنه د انسان د مخ نورې برخې ورغوي.
ډاکټران وار دمخه توانېدلي چې له دې لارې انساني نرم هډوکی جوړ کړي.
د دې نوي تخنیک په اړه جزییات د ماشومانو د روغتیا په یوه مجله کې چاپ شوي.
ډاکټران وایي که په خپلو هڅو کې بریالي شي نو دا به د روغتیا په برخه کې یو انقلاب وي.
د دې نوي تخنیک په مرسته به ممکنه شي چې د مایکروشیا په څېر ناروغیو درملنه وشي.
په دې حالت کې د انسان غوږونه د بدن د نورو برخو په تناسب سمه وده نه کوي.
کله بیخي کوچني وي، او یا هم ډېر لوی.
داسې هم کېدای شي چې یو کس هېڅ غوږونه ونه لري.
اوس مهال د دې ناروغۍ د درملنې لپاره جراحان د ماشوم له پښتیو نرم هډوکی رابېلوي.
بیا یې د پزې یا غوږ په شکل تراشي او د یوې اوږدې جراحۍ له لارې یې د هغه پر مخ لګوي.
دا یوه اږوده او ستومانوونکې لاره ده، او تر جراحۍ وروسته د ماشوم پر سینه د زخمونو نښې هم پاتې کېږي.
د پښتیو هغه برخه هم په اسانه نه رغېږي چې نرم هډوکی ترې رابېل شوی وي.
خو له دې نوې لارې کېدای شي چې د ماشوم د بدن له وازګې حجرې را واخېستل شي.
دا حجرې بیا په یوه داسې قالب کې ځای پر ځای کېږي چې د غوږ یا پزې شکل ولري.
یعنی که غوږ مو پکار وي نو د غوږ په قالب کې یې کېږدئ او که پزه مو پکار وي نو د پزې.
ستاسې خوښه ده چې جګه نرۍ پزه غواړی او که چیته پزه.
حجرې په همدې قالب کې وده کوي، او د کیمیاوي موادو په مرسته په نرم هډوکي/کارټیلېج بدلېږي.
تر ټاکل شوې مودې وروسته راخېستل کېږي او په اسانۍ سره په خپل ځای لګول کېږي.
دا ډول پزه او غوږونه دوه ګټې لري.
یوه خو دا چې ستاسې د خپل بدن برخه ده، له چا مو په پور نه ده راخیستې.
بله ګټه یې دا ده چې د ماشوم له لویېدو سره سم دا نرم هډوکی هم وده کوي.
یعنی داسې نه ده چې تاسې څلوېښت کلنۍ ته ورسېږی او پزه مو د څلور کلن ماشوم وي.








