ستاسې غږ: ټاکنو کې د مېرمنو پر ونډه غږېږو

د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د مېرمنو ونډه مهمه بلله کېږي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د مېرمنو ونډه مهمه بلله کېږي

د افغانستان راتلونکو ټآکنو کې د مېرمنو د ونډې او رول زياتولو په اړه کابل کې د ميرمنو په يوه کانفرانس کې بحث وشوې.

دا چې ميرمنې د افغانستان د وگړو لويه برخه جوړوي، په هر ډول ټاکنو کې د هغوي ونډه هم برخه ليک ټاکونکي ده.

دا اونۍ ستاسې غږ کې له تاسې اورو چې ټاکنوکې د ميرمنو ونډه په څه ډول زياتېدى شي، او په مخ کې يې څه دول ستونزې پرتې دي؟

که په دې اړه مونږ سره خپل نظر شريکول غواړئ

د پنج شنبې د ماښامنۍ خپرونې پر مهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ.

دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.

د پروګرام کوربه عنایت الحق یاسيني دی.