افغانستان د جرګو وطن دی

جرګو د افغانستان تاريخ کې مهم رول لوبولی دی
د عکس تشریح، جرګو د افغانستان تاريخ کې مهم رول لوبولی دی
    • Author, شهسوار سنګروال نیازی
    • دنده, افغان تاريخپوه، لندن

افغانانو د خپل لرغوني تاریخ په اوږدو کې تر ننه په بېلابېلو پړاوونو کې د ملي او سیاسي موخو لپاره تل جرګې رابللي او جوړې کړې دي.

د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې جرګو بېلابېل نومونه او بڼې خپلې کړي دي. په لاندې کرښو کې د افغانستان د تاریخ له بې شمېره جرګو د ځینو يې چې ټاکونکی رول يې لرلی، یو لنډیز او پېښلیک راخیستل شوی دی.

سبها Sabha

تر دې نامه لاندې د جرګو تاریخ د باختریانو له مهال نه پیلېږي. د لرغوني افغانستان اریایي اوسېدونکو له کور او کلي نه راواخله تر ښاري ژوند پورې وخت ناوخت یو شمېر سیاسي او ټولنیزې ستونزې د همدې جرګو له مخې هوارې کړي دي.

کله چې لرغونو آریایانو د هند نیمې وچې ته مخه کړه، دجرګې دغه دود یې له باختر نه له ځان سره هندوستان ته يووړ، چې اوس هم په هند کې د دغې جرګې نوم د "لوک سبها" په بڼه د هند د پارلمان په لاندینۍ خونې پورې پاتې دی.

سیمیتي Simathy

په افغانستان کې د لرغونو آریایانو په مهال د سبها جرګې تر څنګ د سیمیتي په نامه بله جرګه هم وه چې پوهانو، مخورو کسانو، ریشیانو (چې د جرګې چارې یې څارلې) او مذهبي شخصیتونو په کې برخه اخیسته.

د ریګویدا په سرودونو کې راغلي " ای اندرا! د سیميتي جرګه کې ستا هغه دوستان برخه اخلي چې د رمو او شتو څښتنان دي."

په دغه جرګه کې نه یوازې سیمه اییزې لانجې او ستونزې هوارېدې، بلکې په ملي کچه ان د هېواد ټولواک هم د دغې جرګې له لوري ټاکل کېده.

د کنشکا (۱۲۰-۱۶۰ ز) جرګه

کله چې کنشکا واک ته ورسېد د افغانستان یو شمېر وګړو په سر کې د ګندهارا، باګرام، او د لویې کاپیسا (کپاپیس) اوسېدونکو وړاندیز وکړ چې په بودایي مذهب کې باید بدلون منځ ته راشي.

بودیزم په شپږمه مخزېږدې پېړۍ کې په هندوستان کې زېږېدلی و خو په افغانستان کې یې وده وکړه او پراخ شو، نو ځکه خو کنشکا د خلکو په غوښتنه یوه لویه جرګه چې د ګډونوالو شمېر یې ۵۰۰ کسانو ته رسېده د افغانستان د هغه وخت په ژمنۍ پلازمېنه کشمیر کې جوړه کړه.

په دغه جرګه کې د هېواد پوهانو، مذهبي سټو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه. دغه جرګه د هېواد د نامتو عالم او نوښتګر وازو میترا Vasou Mitra تر مشرۍ لاندې جوړه شوه. نوموړی په فلسفي او مذهبي زده کړو کې د بشپړ واک او ځواک څښتن بلل شوی دی.

په دې جرګه کې پر مخورو کسان سربېره د کنشکا مذهبي سلاکار پارسوا Parsva ، لیکوال او ادبپوه "اسواکوسا" او نورو ګډون درلود.

د غزني جرګه (۳۶۶ لمریز، ۹۷۷ زېږدي)

دغه لویه جرګه د لرغوني غزني په تاریخ کې په ځانګړي ډول د غزنویانو (تګیانو) په تاریخ کې د پام وړ ځای لري چې په پایله کې یې سبکتګین (ناصرالدین) د افغانستان پاچا وټاکل شو.

خو د جرګو په تاریخ کې چې کومې جرګې ډېر ارزښت لري، په تېره د افغانستان په اوسمهاله یا معاصر تاریخ کې، هغه د میرویس هوتک او احمدشاه ابدالي د پېرونو لومړنۍ جرګې دي چې حکومتونو له خوا نه دي رابلل شوي، بلکې دغو جرګو حکومتونه رامنځته کړي دي.

د ۱۷۰۹ زېږدي کال جرګه

لويې جرګې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان پر مهمو پېښو د غور لپاره بلل شوې دي
د عکس تشریح، لويې جرګې د تاريخ په اوږدو کې د افغانستان پر مهمو پېښو د غور لپاره بلل شوې دي

د دغې جرګې تاریخي ارزښت په دې کې دی چې صفوي واکمن شاه حسین د افغانستان یو شمېر سیمې لاندې کړې وې، او ګورجستاني ګورګین د کندهار واکمن ټاکل شوی و.

د ده د ظلمونو له بابته میرویس خان ۴ وارې صفوی شاه حسین ته شکایت وکړ. دا چې نوموړي د میرویس خان فریاد ته غوږ کېنښود، او یا یې په ګورګین وس نه رسېد، کره نه ده. هره خبره چې وه خو له صفوي درباره نهیلی میرویس خان د بیت الله په لور وخوځېد، او د عربو له عالمانو یې د ګورګین پر وړاندې فتوا ترلاسه کړه.

میرویس هوتک لومړی په کوکران کې یوه لویه ملي جرګه جوړه کړه، او وګړي یې د حجاز د مفتیانو فتوا ته راوبلل چې د ګورګین او صفوي دربار په وړاندې پاڅون وکړي.

دویمه ملي جرګه په "مانجه" کې جوړه شوه او د ټولو قومونو مشرانو میرویس هوتک د پاڅون د مشر په توګه وټاکه، او د خپلواکۍ د اعلان وثیقه د ټولو جرګه والو له خوا لاسلیک شوه. هم یې دا کار وکړ او هم یې په قرآن کریم لوړه وکړه.

د میرویس هوتک مشرۍ پر مهال ۳ جرګې جوړې شوي دي. درېیمه جرګه د میرویس هوتک د واکمنۍ، او د هېواد د خپلواکۍ ساتلو لپاره جوړه شوه. دا ځکه چې د هند ګورګانیانو او د پاړس صفویانو ګواښ کړی و او نه یې غوښتل په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت جوړ شي. دغه جرګه د وخت د ګاونډیانو د بدو نېتونو پر وړاندې یو ملي ګام بلل شوی دی.

د ۱۷۴۷ زېږدي کال جرګه

د افغانستان په تاریخ کې له لرغوني پېر نه راواخله تر اوسه پورې دغه جرګه چې احمدشاه ابدالي یې واک ته ورساوه، ځانګړی ارزښت لري.

په دې جرګه کې د افغانستان یووالی ټینګ شو، او هېواد په اقتصادي، سیاسي، کلتوري، او پوځي برخو کې د تېر په پرتله وده او پرمختګ وکړ.

دغه جرګه چې د ۱۷۴۷ زېږدي کال په اکتوبر کې د کندهار شېر سرخ مزار کې جوړه شوه، د څرنګوالي، او څومره والي له مخې د هېواد نورو جرګو سره د پرتلې وړ نه ده.

احمدشاه ابدالي د همدې جرګې په سپارښتنه واک ته ورسېد، او د همدې جرګې له برکته یې یوه لویه ټولواکمنۍ جوړه کړه.

د ۱۸۴۱زېږدي کال جرګه

دغه جرګه په داسې مهال کې جوړه شوه چې په هېواد کې د افغان انګلیس لومړۍ جګړه روانه وه.

د هېواد په داسې شرایطو کې جرګه د نومبر په لومړۍ نېټه (۱۸۴۱ ز) کال کې جوړه شوه او سردار محمد زمان خان (چې په نواب مشهور و) د رئیس، او امین الله خان لوګري د مرستیال (نایب) په توګه وټاکل شول.

موخه یې دا وه چې پاڅونوال د انګرېزانو پر وړاندې له نظامي او سیاسي اړخه منظم کړي. د جرګې د پرېکړو له مخې د نوامبر په دویمه نېټه عمومي پاڅون پیل شو.

د ۱۸۶۵ زېږدي ۱۲۴۴لېږدیز کال لویه جرګه

د جرګو پر مهال قومي مشران او مخور پر مسئلو بحث او غور کوي
د عکس تشریح، د جرګو پر مهال قومي مشران او مخور پر مسئلو بحث او غور کوي

دغه جرګه چې د امیر شېر علي خان د واک په مهال رابلل شوې وه د ۲۰۰۰ تنو شاوخوا کې استازو په کې ګډون درلود چې د افغانستان د ټولو سیمو مخورو، سپینږيرو، او قوم مشرانو په کې ونډه اخیستې وه. د دې جرګې غونډه د امیر شېرعلي خان په مشري جوړه شوه چې د یو شمېر نورو موضوعاتو په لړ کې یوه مهمه مسئله د شهزاده عبدالله جان د ولیعهدۍ اعلان و.

د امان الله خان د واک د مهال جرګې

لومړۍ لویه جرګه په ۱۳۰۱ لېږدیز کال په جلال اباد ښار کې جوړه شوه. په دې جرګه کې ژمنه وشوه چې دولتي چارې به د نظامنامو (قوانینو) له مخې پرمخ ځي. په دغه جرګه کې ۸۷۲ کسانو ګډون کړی و.

د امان الله خان د پېر دویمه جرګه په پغمان کې په ۱۳۰۳ لېږدیز کال جوړه شوه چې د هېواد استازو په کې په بشپړه آزادۍ برخه اخیستې وه.

په دغه جرګه کې پر نظامنامو سربېره د هېواد کورنۍ او بهرنۍ مسئلې هم یادې شوې وې.

د جرګه والو شمېر یې د ۱۰۵۴ تنو شاوخوا ته رسېده. کومه خبره چې د دغې جرګې په تړاو ډېره مهمه وه هغه د روسانو له خوا د پنجدې نیول وو. غونډې بېرته افغانستان ته د پنجدې سیمه د سپارلو غږ وکړ.

درېیمه لویه جرګه هم په ۱۳۰۷ لمریز کال په پغمان کې جوړه شوه چې پاچا ورته د خپل باندني سفر په اړه وغږېد. د دې جرګې د ګډونوالو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته رسېده.

د ۱۳۰۹ لېږدیز کال لویه جرګه

دغه جرګه د وږي په اتلسمه ۱۸ نېټه په "استور" ماڼۍ کې د محمد نادر خان په وینا پرانیستل شوه. د دې جرګې رابللو نه د نادرخان موخه یوه دا وه چې خپل واک ټینګ کړي، او بل ټول هغه تورونه له یوې مخې وغندي چې ګنې دی د پردیو په مرسته واک ته رسېدلی دی.

د ۱۳۲۰ لېږدیز کال لویه جرګه

په دغه لویه جرګه کې د نړیوالې جګړې په اړه د افغانستان بشپړ ناپېیلتوب اعلان شو. دا په داسې حال کې و چې د جګړو ټولو لورو هڅه کوله چې افغانستان د ځان ملګری او پلوی کړي.

د ۱۳۳۴ لېږدیز کال جرګه

ظاهر شاه د خپلې واکمنۍ پر مهال لويې جرګې ته وينا کوي
د عکس تشریح، ظاهر شاه د خپلې واکمنۍ پر مهال لويې جرګې ته وينا کوي

دا لویه جرګه د پښتونستان د ربړې په تړواو جوړه شوه. د دې جرګې ملي، سیمه اییز، او نړیوال ارزښت د پام وړ و. له دې جرګې یو کال د مخه (۱۳۳۳ لېږدیز) د پاکستان پر وړاندې "سفربري" هم اعلان شوې وه.

جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتونستان ستونزه دې د دغې سيمې د ولس د حق او غوښتنې پر بنسټ هواره شي. افغانستان دې له پوځې پلوه پیاوړی شي.

جرګې په پای کې ټینګار وکړ چې پښتونستان دې د خلکو له غوښتنې پرته د پاکستان خاوره ونه ګڼل شي.

د اساسي قانون د تصویب جرګې

په ۱۳۴۳ لېږدیز کال هم یوه لویه جرګه د اساسي قانون د تصویب لپاره راوغوښتل شوه.

د ۱۳۵۵ کال لویه جرګه چې د سردار محمد داوود خان د واک پر مهال کېناسته هم د اساسي قانون د تصویب لپاره رابلل شوې وه.

د خلق د دیموکراتیک ګوند د واک د مهال جرګې

په ۱۳۶۰ لېږدیز کال یوه جرګه په داسې مهال کې جوړه شوه چې شوروي ځواکونو پر افغانستان برید کړی و، او په دې نامه چې "پلار وطنه ملي جبهه" جوړه شي د ببرک کارمل له خوا رابلل شوې وه.

ډېری غړي یې ګوندیان، او د ګوندیانو خپلوان وو.

دې ته ورته جرګه د قبایلو په نامه په ۱۳۶۴ کال کې هم یوه د ګوند تر سیوري لاندې جوړه شوه. په ۱۳۶۵ او ۱۳۶۶ کلونو کې د ډاکټر نجیب الله له خوا هم جرګې راوبلل شوې.

پر دې سربېره د برهان الدین رباني د واک پر مهال هم د "شورای اهل حل و عقد" په نامه د یوې ناستې په ترڅ کې د جرګې پېښې وشوې چې د ډېرو نیوکه پرې دا وه چې یوازې د واک او ځواک د پیاوړتیا په موخه رابلل شوې وه، خو د لویې جرګې تاریخي حیثیت او حقوقي ارزښت یې نه و خپل کړی.

د تېرې لسیزې لویې جرګې

د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال څو ځله لویې جرګې بلل شوې دي
د عکس تشریح، د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال څو ځله لویې جرګې بلل شوې دي

د حامد کرزي د واک له پیل تر ننه پورې دا دی ۵ لویې جرګې رابلل شوې دي. بيړنۍ لویه جرګه، او د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه چې د حامد کرزي په لنډ مهاله حکومت کې رابلل شوې وې، ټاکلې دندې يې درلودې، چې پر بنسټ یې په هېواد کې نننی نظام ټینګ شو. په همدې بنسټ دغو دوه جرګو ته ډېری افغانان په درنه سترګه ګوري.

ورپسې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو په ګډون د ډېورنډ کرښې د دواړو ډډو د وګړو ترمنځ د سولې لویه جرګه هم په کابل کې کېناسته چې پایلو او پرېکړو ته یې هېڅ درناوی ونه شو.

دوه وروستۍ جرګې چې مشورتي لویې جرګې بلل شوې دي د ولسمشر حامد کرزي له خوا د دې لپاره رابلل شوې چې متحده ایالاتو سره د شاربل شوي ستراتیژیک تړون په تړاو ولسمشر او دولت ته سلا ورکړي.

پر حکومت نیوکه کېږي چې دا وروستۍ جرګې په اساسي قانون کې په دغه بڼه نه دي یادې شوې، او په همدې بنسټ ناقانونه دي.

د سپیناوي وړ ده چې مشورتي لویې جرګې هغه لویې جرګې نه دي چې په اساسي قانون کې يې تعریف شوی دی.

د اساسي قانون تعریف شوې جرګه تقنیني واک لري، خو مشورتي لویه جرګه لکه نوم نه یې چې ښکاره ده یوازې سلاکاره واک لري، وروستۍ پرېکړه به ملي شورا کوي.

دا چې د ستراتیژیک تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې رابلل څومره پرځای ګام دی، یو جلا بحث دی، خو د افغانستان اساسي قانون ولسمشر له دې نه دی منع کړی چې د هېواد او حکومت په چارو کې دې له ولس نه سلا واخلي.