ستاسو غږ: د کابل واشنگټن پر امنيتي تړون څه واياست؟

- Author, عنايت الحق ياسيني
- دنده, لندن
د پنجشنبې په ورځ ( د نومبر ٢١) به په کابل کې له ٢٥٠٠ زيات استازي په مشورتي لويې جرگې کې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي تړون په مسودې بحث پيلوي او په پاى کې به يې افغان حکومت ته د راتلونکي گام په اړه مشوره ورکوي.
تر دې دمه د دې احتمالي موافقې په ځينو ټکو په ظاهره اختلاف په ځاى پاتې دى.
په دې کې ٢٠١٤ کال نه اخوا افغانستان کې د هر ډول امريکايي پوځيانو پاتې کېدو قانوني مصونيت، او د امريکايانو له خوا د کورونو پلټل او نور ټکي شامل دي.
دا اونۍ ستاسې غږ کې په همدې موضوع له تاسې اورو چې له امريکا سره د دې احتمالي امنيتي تړون په اړه څه فکر کوئ؟
که په دې اړه خپرونې کې برخه اخيستل غواړئ، د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ
دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.




