امنيستي: جرگه دې جنگي جرمونه نه هېر وي

امنيستي
د عکس تشریح، د بخښنې نړيواله ټولنه وايي بايد د جنگي جرمونو پوښتنه وشي

د بخښنې نړېواله ټولنه يا امنيستي انترنېشنل وايي د لويې مشورتې جرگې گډونوال دې د هغو جنگي جرمنو د حساب غوښتنه وکړي چې ادعا کېږي د امريکايي ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.

د بخښنې په نړېواله ټولنه کې د افغانستان د چارو څېړونکې حوريه مصدق وايي له امريکا سره دوه اړخيز امنيتي تړون افغانانو ته يو خورا مهم فرصت برابروي چې د هغو جنگي جرمنو په تړاو د لا ښه رڼاوي او احتساب د رامنځته کولو لپاره فشار واچوي چې ادعا کېږي امريکايي ځواکونه په کې ښکېل دي.

دغه ټولنه په خپل نوي خپارۀ کړي رپوټ کې وايي اوس مهال په دغو چارو کې د رنښت د نشتوالي له امله، د امريکايي ځواکونو په شپني عملياتو او هوايي بريدونو کې د وژلو شويو سلگونو افغانانو خپلوان په دې نه پوهېږي چې په دې تړاو د امريکا د پوځ په پلټنو کې څه پرمختيا راغلې، او يا ان په دې برخه کې کومه پلټنه هم کېږي او که نه.

د امنيستې انترنېشنل په وينا دا ځکه د اندېښنې وړ ده چې په ځينو پېښو کې ادعا شوى ناسم چلند له جنگي جنايتونو سره اړخ لگوي.

دغه ټولنه دا وړانديز هم کوي چې په مشورتي لويه جرگه کې شته مشران بايد ټينگار وکړي چې دوه اړخيز امنيتي تړون بايد له نړېوالو قوانينو سره سم د ولسي وگړو د ساتنې او ملاتړ ضمانت وکړي.

په رپوټ کې راغلي چې د ملکي وگړو د وژنې هره قضيه بايد د دې لپاره وپلټل شي چې د جگړې له قوانينو سرغړونه شوې او که څنگه. او د وژل شوي وگړي کورنۍ بايد له پايلو نه خبره شي.

امنيستي انترنېشنل وايي د افغانستان قضا اوس هم په دې نه ده توانېدلې چې د عادلانه محاکمې له لومړنيو معيارونو سره ځان سم کړي، چې دغه راز قضيو لپاره اړين دي.

خو د بښنې په نړېواله ټولنه کې د افغانستان د چارو څېړونکې حوريه مصدق وايي په دې برخه کې د افغانستان نه وړتيا بايد هغو کسانو ته له زندان نه د آزادۍ په مانا نه وي چې د جگړي پر مهال ښايي په جنگي جرمنو کې ښکېل وو.

د بخښنې نړېوالې ټولنې په تېرو ١٢ کلنو کې بيا بيا په افغانستان کې له بشري حقونونو نه د ادعا شويو سرغړونو په تړاو اندېښنه څرگنده کړې، او په دغه لړ کې پر ټولو ښکېلو غاړو د ناقانونه وژنو او کړونو ادعاوې شوي.

د افغانستان او متحدو ايالاتو ترمنځ د امنيتي او پوځي تړون په سر خبرو ته د پنجشنبې له ورځې ( د نومبر ٢١ مه) په کابل کې مشورتي لويه جرگه کښيني.