امريکا سره امنيتي تړون لويې جرگې ته چمتو شوی

اېمل فيضي وايي د تړون پښتو او دري ژباړې بشپړې شوې دي
د عکس تشریح، اېمل فيضي وايي د تړون پښتو او دري ژباړې بشپړې شوې دي

کابل وايي له متحدو ايالاتو سره يې افغانستان امنيتي تړون چارې بشپړې شوې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې سرچينو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل دغه خبرې د چارشنبې په ورځ( د نومبر١٣) پاى ته ورسېدې.

اوس د تړون مسوده په پښتو او دري ژبو ژباړل کېږي چې د لويې جرگې استازي يې وويني او بحث پرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل"د تړون پښتو او دري ژباړه بشپړه شوې او مطبعې ته لېږل کېږي چې د لويې جرگې لپاره تياره وي."

هيله دا ده چې راتلونکې اوونۍ به د شاوخوا ٣٠٠٠ ولسي استازو لويه جرگه په کابل کې سره کښيني چې پر دغه تړون غور وکړي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايي چې دوى واشنگټن ته د دغه تړون وروستۍ بڼه لېږلې ده.

د ښاغلي فيضي په وينا په تړون کې وروستۍ خبره له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د ماموريت پر څرنگوالي راڅرخېده.

ويل کيږي چې د شنبې پر ورځ ( د نومبر ١٦) به ولسمشر کرزى په کابل کې يوه خبري کانفرانس ته د وينا پر وخت پر دغه تړون او راتلونکې لويې جرگې خبرې وکړي.

د تړون پر متن له تېرو دوو کلونو راهيسې د کابل او واشنگټن ترمنځ خبرې کېدې.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر تر پرانيستو وروسته دغه خبرې د کابل له لورې وځنډول شوې.

خو په نا اعلان شوي ډول دغه خبرې بېرته پيل شوې او اوس اوس دواړه غاړې ظاهرآ په وروستي متن سره سلا شوې دي.