پښتونخوا: دا سلام اباد ډرامه

شېکسپير
د عکس تشریح، د شېکسپير د قول، د مولانا صېب د ارشاد او د هوښيارانو خبره په خپل خپل ځاى سمه ده، خو د اسلام اباد په سټېج، ډرامه، او د ډرامې ليکونکى، وړاندې کوونکى چې ډېره موده کوم خلک حيران وو، ا
    • Author, نورالبشر نويد
    • دنده, پېښور

شيکسپير ویلي: نړۍ يو سټېج دى، موږ ټول يې کردارونه.

مولانا صېب فرمايي: دنيا د اخرت پټى دى.

هوښياران وايي: چې څه کرې هغه به رېبې.

د شېکسپير د قول، د مولانا صېب د ارشاد او د هوښيارانو خبره په خپل خپل ځاى سمه ده، خو د اسلام اباد په سټېج، ډرامه، او د ډرامې ليکونکى، وړاندې کوونکى چې ډېره موده کوم خلک حيران وو، اوس د اسلام اباد د هرې ډرامې له پای نه خبر دى، ځکه نو په دغه ډرامه کې هېڅ سسپنس، وېره، کلايمکس پاتې نه شو.

د ډرامې ماهرين وايي کاميابه ډرامه هغه وي چې کتونکى ځان ته په خوښۍ کښېنوي، د سکرپټ، پروډکشن، ډايرېکشن او کردارنګارۍ بڼه په داسې هنر شوى وي چې پای ته په رسېدو کتونکى تږى حيران پاتې کړي. نادودیز پای هغه ته وايي چې کتونکى څه فرض کړي وي هغه شان وه نه شي.

خو، د اسلام اباد د دېرشو کالو اوږده سلسله واره ډرامه اوس په ځان کې هطڅ خوند رنګ او مزه نه لري، تاسو به حيران يئ چې د اسلام اباد کومه درامه دومره اوږده لړۍ ده؟

دا د پټو قوتونو، د پېريانو ماماګانو هغه پروډکشن دى چې د افغان جهاد نه تر فساد پورې دوام لري، دا اوږد سلسله واره ډرامه او د هغې خاموش کردارونه د چا نه پټ پاتې نه شو، سسپنس ختم، کلايمکس ختم، اوس اينټي کلايمکس ډرامه روانه ده.

سیاسي پرده

د اسلام اباد يو بل پروډکشن پخوانى جنرال مشرف په ټایټل د يوې سه ماهۍ پورې په سياسي پرده (سکرین) خلکو ووليده، خو د دې ډرامې د پای نه وړاندې کتونکو وویل:

پوځي جنرال که پخوانى وي او که اوسنى وي، د سزا په دايره کې نه راځي. پوځي جنرالانو ته عدالت، اساسي قانون، قانون، سزا نه ورکوي ځکه چې د دې پوځ مورال پرېوځي.

پوځي جنرال که پاکستان ماتوي (۱۹۷۱)، که جمهوريت پانسي کوي (۱۹۷۸). پوځ په هر حال هر حالت د هيواد او قام او سرحداتو د ساتنې دعوه کوي، د تېرو هېرو ډرامو نه چې راتېر شو او د جنرال مشرف په نوم ډرامې ته چې راشو، نو د دې نه هر څوک خبر وو چې عدالت جنرال ته سزا نه ورکوي، د قانون په حمام کې يې پاکوي.

د پنجاب شريف برادرۍ به په دغه وخت ویل: ''موږ د چا نه غچ نه اخلو، د غچ سياست زموږ کار نه دى''.

دغه شان محترمې بېنظيربوټو په ۱۹۸۸ کې له پوځ سره دا منلې وه چې پيپلز پارټي به د پلار د سياسي پانسۍ قضیه نه يادوي.

بل خوا د بنګله دېش د باني شېخ مجيب الرحمن د قتل په قضیه کې د ککړو پوځي افسرانو نه د هغه لور حسينه واجد د عدالت په لاره غچ واخیست.

دلته خبره دا نهٴ ده چې څوک دې سياسي قصاص واخلي، خبره د سزا او جزا ده، بايد چې مجرم ته سزا ورکړله شي، او د سبا د جرمونو لاره ونيوله شي، خو په پاکستان کې داسې نه شي کېدی.. ځکه چې خلک يې غريب دي او واکداران يې له حده زيات شتمن دي.

د سعادت حسن منټو قول دى: ''زما وطن زيات غريب دى، خو خلک يې هوښيار ولې نه دي!؟''

که ولسونه خوښيار وي، نو هلته د هغوى واکداران، سياستمداران، جنرالان، سرتېري، هر څوک چې وي چا ته دوکه نه شي ورکولی، خو بدبختانه د سوشل ډېموکراسۍ دعوه ګير ولسونه د غربت د کرښې لاندې هم ژوند تېروي او کم عقل هم دي، که دوى هوښيار وو نو داسې ډرامې ته به ولې کښېناستل، کومه ډرامه چې څو څو واره هر ځل دوى ته ښودل شوې ده، دا ټول کردارونه په بېل بېل ګِټ اپ کې راښکاره کيږي کله په عدالت کې ولاړ وي او کله د ولسونو په زنده باد چیغو مست روان وي.

کله يې څوک د څوکۍ نه په کوزېدو خواږه وېشي او کله ورته هم هغه خلک ګډاګانې کوي.

دا د اسلام اباد د ډرامو د نندارچيانو د شعور د کچې لوړوالی دي، دا يې ذوق دى، دا هغه خلک دي چې کله کله د ګيټو پورې وړو اوبو ته بډې راکاږي او کله په ډوبو پرته لامبو ورګډيږي او په خودکشه ادا وايي:

پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي

په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه

دلته هر لامبوزن جانان د خپلې سطحې خپل حثيت او خپل کچ جانان ته لاس ورکوي.

مشرف
د عکس تشریح، د اسلام اباد يو بل پروډکشن پخوانى جنرال مشرف په ټایټل د يوې سه ماهۍ پورې په سياسي سکرين خلکو وليده،

جنرال مشرف ښه لامبوزن دى، ځکه ورسره نه د ډوبېدو فکر و او نه د ډوبو اوبو د بهير نه ويرېدو، په توده ځمکه يې ګام کېښود او په خپله پالوانۍ يې يقين وښود.

عدالت د هغه مقدمو نه باعزته بريء کړو، کومې مقدمې چې حساسې دي، که د ډرامې د کتونکو دا ګومان وي چې کومه سزا عدالت ورنه کړه او هغه سزا به ورته بهر په جلسه جلوس کې لکه د بېنظر بوټو په شان څوک خودکش بمبار او يا اُجرتي شيش مار په ګولۍ ورکړي، نو د پاکستان په تاريخ کې دې څوک يو جنرال وښيي چې هغه بغير وردۍ عوامي جلسې جلوس ته راوتي وي، يو جنرال څوک په ګوته کولى شي چې هغه د جمهوريت له څوکۍ په عزت احترام راکوز شوى دى.

دا د اسلام اباد د هرې ډرامې هغه کردارونه دي، چې دوى په ډرامه کې ښکېل وي، نو کتونکي ورته په نوو هيلو او ارمانونو ګوري، هر کله چې د ډرامې ماضي جوړ شي، خو د اسلام اباد د ډرامې د ماضي کردارونه له ډرامې بهر هم د کار څيزونه وي، دا د کار څيزونه په ډېرو ځايونو کې پکار راځي.