پښتونخوا:د پښتنو قامي مشران متنازعه دي!!؟؟

- Author, نورالبشر نويد
- دنده, پېښور
د پښتونخوا حکومت يوه حکمنامه خپره کړې ده، د پښتونخوا د شپږم، اوم، او لسم جماعت دښوونځيو کورس کې يې سياسي تربګني کړې ده.
د شپږم جماعت د کتاب نه غني خان ايستلى شوى دى!!
د اوم جماعت د کتاب نه باچاخان خارج کړى شوى دى!!
د لسم جماعت د پښتو کتاب کې يو مضمون (د موجوده دور مسالې)د پښتونخوا د چارواکو د قلم په ضد راغلي دي!!
د پښتونخوا چارواکي چې په ژبه او خټه پښتانهٴ دي خو وايي باچاخان او غني خان متنازعه دي ځکه دواړه د کورس نه خارج شوي!!
د لسم جماعت د يو ليک په هکله يې ويلي دي!!
دا د موجوده دور مطابق نهٴ دى!!
د پښتونخوا چارواکو خو د قلم په يو کش د پښتون افغان دوه قامي مشران متنازعه ياد کړل او بل ليک يې د موجوده دور نه لري وګرځول ، خو دا دومره وړه خبره نهٴ ده دا خو لکه چې په تاريخ او د پښتون افغان په اتلانو کرښې راکاږي.
باچاخان او غنى خان ته متنازعه شخصيات ويل په رښتيا ''دوه قومي نظريه'' څرګندوي، دا هاغه دوه قومي نظريه ده چې د پاکستان ګير سياست يې اوس د هند مشرقي پنجاب څخه متصادم وايي او د اکهنډ بهارت ''يو متحده هندوستان'' نظريې ته دوام ورکوي او دا وايي!!
''اوبه په ډانګ نه بېليږي موږ يو پنجابى قوم يو''
هغه نسل
د مذهب په بنياد وېشلى شوى هندوستان يو بنسټ پال پاکستان راپېدا کړو. اوس هغه نسل پښتون افغان اتلانو ته متنازعه وايي!!
بدبختانه دا د پښتون په ژبه وايي!! لکه پخوا به چې د پېښور رېډيو سټېشن نه پښتو ژبه کې پښتنو ليکوالانو او صداکارانو افغانستان ته کنځل کول!!
پرون يې هم پښتون ته په پښتون بد رد ويل، نن هم د پښتون په حکمنامه باچاخان او غني خان ته متنازعه شخصيات ويلي شي. خو کهٴ پښتون افغان خپل تاريخي دښمن ته څه وايي نو دا د غدارۍ په دايره کې راځي.
زموږ د اردو فلمونو او ټېلې وژن د ډرامو په کردارونو کې پښتون افغان پورې ټوکې او نقلونه کيږي، خو په پښتو کې موږ د پنجاب کردار نه شو جوړولى، ځکه چې دا د وحدت پاکستان په ضد دى، اوس که د متنازعه شخصياتو تاريخ راسپړو، نو د جناح صېب نه راواخله د ټولو ملکي او پوځي بيوروکرېسي نوموړى ښاغلى متنازعه دى!!! بلکې هر دور د بل دور په ضد دى!!
يو دور قاضي، بل دور مجرم دى!!
شخصيات خو ډېره وړه خبره ده، د پاکستان خو مذهب هم متنازعه دى، د مسلکونو او تهذيبونو تصادم خو اوس په اسلامي جمهوريه پاکستان کې مذهب دومره متنازعه کړى دى چې يو يې جنت ته د ټولو نه لنډه لار ځانمرګى بريد دى!!
بل وايي!!
سبيلنا سبيلنا الجها الجهاد!!
دا ټول تنازعات زموږ په کورس کې شته او موږ يې د مودو مودو وايو. متنازعه تاريخ هم زموږ د کورس د کتابونو اهمه برخه ده، دغه دروغژن تاريخ د مکتب نه پوهنتون پورې ښودلى کيږى. محمد بن قاسم راپسې د هاغه عربو نه راروان کړى هغه يې ما له هيرو کړى، زما ابدالى ته ډاکو هم وايي خو د هند د فاتح په نوم يې د اېټمي ميزايل په نوم يادوي!!!
کهٴ په پاکستان کې د شخصياتو او د تاريخ د تنازعاتو، اختلافاتو په لټون پسې ووتو، نو بيا به په جناح صېب او لياقت على خان کې فرق ووينئ!! دواړه يو ځاى نه شي يادولى!! چې څومره ورپسې راځئ راځئ راځئ نو امام او مقتدى يو بل سره بدې بدې چارې کړي دي.
استاد دروغ ښيي!! شاګرد دروغ وايي!
خو!!
د دې هر څهٴ باوجود دغه ټول زموږ د تعليم د کتابونو عنوانات دي!!!
استاد دروغ ښيي!! شاګرد دروغ وايي!!
چې د دې هر څهٴ نه لږ نور رالنډ عصر ته راشو، جناح صېب د پاکستان پلار وهٴ خو څه په بې وسۍ يې ساه ورکړې ده. فاطمه جناح ته يې د ''مادر ملت'' خطاب ورکړى و خو د جناح صېب سياسي وارثانو جنرال ايوب خان ته زنده باد ويلي وو، دواړه متنازعه شخصيات د مودو مودو راهيسې په يو کتاب کې د کورس لازمي حصه وه. علامه اقبال په ''شکوه'' نظم متنازعه وٴ، ځان يې په ''جواب شکوه'' پاک کړو، قامي شاعر شو.
انډين مهاجرين زموږ اتلان دي او د تعليمي نصاب په پاڼو کې محفوظ دي!!!
زموږ اتلان ، مشران، قامي هيروز( اتلان) په خپله ژبه کې متنازعه دي!!؟؟
لاهوري اقبال ته قامي شاعر ويلى، ليکلى او ښودلى شي، چې زما په قام، په ژبه، په خټه دى، نو زما د پاره په ډېرو حوالو متنازعه دى!! خو ما ته وايي دا ستا قامي شاعر دى!!
غني خان زما په قام، په ژبه، په خټه، په تاريخ، جغرافيه په قامي تحريک هر څه ياد دى، خو متنازعه دى!!؟؟
دا پکې لا بله!!
د لسم جماعت په کورس کې چې کوم مضمون ''د موجوده دور مسالې'' چې د پښتونخوا د چارواکو د قلم په ضد راغلي دي د دغه مضمون مرکزي خيال د ترهه ګرۍ په ضد دى.
د پښتونخوا چارواکى يې ناخوښه ګرځوي، ځکه چې هغوى دا مسالې په نورو عېنکو کې ګوري، د پښتونخوا چارواکي وايي موږ له دې اجازت راکړى چې طالبانو سره پخپله خبرې وکړو، ځکه يې وړومبى د لسم جماعت د کتاب نه سبق خارج کړو.
که طالبانو ورته د روغې جوړې د پاره دا شرط هم پېش کړو چې تاسو په خپل تعليمي نصاب کې د طالبانو تحريک شامل کړئ نو بيا به د طالبانو تحريک ته څه وايي!!؟؟ ''د موجوده دور مسالې'' مضمون کې تحريک انصاف خپلو دريو صوبايي اسمبلۍ ارکانو ته څه وايي!! خپل شهيدانو ته به څه نوم ورکوي!!؟؟ قامي اتلانو، ته به په کومو عېنکو کې ګوري!!؟؟؟








