ستاسو نظر: ژمي ته تیارۍ، روغتیا او خوندیتوب

- Author, وړاندې کوونکی: خوشحال تایب
- دنده, کابل
په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا څپه راروانه ده. خلک، حکومتي او نا حکومتي ادارې هم ژمي ته جلا جلا تیارۍ نیسي.
مخکې کلونو کې خلکو ژمي ته بېلابېلې تیارۍ نیولې، د بامونو له اخیړ یا کاه ګل او کړکیو ته د پلاستیکونو له نیولو بیا له وړاندې د ژرندې کولو د کندوانو تر ډکولو، لاندې، بېلابېلو سبزیو وچولو، د مېوو دانو زېرمه کولو بیا د لرګیو او سکرو تر کوټه کولو رسېده.
کلیوالو د ژمي تر رسېدو وړاندې د جومات لپاره بوټي او خس تیارول او حجرې به تودېدې.
په وروستیو څو کلونو کې بیا د ژمي په رارسېدو سره د سون موادو بیې لوړیږي او په ځينو سیمو کې خلک د سون موادو، درملو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ کیږي.
د یکشنبې ورځې ستاسو نظر په پروګرام کې د ژمي لپاره پر تیاریو او روغتیايي او خوندیتوب پر موضوع خبرې کوو. او په دې اړه به ستاسو نظر وپوښتو:
آیا ستاسو په سیمه کې لا هم د ژمی لپاره د تیاریو دود پر ځای دی؟
تاسو او ستاسو شاوخوا کسان د ژمي لپاره څه تیارۍ نیسي؟
آیا ستاسو په نظر برېښنا او ګازو اوس د لرګیو او سکرو ځای نیولی دی؟
په دې برخه کې د خوندیتوب او روغتیا برخې ته څومره پام کوئ؟
که له لرګیو او یا هم سکرو د کور د تودوخې لپاره کار اخلئ نو څومره ډاډه یاست چې ګاونډیانو ته مو زیان نه رسیږي؟
دا اونۍ ستاسو نظر موضوع ژمي ته د تیاریو لپاره ځانګړې شوې ده د یکشنبې په ماښام اته بجې موږ ته زنګ ووهئ او خپل نظر مو راسره شریک کړئ:
د تیلیفون شمېره ده 0202002300 او یا هم د بي بي سي <link type="page"><caption> پښتو فیسبوک</caption><url href="https://www.facebook.com/bbcpashto1981" platform="highweb"/></link> پر پاڼه خپل نظر او د تیلیفون شمېره راته ولیکئ.








