پښتونخواه کالم: سترې لوبې، کوچني لوبغاړي

د سترې لوبې لوى لوبغاړي په ډېرو حوالو اوس هم په ګټه دي. کوچنيو لوبغاړو خپل سر بايللى او خاوره هم.
د عکس تشریح، د سترې لوبې لوى لوبغاړي په ډېرو حوالو اوس هم په ګټه دي. کوچنيو لوبغاړو خپل سر بايللى او خاوره هم.
    • Author, نورالبشر نويد
    • دنده, پېښور

Great Game! چې د دې سيمې د سر سر خلکو لپاره د ګټې لوبه او د ولسونو لپاره د مرګ زانګو ده، مونږ د سترې لوبې د مرګ په زانګو کې نه ويښ پاتې کيداى شو او نه هم له وېرې ويدۀ کېدلاى شو.

ستره لوبه اوس هم روانه ده، او د سترې لوبې کوچني لوبغاړي ځان ته هوښيار وايي چې مونږ لويه لوبه ګټلې ده، لومړى مو سويت يونين ( پخوانى شوروي اتحاد) مات کړو، او اوس مو امريکا اقتصادي بحران سره مخامخه کړه.

خو د سترې لوبې استادان هم دومره ساده نه دي، مثال يې د هغه هندو بڼيا پلار او زوى په شان دى چې د هندو بڼيا زوى له بازار نه پۍ راوړلې او په لاره يې روپۍ په ځمکه پرته وليده، گرد چاپېره ګڼ خلک ولاړ وو، دهٴ ځان راوغورځوۀ او پۍ ترې تويې شوې خو په دغه بهانه ئې روپۍ را واخيسته او د چا شک پرې رانغى.

پلار ته يې خبر ورسېد چې زوى دې پۍ ټولې تويې کړې، پلار يې وويل، هغه زما زوى دى، زما زوى چېرې هم د تاوان کار نه کوي.

چې زوى يې راغى نو هغهٴ ورته وويل دا پۍ د څلورو انو وې، او په ځمکه يوه روپۍ پرته وه، دولس انې مې وګټلې.

د سترې لوبې لوى لوبغاړي په ډېرو حوالو اوس هم په ګټه دي، په تاوان نهٴ دي. کوچنيو لوبغاړو خپل سر هم بايللى او خاوره هم.

ستره لوبه، ستر طاقتونه، هر چا ته مالوم دي، کوچني لوبغاړي د پردو جنګونو سرتيري دي، اجنټان او ټېکه داران دي.

اوس اوس د پاکستان لومړى وزير نواز شريف د امريکا په دوره ولاړ، په اټومى کچکول کې يې څه نا څه خېرات راټول کړ.

د پاکستان وزيراعظم ( لومړى وزير) خپل زوړ ياد په هر وخت تازه کوي، چې امريکا ته ورځي او په غاړه کې د امريکا د سرو زرو زنځير، امريکا ته دا ښېي چې مونږ له اټومى ځواک سره سره خپله غاړه کې ستاسو زنځير ګرځوو.

بل خوا د هند وزيراعظم من موهن سنګهـ روسيې ته لاړ او هلته يې په زړې يارۍ خبرې وکړې، د پاکستان د پاره امريکا او د هند د پاره روس د دوه قطبي نړۍ ياد تازه کوي.

چې دنيا دوه قبطى وه نو پاکستان د امريکا لپاره جهاد کاوۀ او هند د افغانستان په معامله کې له روس او افغانستان سره ولاړ و، چې دنيا يو قطبي شوه نو پر پاکستان د امريکا امداد بند شو او هند د افغانستان نه لاس په سر شو.

اوس دنيا يو قطبي ده، خو نهٴ امريکا په ويتنام کې د روس ګوزار هېر کړى او نهٴ روس په افغانستان کې د امريکا غچ له پامه غورځولى دى.

په ستره لوبه کې د لوبې د ډگر واکمنان پانگه لګوي او کوچني لوبغاړي په بيه لوبه کوي، کله نرخ لوړ او کله نرخ پرېوتى، کله په يو وبل شک، کله د يقين پېدا کولو لپاره پاکستان د ډرون په حملو بد منى، او مثال دا ورکوي چې د کور مالک ته وايي بېدار شه او غل ته وايي غلا وکړه.

ستر ځواکونه په سياسى سطرنج خپله خپله لوبه کوي، واړهٴ ملکونه د سرمايې په منډه کې وږي تږي روان دي، هوښياران وايي که ډک سيند بهيږي خو د سپي ترې په ژبه څټل وي ځکه نو د سترې لوبې سرمايه دار خپله سرمايه داسې ورکوي لکه چُونګ له خرواره.

دا وخت دوه ملکونه په ستره لوبه کې يو شان رنګين غوندې عذاب څخه تيريږي، دغه رنګين غوندې عذاب د ټولې دنيا لپاره خطرناک دى چې هغې ته ترهګري ويل کېږي. ترهګري خپل خپل نرخ لري، چا ته په تاوان کې ګټه ښکاري او څوک وايي ګټه په تاوان کيږى، پاکستان او هند دواړه په يو قطبي دنيا کې د زړې دوه قطبي دنيا خوبونه ويني، خو اوس دنيا بدله ده، ستر ستر ځواکمن ملکونه د سرمايې خپل خپل جنګ کوي، واړهٴ ملکونه د دغه جنګ د کرايې ټټوان دي.

مونږ د سترې لوبې په جنګ کې کرايي شهيدان او خرڅ شوي غازيان لرو. دا هغه شهيدان دي چې په دې دنيا کې يې خپل اجر اخيستى دى، او غازيان يې د جنګ د شوق نه منع نه دي، ځکه خو اجمل قصاب د پاکستان خاموش مجاهد دى، او سرن جيت سنګهـ د هند ښکاره هيرو شو، زمونږ شهيدان او اتلان ''خاموش مجاهدين'' ياديږى، د دوى اجر او ثواب پټ وي، هند په ښکاره په جار هر څه ورکوي.

په پاکستان کې د پردو جنګونو شهيدان ډېر شول او اوس هم دوام لري، په هند کښې هيروګان ډېريږى، دا د لويو طاقتونو د سترې لوبې ضرورتونه دي، دا ضرورتونه ور له کوچني لوبغاړي پوره کوي، يو وايي مونږ جنت ګټو، بل وايي دېش (وطن) ګټو.

د سرمايې په جنګ کې دغه تاوان کړى دى مونږ

تنې زمونږ دي خو سرونه پرې پردي ګرځوو