ستاسې نظر: څرنگه خپل وکيل يا استازى غوره کوئ؟

په پاکستان کې د مې ۱۱ مې ټولټاکنو وروسته د راڅرگنده شوو پايلو له مخې د تېر په پرتله دا ځل ټاکنو کې ډېرې نوې څېرې رامخکې شوې، چې ورسره د دغه هېواد د سياست په ظاهري بڼه کې هم بدلون اتکل کېږي.
د ا بدلون تر ډېره ټاکنو کې د زيات شمېر ځوانانو ونډې سره تړلی بلل شوى دى.
افغانستان، پاکستان او هم دغې ټولې سيمې کې ټاکنې په بېلابېلو تړاونو ترسره کېږي. د دې اوونۍ ستاسې نظر کې په دې غږېږو چې تاسې څرنگه خپل استازى غوره کوئ؟ يعنې د استازي غوراوي کې ستاسې معيارونه څه دي؟
له عنایت الحق یاسينې سره ستاسې نظر دې خپرونې کې د ګډون لپار په دې شمېره ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹ زنگ راووهئ.
دغه راز په ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸ شمېره خپل ايس ايم ايس پيغامونه هم راستولى شئ.
د دې ترڅنگ پر بي بي سي پښتو فيسبوک هم خپل نظرونه پرېښودلى شئ.




