د بشرنوید کالم پښتونخوا: د غربت د کرښې لاندې مخلوق!

د عکس سرچینه، internet pic
- Author, نورالبشر نويد
- دنده, پېښور مېشتى ليکوال
موږ د درېمې نړۍ بې وزلی مخلوق د اتومي قوت د دعوې سره داسې حېثيت لرو لکه يو وږي چې په خوله کې د سرو زرو کاشوغه نيولې وي.
ناداران چې د خپل ولسمشر د تسلي ناکې وېنا په ځواب کې د لاسونو پړقا کوي او په نهره ګېډه زنده باد وايي.
يو څو ماشومانو ته چې د يوې شېبې لپاره ښکلي پوشاک واچول شي او په لاسونو کې د ګلونو ګلدستې د غېرملکي مېلمه په استقبال کې ودرول شي.
يا يو بې کوره فنکار ته د کامرې لپاره سينګار وشي او هغه قومي سندره ووايي.
يا سېلاب ځپلو ته هلیکوپتر نه په هوا کې وچ رزق را وغورزول شي او د هغوى سترګې د تل لپاره د ځمکې نه پورته اسمان ته ګوري.
دا وخت عېن دغه شان، دغه رنګ، زه د پښتونخوا په چاپېر کې د مقدسې روژې په اهتمام کې د مرستې په نوم غېر مقدسه انداز وينم.
حکومتي ادارو په مختلفو نومونو مرستو ته، مېرمنې، ماشومان، بوډاګان په کتارونو کې ولاړ وي، د ''وطن کارډ'' په نوم د بانکونو يوې وړې جنګلې ته په زير زير ګوري.
اوس د روژې د ثواب لپاره د شتمنو په دروازو کې بلها ولسونه راغونډ دي، د يو بل په څټونو سورېږى، اوړه، غوړي، دال، چيني تر لاسه کوي.
غېر ملکيان په داسې بې وزلو هېوادونو کې د غربت شرح معلومولو لپاره ګرځي مختلفې طريقې او کړاونه تېروي.د خلکو نه مرکې کوي، پوښتنې کوي او د غربت شرح معلوموي.
خو دا وخت په پښتونخوا کې د غربت د معلومولو اسانه طريقه دا ده چې هر ځای وګورئ، نو د سرکاري او ذاتي شتمنو خلک په دروازو کې غريبان مرستې ته ولاړ وي.دا د پښتنوخوا د غربت، بې روزګارۍ، ګداګرۍ، باتصويره ننداره ده.
که تاريخي دښمنانو دا وخت په خپلو شنو شنو سترګو زموږ دا حالت وليد نو هغوى به حېرانيږي نه، هغوى به د خپل تاريخ په انتقام خوشحاله شى.
موږ دلته په دغه مانا هم نه پوهيږو چې دا وخت تاريخ زموږ نه خپل انتقام اخلي، ځکه چې موږ په تاريخ جبر کوو.
تاريخ په دا شکل زموږ نه خپل بدل اخلي، موږ يې د کورونو نه رابهر کړي یو، او په ډاګ، مېدانونو کې يې په کمپونو کې مېشته کړي یو.
تاريخ راته دا وايي:
دا رعايت دی چې په ځمکه د ناستې او ملاستې حق درکوم!!
زموږ تور سرو ته يې سترونه مات کړي دي، په شلېدلو لوپټو او خيرنو پړونو کې يې خېراتونو ته ودرولې دي.
زموږ د دستارونو خلک، په سپينو ږيرو د عالمي، سرکارۍ او ذاتي شمتنۍ خېراتونو، زکاتونو، صدقاتو ته ولاړ دي.
دا دی د روژې بختوره مياشت راغله. د جنتونو دروازې پرانیستې دي. شېطانان ونړول شول، رزق ډېر شو، د ثوابونو ضرب، جمع، تقسيم زيات شو.
عادي ګداګرو ته د سوال لپاره اوس د خاصو جملو ضرورت نشته چې په يوې روپۍ خېرات د لوی رب اته واړه جنتونه بل ته ورکوي.
په روژه کې ثوابونه ډېر، خېراتونه ډېر، د الله تعالٰى رحمتونه ډېر، د انسان سينه هم د ثواب په حاصلولو کې پراخه.
هر چا سترګې اسمان ته بره نيولي، لکه زاڼې چې د تږو تږو حلقونو لپاره د باران څاڅکي غواړي.
خو: په دغه دومره زياتو رحمتونو، او ثوابونو کې بيا هم يوه پوښتنه شته او هغه پوښتنه ځمکه کوي.
ای د لوی رب انسانانو!
ستاسو نيکه ادم او نيا حوا بي بي څومره لوی انسانان دي. هغوى د لوی اسمان نه ما ته لاندې راغلل، چې ما ته راغلل نو بيا يې بره اسمان ته کتل هم نه، ځکه چې په ما يې ړومبنى قدم کېښود، نو زه خوشحاله شوم، چې په ما د ادم بوى ولګېد، هغه ادم چې خدای ورته اشرف المخلوقات ويلى دى.
دورونه تېر شول، زمانې واوښتې، بيا يو انسان په ما راپېدا شو، بني اسراييل به يې ورته ويل.
ډېره موده يې اسمان ته کتل، اخر ستړی شو، واپس يې ما ته پام راوګرځاوه.
د اسمان تيار رزق يې پرېښود ، تنګ نظري، مړزان يې رد کړل، زما نه يې رزق راپېدا کړ.
ای انسانانو:
دا په ما کې لوی رب کمال ايښی دی، چې ما ته يې ادم راکړی دی. او ما ادم قبول کړی دی، خو کوم قوم چې زه قبول کړې نه يم، هغه د غلامۍ کندې او تاترين ته غورزېدلى دى.
ای پښتون انسانه:
د ځمکې په مخ د ټولو نه غټ تاريخي ارزښت تا سره دی، ننګ، غېرت، مېړانه، جرت او د لوی رب د جلال هغه ټول باوقاره صفتونه تا سره دي.
ته ما ته مور هم وايې، ته په ما جنډه هم لګوې، سجده هم، خو افسوس چې نه دې سترګې په ما کې دې نه زړه!
نه دې زه وساتلم، نه دې راکې ځان راغونډ کړ، په ما کې هر څه شته خو ته پردو مرستندویه، او دروغجنو اسرو ړوند کړی يې.
دا دی اوس دې د نورو د ثواب لپاره په داسې کتار کې وينم چې هغه لويه دروازه په تا ثواب اخلي خو د بل په ثواب کې ستا تذليل کيږي.
ای غريب پښتونه!
بره (لوړ) مه ګوره، ما ته وګوره، خدای ما ته هر څه راکړي دي. زما نه يې واخله ګنې د تاريخ په لوی روان جنګ کې به زه هم ستا په اړه وايم:








