سراج الاخبار د ورځپاڼو او آژانسو په اړه

- Author, داود جنبش
- دنده, لندن
د محمود طرزي سراج الاخبار د خپل نا لوستي او له نړۍ گوښي ولس د ويښولو لپاره خورا ډول ډول هڅې کړي. د ورځپاڼې د مقالو رنگارنگي ددې لپاره غوره شوې چې هم ولس ته دين ووايي او هم يې له دنيا خبر کړي.
په دې مقاله کې چې د خبري آژانشونو او ورځپاڼو د ډولونو په اړه راغلې، هڅه شوې چې د تبيلغ له لارې د سترو ځواکونو له خوا د بيوزلو د لاندې کولو چلونه وښودل شي.
د خپلې ورځپاڼې دريځ يې هم په ماهرانه ډول ښودلى چې بې پرې ده خو دا چې هرڅه نشي ويلاى دليل يې دادى چې حکومت يې څاري او د هغه له اجازې پرته بندېدلى شي.
دا مقاله د ورځپاڼې د شپږمې گڼې پر وروستي يا دولسم مخ راغلې ده. پر دې گڼه د ١٢٩٠ کال د جدي لومړۍ نېټه ده چې د ١٩١١ کال د ډسمبر له ٢١ سره سمون خوري. د مقالې ليکوال په پاى کې د م. فضلي په نامه ښودل شوى دى.
دادى د هغې ليکنې بشپړ متن:
د آژانسونو او د ورځپاڼو د ډولونو په اړه معلومات
آژانسونه:- آژانسونه خبر رسوونکي سوداگريز شرکتونه دي چې په مهمو ځايونو او لويو ښارونو کې يې خبريالان په کار گومارلي وي. دغه خبريالان پېښې د ټلگراف پر مټ خپلو مرکزونو ته رسوي. د شرکت له مرکز نه بيا دغه خبرونه د هغه د څانگو له لارې ټولې نړۍ ته خپرېږي.
ورځپاڼې او اخبارونه دغو آژانسونو ته د کال خپله ونډه ورکوي او خبرونه تر لاسه کوي. لوى مېلمستونونه او سوداگرخونې هم له دې لارې د نړۍ پر احوال خبرېږي. د لندن له "ټايمز" پرته بله داسې يوه ورځپاڼه هم نشته چې هر ځاى خپل ځانگړى خبريال ولري.د برتانيا مهم آژانسونه رويټر او ټايمز دي او د "هاواس" او "فورنيه" آژانسونه فرانسوي شرکتونه دي. روسان د "پيترسيورگ؟" ، مجاران د مجار.؟ او ايټالويان د "ستېفاني" او ترکان د "عثماني" په نامه ملي آژانسونه لري.
دا بېلابېل آژانسونه د هېوادونو په اړه خبرونه د هغو تگلارو او اړيکو له مخې او د هغه سياست او مقصد پر بنسټ ورکوي چې حکومتونه يې له دغه هېواد سره پالي. که څه هم دا ډول نا روښانه او بدل خبرونه بې له ځنډه ردېږي، خو چې يو ځل خپاره شي نو دغه خبرونه او پېښې هغو (هېوادو) ته (چې آژانسونه ورپورې تړلي دي) گټه رسوي.
کله داسې هم شوي چې دغه آژانسونه يو بې بنسټه خبر د خپلو حکومتونو د گټې لاره لکه د يوه هوايي بالون نړۍ ته والوزوي او بيا دې ته سترگې په لاره وي چې راځه وگورو څه نتيجه به ترې راوځي. که يې وليدل چې دغه خبره هېچا رد نکړه، نو دغه خبر د رېښتياوو په نامه پاتې کېږي. په دې برخه کې به يوه بېلگه راوړو:
د "ستېفاني" آژانس چې د ايټاليا د دولت د گټې لپاره کار کوي، تل د (لېبيا يا طرابلس) د جگړې په اړه دروغ او نا رېښتيا خبرونه خپروي چې که نور رېښتيا پال آژانسونه نه واى، د "ستېفاني" آژانس دروغجنو خبرونو به نړۍ نيولې واى او نورو خبرونو ته به ځاى نه واى پاتې. پر همدې بنسټ ده چې هر حکومت اړ دى چې د ځان لپاره خپل آژانسونه راوباسي.
نن ورځ چې د ورځپاڼو ډولونه خورا ډېر شوي، يو ډول يې هسې دي چې يوازې ديني و علمي و ادبي و فني مسايل راخلي او د سياسي نړۍ له رنگارنگ خبرونو سره يې کار نه شته.
ځينې نورې ورځپاڼې دي چې يوازې يې له صنايعو سره کار دى، ځېنې نور يې يوازې پرسوداگرۍ او نور يې يوازې د سياست پر نړۍ بوختې وي او له سياسي افکارو پرته بل څه نه راخلي.
هغه ورځپاڼې چې د نړۍ سياسي افکار څېړي هم څو ډولونه لري، ځينې يې رسمي، نوريې نيمه رسمي او څه يې يوازې د "پروپاگند" لپاره وي چې يوازې ولولې پاروي او ځينې نور يې بې پرې وي او پر چا کار نه لري، چې سراج الاخبار له همدې وروستۍ بڼې څخه دى.
رسمي او نيمه رسمي ورځپاڼې هغه دي چې د خپل دولت د سياسي دريځ او له هغه سره د تړلو چارو، لارښوونو او قوانينو د خپرولو په برخه کې کار کوي او د خپل دولت د دفاع په دريځ کې ولاړې وي.
"پروپاگندي" يا ولوله پاروونکې ورځپاڼې هم جلا جلا ډولونه لري چې دا هم رسمي، خصوصي او عمومي کيدلى شي چې د يوه ځانگړي سياست په چوپړ کې وي.
په دې ډله کې د ساري په توگه، د فرانسې ورځپاڼو له څو کلو پرله پسې په مراکش کې د لارو د ويجاړۍ او د حکومت د گډوډۍ په اړه ولولې او شورماشور جوړ کړى او خپور کړى او بيا يې ددغه (هېواد) د نيولو اړتيا را پورته کړې ده چې په پاى کې د همدغه شور ماشور له خپرولو وروسته يې برى هم تر لاسه کړ.
بې پرې ورځپاڼې يوازې د سوداگرۍ موخه لري چې خلې گڼې وپلوري، يو څه پانگه راجوړه کړي او پر هغې خپله ورځپاڼه نوره هم پراخه کړي.
نو ځکه بې طرفې ورځپاڼې هر هغه څه خپرولى شي چې زړه يې غواړي او موخې ته په رسولو کې يې مرسته ورسره کولى شي.
پر دې ټولو سربېره، يو بل ډول ورځپاڼې هم شته چې سوداگريزې او بېطرفې وي او د حکومت په اجازه خپرېږي چې زموږ خپل سراج الاخبار په همدې ډله کې راځي.
رسمي او نيمه ورځپاڼې د چارواکو نظريې خپروي او آن د ورځپاڼې د څارنې لپاره يو ځانگړى (کس) هم لري چې ددغه څارونکي لاسوهنې او کړنې د هغو سياسي لار خوندي کوي او اعتبار يې لوړوي.
تر دې معلوماتو وروسته نو اوس جوتېږي چې ورځپاڼې او آژانسونه کوم خبرونه خپروي او د څه لپاره او ولې يې خپروي. او په رېښتا ويونکو ورځپاڼو کې راغلې پېښې د هغوى د ليکنې له بڼې څخه برېښي.








