د جنوبي افریقا ولسمشر شپږم واده کوي

د عکس سرچینه،
د جنوبي افریقا د ولسمشر جاکوب زوما ویاند ویلي چې نوموړی په اویا کلنۍ کې د شپږم واده لپاره چمتووالی نیسي.
په پام کې ده چې نوموړی به په راتلونکې اوونۍ کې واده وکړي.
ویاند ماک مهراج ویلي چې جاکوب زوما له ډېر وخت راهیسې له بونجي نیما سره کوژده کړې ده.
دا د هغه اوسنۍ څلورمه ښځه ده، خو د تاریخ پربنسټ یې شپږمه ده.
د جنوبي افریقا د زولو قوم د کلتور له مخې ډېرې ښځې کول یوه ځانګړتیا ده.
فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، چې ښاغلی زوما دا مهال ۲۱ زامن او لوڼې لري.
د نوموړي د واده لپاره، چې په راتلونکې اوونۍ کې ترسره کېدونکی دی، په کوازولو ناتال سیمه کې د مراسمو لپاره چمتووالی نیول کېږي.
د نوموړي د نورو ښځو نومونه سیزاکیلي زوما، نومبو میلیلیو، نتولي زوما او توبیکا مادیبا زوما دي.
هغه وړاندې د کورنیو چارو له وزیرې نکوسازانا دلامیني زوما او مانتسهو زوما سره ودونه کړي وو، چې وروستۍ هغې په ۲۰۰۹ کال خپل ځان وواژه.








