د خوالۀ رسنۍ يا سوشل ميډيا او افغان امنيتي ځواکونه

د خوالۀ رسنيو يا سوشل ميډيا کاروونکيو افغانانو تل پر افغان حکومت، چارواکو او امنيتي ځواکونو نيوکې کړې دي.
خو د يکشنبې تر بريد وروسته په کم سارې ډول د افغان امنيتي ځواکونو ستاينې وشوې. په فيسبوک کې ويس شيرزي ليکلي: "زۀ د سهار تر دوه نيمو بجو وېښ وم د ژورناليستانو سملاسي خپريدونکي رپوټونه مې تعقيبول، بريدونه تر ډيرو روان و خو ترهگرو هغه څه ترلاسه نه کړل چې غوښتل يې، د افغان ځواکونو له خوا خورا ستر کار ترسره شو."
ريحان خان بيا د يوۀ افغان کوماندو سرتيري په وينو لړلى عکس خپور کړى چې په سړک روان دى، دى تر عکس لاندې ليکي:
" يو زړور افغان کوماندو پوليس، که څه هم ټپي شوى خو لا هم له ترهگرو سره په جگړه بوخت دى او له خپل هيواده دفاع کوي، پر تاسو وياړو."
خو د عبدالرحمن په نامۀ يو کس بيا نيوکه لري:
" زړور به وي خو بې له شکه چې دوى لا چمتو نه دي، يوازې په کابل کې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره ١٨ ساعتونه بوخت وو."
سعادت شفق بيا له خپلو ملگرو غوښتنه لري چې د دۀ په وينا ميړني ونازوي او تر درو ورځو پورې د خپل فيسبوک عکس د افغان کوماندو، ملي اردو او پوليسو په انځورونو سينگار کړي.
هما ناصري له افغان پوځ او پوليسو منندويه ده خو زياتوي:
" له تاسو مې ډير ښه نه راځي ځکه چې تاسو ته لا هم ډيره خواري په کار ده چې ځانونه د ريښتينو سرتيرو په څير ثابت کړئ خو په څه ډول چې امنيتي ځواکونو پرون جنگ وکړ موږ يې اړ کړو چې پرې ووياړو."
ډيرو نورو پر امنيتي ځواکونو د " پر تاسو وياړو" ستاينې کښلي دي. په تيوتر کې بيا د افغان ځواکونو زړورتيا او مسلکي وړتيا ياده شوې ده. حبيب خان توتاخيل ليکي:
" نن د خپلو ملي امنيتي ځواکونو له وړتيا ډير متاثر شوم. پرې وياړم او زړورتيا ته يې سلام کوم."
په يوۀ بل تيوت کې همدا کس ليکي:
"افغان امنيتي ځواکونو خپل استعداد وښود او ثابته يې کړه چې دوى له افغانستانه دفاع کولى شي."
ماريا حبيب په تيرتر کې د نړيوالو ځواکونو نشتوالى ښه بولي او ليکي:
"دا چې د افغانستان امنيتي ځواکونه د نړيوالو له مرستې پرته خپله کار کولى شي لويه خبره ده، ډير ښه."
د تيوتر يو بل کاروونکى رفيع فاضل افغان ځواکونه په دې د ستايلو وړ بولي چې د دۀ په وينا ولسي وگړي يې وساتل.
خو امجد اقبال بيا په تيوتر کې پوښتنه کوي چې ولې د دۀ په وينا د ناټو وژنې څوک نه غندي. د لقمان حکيم په نامۀ يوۀ کس بيا په فيسبوک کې شکايت کړى او ليکي:
"چاته ووا يو . چاسره خبرې شريکې کړو . وطن سره مينه نشته . وطن هروخت سرو لمبو کې سو ځي."
زلمى لودين بيا په خپل اند له دغو بريدونو ترلاسه شوى حالت داسې انځوروي:
"د يکشنبه بريدونو د طالبانو گڼ کسان ووژل، يو څه تبليغ ورته وشو چې لا زور لري خو افغان امنيتي ځواکونو په کې دومره نوم وگټلو چې دا ١٠ کاله يې نه و گټلى."








