انجلينا جولي د افغانستان په اړه پر يوه فلم کار کوي

انجلینا جولي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، انجلینا جولي وايي چې د افغانستان په اړه د فلم نیمايي متن یې لیکلی دی.

د امریکا د هالیووډ یوه وتلې فلمي ستورې انجلینا جولي د افغانستان په اړه د یوه فلم پر جوړولو کار کوي.

نوموې ویلي، چې اوس دغه جوړېدونکي فلم ته د متن پر لیکو بوخته ده، خو د تولید لپاره یې لا تراوسه پوره ډاډ نه دی ترلاسه کړی.

هغې د ''وینو او شاتو خاوره ''په نامه فلم لپاره د شوټنګ په څو برخو کې ګډون کړی دی.

<link type="page"><caption> انجلینا جولي بغداد کې</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/world/story/2008/02/080208_hh-joly-baghdad.shtml" platform="highweb"/></link>

هغې دغه یاد شوی فلم پخپله د صربي پوځي او بوسنیايي ښځې ترمنځ د مینې په اړه لیکلي.

دغه فلم د ګولډن ګلوب د جایزې لپاره هم نومول شوی، چې د تولیدوونکي جایزه یې ګټلې ده.

انجلینا جولي

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح، انجلینا جولي څو میاشتې وړاندې افغانستان ته تللې وه.

خو د نوي جوړېدونکي فلم پر ممکنه بریا سربېره، جولي په دې پروژه کې له راتلونکو کابوسونو سره د خپل کار مخته بېولو لپاره لېواله نه ښکاري.

هغې ویلي چې د افغانستان په اړه یې ددغې سیناریو ''نیمايي برخه ''لیکلې ده، خو هېچا ته یې نه ده ښودلې.

لاس انجلیس ټایمز ته هغې ویلي: "باور نه کوم چې دا به ښه وي، او دا ډاډ نه لرم چې د بشپړولو په اړه یې فکر وکړم."