د بي بي سي پښتو وېبپاڼې بنډار
مرکه کوونکى ايمل پسرلى

د پښتو معاصر شعر بېلگې په دې وروستيو کې په پښتو او انگريزي ژبه خپور شوى دى
استاد نجيب منلي د پښتو معاصر شعر بېلګې ، په نامۀ د ١٣ پښتنو شاعرانو شعرونه په دې وروستيو کې په انگريزي ژبه ژباړلي او خپارۀ کړي دي . استاد منلى د خپل کتاب په سريزه کې وايي (( هغه شاعران چې په دغه غورچاڼ کې راغلي دي د پښتو د معاصر شعر ځلېدونکي ستوري دي.))
ښاغلي منلي د عبدالباري جهاني، پير محمد کاروان، سليمان لایق، پروين ملال، محمد صديق پسرلی، استاد الفت ، صفيه صدیقي ، اجمل خټک، خان عبدالغني خان، حسينه ګل تنها ، رحمت شاه سایل، سلما شاهین او نواز طایر د شعرونو بېگې په دې ټولگه کې ځاى کړي دي .
استاد نجيب منلى د بي بي سي پښتو وېبپاڼې په ادبي بنډار کې د شعر د ژباړې پر ستونزو غږيږي .
کلېکاږل د پښتو معاصر شعر بېلګې د دې ځاى په کېکاږلو پرانيستلى شئ

استاد منلي پخوا له پښتو په فرانسوي ژبه هم شعر او نثر ژباړلى و .
استاد نجيب منلى : ادبي ژباړه که د نثر هم وي لېونتوب دى . د شعر ژباړل گران ځکه دي چې په شعر کې په لږو الفاظو کې دير مفاهيم افاده کيږي او دغه الفاظ بيا د شعر د توليد له ژبې سره ډير ارتباط لري ، د شعر موسيقي له ژبې سره ارتباط لري، د شر انځورونه له ژبې سره ارتباط لري ، مفاهيم له فرهنگ سره ارتباط لري ، دا يو بې ژبې او يوۀ بل فرهنگ ته اړول ډير گران کار دى . نو دا زۀ نه شم ويلى چې ژباړه ستونزمنه نه ده، ژباړه ستونزمنه ده مگر د فرهنگونو تر منځ د تفاهم يوازينۍ وسيله ژباړه ده . نو که ژباړه هر څومره ناقصه هم وي بيا هم د ضرورت د رفع کولو لپاره خدمت کوي او همدغه شى زما هدف و .
پښتو ادبيات ډير څه لري چې بايد بهرنۍ نړۍ ته يې ورکړي
استاد منلى
استاد نجيب منلى : دا ستونزه هميشه د شعر په ژباړه کې شته دى ،البته هغه دقيق انځور چې په اصلي شعر کې وي او په ژباړلي شعر کې وي ، يو څه فرق سره لري ، د بېلگې په توگه که زۀ ووايم چې په يو شعر کې کله چې په وياله کې اوبه چورلي ، دغه تصوير د پښتنو لپاره بېله مانا لري ، مگر که همدغه د چورلېدلو کلمه په انگريزي کې په swirling باندې وژباړل شي مانا يې هم هغه ده مگر هغه تصوير چې انگريز لوستونکى يا انگليسي ژبى لوستونکى يې ترې اخلي ، هغه تصوير به ډير فرق سره ولري . همدا د يوې ژبې او بلې ترمنځ افاده کول د ژباړونکي ستره ننگونه ده ا فکر کوم چې زما ډير تمرکز هم په همدې ټکي و
استاد نجيب منلى : د غزل او نظم په ژباړلو کې ستونزې زياتې دي ، غزل خصوصآ او نظم په عام ډول د کلماتو ترمنځ د موسيقۍ ارتباط ته ډير اهميت ورکوي ، په ژباړه کې دغه موسيقي له منځه ځي ، ځينې ژباړونکي هڅه کوي چې په ژباړه کې همدا موسيقي پيدا کړي که څه هم له کلماتو فاصله واخلي ، زما موخه دا وه چې زه انگريزي ژبي لوستونکي ته د پښتون شاعر احساسات ورسوم ، د پښتون شاعر بيان ورورسوم نو په دې برخه کې البته زما دريځ دا و چې که چيرې د ژبې موسيقي قرباني هم شي دا هغه قرباني ده چې زما لپاره د منلو وړ وه نو ډير پام مې مفهوم او محتوا ليږدولو ته کړى دى
استاد نجيب منلى : طبعيي خبره ده چې د بيلا بيلو ليکوالو د وينا طرز بېل دى او ژباړونکى نه شي کولى چې خپل طرز په ټولو باندې تحميل کړي نو په دې اساس د ژباړونکي لپاره دا يو مجبوريت دى چې او آ ا له هر قالب سره به ځان بدلوي ، دغه د ځان بدلول اسانه کار نه دى ، کله پکې سړى بريالى شي ډير ځله پکې سړى ناکام شي . د شعر ژباړه د يوۀ ژباړونکي لپاره تقريبآ د يو عذاب حيثيت لري
استاد نجيب منلى : په دغو شاعرانو کې ډير گران د پروين ملال غزل و ځکه چې هغه د غزل بڼه درلوده او د غزل انتقال ستونزمن و . همدغه راز د ( استاد ) الفت يو شعر چې د ښځې شکوه ده او د افغانستان له تاريخ سره ډير زيات تړاو لري ، زۀ نه پوهيږم تر کومه ځايه ما وکړاى شول چې د ( استاد ) الفت دغه اړخ په خپله ژباړه کې منعکس کړم ، له دغو دواړو ژباړو نه زۀ هغومره راضي نه يم لکه له نورو نه چې يم
استاد نجيب منلى : دلته په افغانستان کې ځينې افغاني دوستانو او په هندوستان کې چې کله د سارک د ليکوالو فيستيوال ته تللى وم ، هلته هم ځينو وستايه ، ځينو اروپايي دوستانو چې په کابل کې يې دا شعرونه ليدلي دي د هغوى هم خوښ شوي دي مگر دا ستاينه زۀ په هغه قيمت نه اخلم چې په مخ کې يې ليکل شوي دي ، په دې مانا چې کيداى شي دغو دوستانو زما د هڅولو په خاطر يا زما د نه خپه کولو په خاطر باندې دغه ستاينې کړې وي . نو زۀ منتظر يم چې نور لوستونکي هم خپل نظر پرې ورکړي
زما موخه دا وه چې زه انگريزي ژبي لوستونکي ته د پښتون شاعر احساسات ورسوم ، د پښتون شاعر بيان ورورسوم
استاد منلى
استاد نجيب منلى : پښتو ادبيات ډير څه لري چې بايد بهرنۍ نړۍ ته يې ورکړي . پښتنو تر اوسه دغه هڅه په کافي اندازه نه ده کړې . زۀ فکر کوم اوس کافي اندازه پښتانه په نورو ژبو پوهيږي او کولى شي چې دا کار ( ژباړه ) وکړي . مگر تر اوسه پورې موږ نورو ته د خپل ادب د ليږدولو په ارزښت نه يو پوى شوي . او دا هڅه چې ما شروع کړې ده او تر ډيره مې پاللې ده ، له پښتو مې فرانسوي ته او انگريزي ته ځينې شيان ژباړلي دي ، که هر څومره ستونزمن هم وي ، هدف يې له يوې خوا د پښتو ادب او فرهنگ نورو ته ورپېژندل دي مگر له بلې خوا يې يو نا ويل شوى هدف دا هم دى چې پښتانه دې ته وهڅول شي خپل ادب او فرهنگ نورو ته وروپېژني .
اسدالله هېوادمل- سويډن
لومړی خپل سلامونه او نېکې هېلې استاد منلي ته په داسې حال کې وړاندې کوم چې همداسې نور هم د پښتو ژبې لپاره نور هم څه وليکي او د نړۍ خلکو ته د پښتو ادبيات ور وپېژني .ستاسو خدمت د قدر وړ اوهمدارنګه زموږ ټولوپښتنو لپاره يو لوی افتخار ياست . زه هر کله په دې فکر کې يم چې ايا څنګه د پښتو ادبياتو لپاره کار وشي، چې زموږ پښتانه له بد بختيوخلاص او يوه داسې لوري ته د شعر او د ليکوالۍ په ژبه وپوهوي چې زموږ يووالی او د يوه قوت څرنګوالی پکې راشي.
صفت الله زاهدي له هلمند څخه
داستاد منلي دغه كار ډير د خير ځاى دى خو خبره دلته ده چې د پښتو ژبې د ادبياتو د قوي كيدو لپاره بايد له نورو ژبو څخه هم گټې واخيستل شي او د هغو څخه هم ژباړې وشي زما په فكر كه د پښتو ادب لپاره هم داسې څه رامنځ ته شي چې موږ دې بيا د نورو فرهنگيانو په احساساتو وپوهيږو .
فيروز اپريدى له قطر نه
يو اثر که نظم وي يا نثر تر هغې بايد ونه ژباړل شي تر کومه پورې چې هغه اثر په مکمله توګه د ژباړونکي د ادبي ذوق تسکين نه شي کولاى ۔ کله دا اثر د ژباړونکي له کومي تير شي او يو اثرد هغه په ذوق سليم پريباسي نو بيا دغه اثر ژباړونکى په خپلو تورو کې د کمي بيشي سره د خپل نظر سره وژباړي او که اثر ښه هضم کړې شوى وي نو بيا ژباړه هم ښايسته او ښکلې وي او که د اثر کنوينسنگ ( قانع کوونکى ) ښه نه وي شوى نو ژباړه هم بې خونده وي
غفورزى له بنکاک څخه
د پښتو ژبې د ادبياتو ژباړل نورو ژبو ته اسانه کار نه دى خو ډيره گټه لري ؟ نوره نړۍ بايد د پښتو ژبې له ادبياتو سره اشنا شي او وپوهيږي چې پښتو ژبه هم لوړ ادبي اثار لري . په همدې ترڅ کې زۀ د مقابلې ژباړې غوښتونکى هم يم . په ځانگړې توگه د پوهنتونونو د درسي مواد په برخه کې بايد په بهرنيو ژبو پوه افغانان مطالب وژباړي ، د افغانستان پوهنتونونه لا هم د څلوېښت کاله پخوا مواد محصلينو ته ورښيي .
د شعر د ژباړې پر ستونزې که خپله تجربه راسره شريکوئ او يا د استاد منلي پر خبرو څه واياست ، برېښناليک راته وليکئ .
* اړينې برخې په نخښه کوي
ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .