کبير خان:لوبغاړو نورې لوبډلې کمزورې بللې وې

له هانگ کانگ سره د اسيا د کريکټ شورا د غوره هيوادونو يا ايليټ ټرافي په نيمه پايلوبه يا سيمي فاينل کې تر لوبې وړاندې د افغانستان د کريکټ د ملي لوبډلې روزونکي کبير خان د بي بي سي پښتو وېبپاڼې پوښتنو ته ځوابونه وويل او په ډاگه يې کړه چې د اسيا هيوادونه اوس هغومره کمزوري نه دي چې نور يې اټکل کوي .
پوښتنه : تر اوسه په روانو سياليو کې د خپلې لوبډلې له لوبې خوښ ياست؟
کبير خان : يو روزونکى هيڅکله نه راضي کيږي ، تل يې غوښتنه همدا وي چې ټيم يې لا ښه شي ، تر ښه لا ښه شي نو راضي کيدل په لوبه کې نشته .
پوښتنه : نو ستا له خبرو داسې انگيرلى شو چې د افغان لوبډلې روانې لوبې سمې روانې دي او عادي خبره ده ؟
کبيرخان : نه دا مې ونه ويل خو دا وايم چې يو کوچ ( روزونکى ) هيڅکله راضي نه وي او تل غواړي چې نوره بهتري هم راشي .
پوښتنه: له اماراتو بايلل او له ماليزيا څخه په گرانه گټل د خلکو توقع نه وه ، ولې داسې وشول ؟
کبير خان : دوه خبرې دي ، اول خو مشکل زموږ دى زما په فکر زموږ لوبغاړي دې لوبو ته لږ په ارام ذهن راغلي و ، دوى د شل اوريزو لوبو نړيوال کپ ته ورسيدل ، پاکستان اې ته يې ماتې ورکړه ، هالنډ ، ايرلينډ او کاناډا ته يې ماتې ورکړه او دا په روانو لوبو کې لوبډلې ورته کمزورې ښکاره شوې ....
پوښتنه : يعنې لوبغاړي په دې باور شول چې لوبې په اسانۍ گټي ؟
کبير خان: ما درته وويل چې کله څوک له مهمو او تکړه ټيمونو لوبې وگتي لږ يې اعتماد تر حد ډير شي ، خو يوه بله خبره هم د يادولو ده . د اسيا ټيمونه اوس ورځ په ورځ ښه شوي دي او هغه ټيمونه نه دي چې يو وخت به و .
پوښتنه :په يوه لوبه گټلو څوک تکړه کيداى شي ؟
کبير خان : هيڅکله هم نه خو زۀ چې څه وايم هغه د پرله پسې لوبو خبره ده . اوس تاسو وگورئ ماليزيا هيڅکله له اماراتو نه پخوا لوبه نه وه گټلې ، له افغانستان سره يې هم هيڅکله دومره ښه لوبه نه وه کړې خو اوس تاسو گورئ چې سيمي فاينلز ته ورسيدل . په اې گروپ کې تاسو نيپال وگورئ د عمان او هانگ کانگ په څير ټيمونه يې مات کړل . عمان اوس په دريم ډويژن کې دى تير کال په دويم ډويژن کې و او هنک گانگ خو د همدې روانو سياليو د تير ځل چمپين دى .
پوښتنه : فکر نه کوئ چې د نبي نشتوالي د افغانستان پر ټيم اثر کړى دى ؟
کبير خان : بې له شکه ، نبي نه يوازې ښه لوبغاړى دى بلکې هغه يو ليډر دى ، پيدا شوى ليډر دى ، هغه که لوبه هم ونه کړي هسې چې په ميدان کې وي د نورو لوبغاړو زړۀ جوړ وي .
پوښتنه: په يوه لوبغاړي دومره اعتماد ستاسو په فکر ښه خبره ده ؟
کبير خان : نه دا خو ښه خبره نه ده بايد ټول لوبغاړي يا ډير يې همداسې وي خو د دنيا په ډيرو ټيمونو کې داسې ليدل شوي دي چې يو کس پکې سټار وي ، نبي زموږ سټار دى ، له ښه مرغه هغه د شپې کويت ته رسيږي او په سيمي فاينل کې به راسره لوبه کوي .
پوښتنه : نو په دې حساب د نيمه پايلوبې په ترڅ کې شايد په تيم کې بدلون راشي؟
کبير خان : نبي خو انشاالله په تيم کې ځاى لري .
پوښتنه : د دولت احمدزي پر ځاى د ميرويس اشرف چانس نشته ؟
کبير خان : لوبې نه مخته خو دا خبره زه نه غواړم چې چا ته وکړم ، او که يې ميډيا ته وکړم نو ټوله دنيا به پرې خبره شي هغه هم بي بي سي ته ( خندا )








