"پاکستان د افغان مشرتابه له چلنده ناهيلى شوى"

ډان:

د عکس سرچینه، ARG

پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې "پاکستان د افغان مشرتابه له چلنده ناهيلى شوى" تر سرليک لاندې يو مطلب کې کښلي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ د افغان ولسمشر د هغې غوښتنې له امله ناهيلي څرگنده کړې چې ويلي یې دي "هند دې له افغانستان سره د ټرانزيټي سوداگرۍ په تړاو شوي تړون کې ور گډ کړل شي."

د ورځپاڼې په وينا، پاکستان د يوې وينا پاڼې په خپرولو سره د ښاغلي غني څرگندونې په افغانستان کې د ثبات راوستو په لړ کې د پاکستان هلو ځلو ته بشپړه نه پاملرنه بللې.

* <link type="page"><caption> غني: لټ افغان محصلین باید له هنده بېرته هېواد ته ولېږل شي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/09/160915_ns_ghani_in_india_afghan_students" platform="highweb"/></link>

پاکستاني چارواکو ويلي، دغه راز څرگندونې هېڅ گټه نه لري. ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا څرگندونې هم را اخيستي چې وايي، د دوو هېوادونو

ترمنځ د ټرانزيټي سوداگرۍ شوي تړون له مخې پاکستان په خپله خاوره کې افغان صادراتو او وارداتو ته هر راز خدمات برابر کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، پاکستان او افغانستان دواړو ته اړتيا ده چې د سولې، پرمختگ او د سيمې د ثبات لپاره په گډه کار وکړي.

اکسپرېس ټريبيون:

د عکس سرچینه، Getty

د پاکستان چاپ بله ورځپاڼه (اکسپرېس ټريبيون) وايي، پاکستاني چارواکو د افغان موټر چلوونکو لپاره د پاکستانۍ ويزې د ترلاسه کولو وروستۍ موده د اکتوبر لومړۍ نېټې ته غځولې.

ورځپاڼه وايي، سرحدي چارواکو تېره ورځ دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د موټروانانو له يوه گډ پلاوي سره يې په تورخم کې وکتل.

ورځپاڼه زیاتوي، پاکستاني چارواکو وړاندې ځينې افغان گاډي چلونکي نه و پرېښي چې پاکستان ته تازه ميوې ولېږدوي.

په تورخم کې د موټر چلوونکو د ټولنې مشر حاجي عظيم الله ورځپاڼې ته ويلي دا وروستۍ حل لاره نه ده او دوى به راتلونکې اوونۍ بيا له پاکستاني چارواکو سره وگوري.

گارډين:

د عکس سرچینه، AP

بریتانیا چاپ گارډين ورځپانې په خپله نننۍ گڼه کې ليکلي، د سعودي عربستان له لوري پر يمن له شويو هرو دريو هوايي بريدونو په يوه کې ملکي ځايونه لگېدلي دي.

ورځپاڼه وايي، څېړنو په ډاگه کړې چې په دغو بريدونو کې د ښوونځيو ودانۍ او روغتونونه هم ويجاړ شوي.

څېړنه د "يمن مالوماتو پروژه" په نوم د پوهانو يوې ډلې تر سره کړې.

د گارډين د لیکنې له مخې، د ډاگيزه شويو مالوماتو له امله ښايي پر بريتانيا او امريکا د يمن په جگړه کې د دوى د رول له امله فشار ډېر شي.

ډيلي ټلېگراف:

د عکس سرچینه، pierrephoto

بريتانيا چاپ ډيلي ټلېگراف ورځپاڼه وايي، د بريتانيا حکومت د نوي پلان له مخې هر هغه چلوونکى چې د گاډي چلولو پر مهال دوه ځله د گرځنده ټيليفون پر کارونې ونيول شي، له موټر چلولو به منع او تر ١٠٠٠ سترلينگ پونډو پورې به جريمه شي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې له يو شمېر مرگونو پېښو وروسته نيوکې ډېرې شوې.