ډان: پاکستان د ملا منصور شناختي کارډ جزییاتو تصدیقوونکی نیولی

ډان: د پاکستان ډان ورځپانه وايي؛ د پلټنو فدرالې ادارې تېره ورځ يو قبايلي مشر په دې تور نيولى چې د طالبانو د پخواني مشر اختر محمد منصور د شناختي کارټ (پېژندپاڼې) د جزيياتو تصديق يا پخلى يې کړى.
ملک محبوب نورزى ډېورند کرښې ته ورڅېرمه چمن سيمه کې نيول شوى او په کوټه کې د پلټنو فدرالې ادارې دفتر ته لېږدول شوى دى.
ورځپاڼه وايي د ملا اختر محمد منصور د پاکستانۍ پېژندپاڼې او پاسپورټ په تړاو نور کسان هم ښايي ونيول شي.
واشنگټن پوسټ:

د عکس سرچینه، AP
واشنگټن پوسټ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په وينا ليکلي، د افغان طالبانو له لوري خپره شوې هغه ويډيو ارزوي چې په کې يو يرغمل شوى کاناډايى وگړى او د هغۀ امريکايۍ ميرمن ليدل کېږي.
دغه يرغمل شوې جوړه په ويډيو کې خبردارى ورکوي که د افغانستان حکومت د طالب بنديانو اعدامونه ونه دروي نو د دوى يرغمل نيوونکي به يې ووژني. ورځپاڼه د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند جان کربي له قوله ليکي چې د کاناډايي جوشوا بويل او کيتلان کولمن په تړاو اندېښمن دي.
نوموړي په بشري دلايلو د دوى د سملاسي پرېښولو غږ کړى.
ایکسپرېس ټريبيون:

دې پاکستان چاپې ورځپاڼې د هغو افغان کډوالو په تړاو د پښتونخوا د اعلى وزير پرويز خټک څرگندونې مهمې بللي چې نومونه يې د کډوالو په توگه نه دي ثبت شوي. پرويز خټک ويلي؛ "ناثبت شوي افغان کډوال د نومبر مياشتې تر پنځلسمې نېټې په دې ايالت کې پاتې کېداى شي".
خو نوموړي ثبتو شويو کډوالو لپاره هلته د اوسېدو وروستۍ نېټه د روان کال تر ډسمبر مياشتې ښوولې ده.
ورځپاڼې د ښاغلي خټک په وينا ليکلي؛ که کوم ناثبت شوى افغان کډوال د نومبر تر پنځلسمې ونيول شي نو پوليس به يې په وړاندې قضيه نه ثبتوي او که څوک يې پېژندگلوي کره کړي نو پوليس به يواځې ورته د نوم ثبتولو خبردارى ورکړي.
د ښاغلي خټک په وينا د نومبر له پنځلسمې وروسته به له افغان کډوالو سره د مرکزي حکومت له لوري له کېدونکې پرېکړې سره سم چلند وشي.








