ګارډین: د فساد لمنځه وړل باید له متحده ایالتو او بریتانیا پیل شي

د عکس سرچینه، Thikstock

ګارډین

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپانې په لندن کې د فساد ضد نړیوالې غونډې په تړاو د جفري ساکس په قلم یو مضمون خپور کړی چې عنوان یې دی: د فساد له منځه وړل له متحده ایالتو او بریتانیا باید پیل شي. دوی په رڼا ورځ اجازه ورکړې ده.

د مضمون لیکوال وايي، دغه دوه هېوادونه په نړیواله کچه د ناوړه ګټې اخیستنې په زړه کې دي. په بریتانیا او امریکا کې سلګونه زره وکیلانو، د بانکونو کارکوونکو، د امانت صندقونو چلوونکو، سیاستوالو، محاسبانو او تنظمیوونکو د شتمنو لپاره د مالیې له ورکړې نه د تېښتې لپاره نړیوال پټنځایونه رامنځته کړي دي.

د مضمون لیکوال وايي، دا ښه خبره ده چې بریتانیا د فساد ضد سرمشریزې کوربه شو، خو دا خبره باید روښانه وي چې فساد هرڅومره په نایجریا، افغانستان او نورو ځایون کې جدي او د خواشینۍ وړ وي، بریتانیا په خپله له ډېر پخوا لار ورته هواره کړې ده. موږ باید د لویو او وړو فساد کوونکو ترمنځ توپیر وکړو.

ډان

د عکس سرچینه، AP

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په بهرنیو چارو کې د لومړي وزیر نواز شریف د سلاکار سرتاج عزیز له خولې ویلي؛ له متحده ایالتو سره د دغه هېواد اړیکي له تېرو درېو میاشتو راهیسې ترینګلې شوي او لامل یې هم هغه شرطونه یاد کړي چې پر پاکستان د اف-۱۶ جنګي الوتکو پر خرڅلاو لګول شوي دي.

ښاغلي عزیز سنا مجلس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د امریکا لخوا دا ګام د هغو اندېښنو په ځواب کې ښايي اخیستل شوی وي چې واشنګټن یې د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه لري.

خو هغه همدا راز وویل، د پاکستان خاوره کې د حقاني شبکې د شته والي او خوندي پاتې کېدو مسله هم دا مهال د متحده ایالتو د اندېښنو په سر کې ده. سرتاج عزیز وویل، په امریکا کې د هند لابي یا پلویان هم د پاکستان د دریځ د کمزوري کولو هلې ځلې کوي او اور ته لمن وهي، په تېره بیا د پټانکوټ له پېښې وروسته.

هندوستان ټایمز

د عکس سرچینه، Reuters

هندوستان ټایمز د روغتیا نړیوال سازمان له قوله وايي؛ د نړۍ د شلو تر ټولو ډېرو ککړو ښارونو نیمايي په هند کې دي. د روغتیا نړیوال سازمان په ریپوټ کې څرګنده شوې چې له صنایعو او موټرو خپرېدونکي لوږي او ګازونه د هند پراخې سیمې اغېزمنوي او د څارنې لپاره یې هېڅ سم میکانیزمونه نه شته.

د ورځپاڼې په وینا، اوس پلازمېنه ډیلي د نړۍ تر ټولو ډېر ککړ ښار نه دی، بلکې یولسم ځای ته لوېدلی دی او د هند نور کوچني ښارګوټي په ککړتیا کې مخکې شوي چې دویم او دریم ځایونه ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ریپوټ له مخې د نړۍ تر ټولو ډېر ککړ ځای د ایران د زابل ښار دی چې د دوړو په یوه جام کې پروت دی.

د هند په مادیاپردېش کې ګوالیور او په اوترپردېش کې د الاباد ښار په وار سره دویم او دریم تر ټولو ډېر ککړ ځایونه دي.