تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کار او ځوانان
- Author, اسد الله غضنفر
- دنده, لیکوال
پخوا دا اوسني مکتبونه نه وو. که به پلار دوکاندار و، چمیار و، بزګر و یا به یې بل کسب کاوه، زوی به له اووه، اته کلنۍ وروسته غالبا د هغه په خوا کې ناست و، ورو ورو یې په پلارني کسب ځان پوهاوه.
چې هلک به د پنځلسو، شپاړلسو شو، مور و پلار ورته د واده بندوبست کاوه. نجلۍ هم په کم عمر ودېدلې. په پخواني ژوند کې له ماشومتوب څخه لوینې ته لېږد نه ډېره موده او نه خاصه تیاري غوښته. له زوی سره به اضطراب نه و چې څنګه او په څومره وخت کې د پلار ځای نیسي. دا کار کېدونی و، پخپله کېده، تقریبا داسې لکه شونډه چې شنه کېږي، لکه ونه چې لوړېږي یا لکه موسم چې بدلېږي. که به هلک له پردي سړي سره هم شاګرد و، کاري پوهه یې په مدار، مدار پخپله زیاتېده.
اوس مکتبونه عام دي. نه یوازې دولس کاله ښوونځی بلکې څلور کاله پوهنځی ضروري بلل کېږي. اوسنی تمدن پېچلی دی. علم او مهارت یې هم اسانه نه دي.نن چې په اوښ باندې سفر نه کوو، په الوتکه کې یې کوو، مجبور یو، پېچلي مهارتونه زده کړو. اوس د زلمکي او زلمي د انتظار هغه موده ډېره اوږده شوې ده چې دی د کا ر څښتن او د ټولنې د فعال غړي په توګه ومنل شي. دا انتظار مشکل دی. په کال کې لږ تر لږه دوه ځله امتحان پکې وي او د امتحان وېره کافي ده چې زده کوونکی د ماشومتوب او نوې ځواني مستي ونه پېژني. البته کال په کال کامیابي او د کانکور له پل صراطه تېرېدل یې تشویشونه یو څه کموي او د راتلونکو ښو وختونو پر خیال پلو یې باور زیاتوي. محصل د هغې ورځې خوبونه ویني چې په دفتر کې د مېز شاته ناست وي او خلک ورته مدیر صاحب، رییس صاحب، انجنیر صاحب یا قاضي صاحب وایي. د پلار و مور خوبونه یې شاید لا خواږه وي، ځکه هغوی د امتحان وېره نه ویني، هغوی یوازې د وروستي امتحان په سبا باندې د زوی تنخواه ویني. البته،غریبو کورنیو ته د زده کوونکي د هر کال خرڅ برابرول اسانه چاره نه ده، سخته ده، خو دا سختي د یوې خوږې آیندې په تمه تېروي او زغمي یې.
په افغانستان کې د دې خوږې آیندې په مخ کې دوه لوی خنډونه ولاړ دي چې بنیادي چاره یې پکار ده:
په زده کړه باندې کلونه ډېر اوړوي، مګر ډېر څه پکې نه زده کېږي. زده کوونکی ممکن دولسم ختم کړي او سواد یې لا نه وي زده او په یوه څانګه کې لیسانس واخلي خو په هغه ساحه کې یې معلومات په نشت حساب وي. زموږ کمزوری تعلیمي نظام له زده کوونکو سره ظلم کوي.
بل لوی خنډ دا دی چې له فاکولتې ویلو سره سره کار په سخته پیدا کېږي.
ځوان وزګار وي، ځوان د ځوانۍ د غرور په اوج کې لاس تر زنه ناست وي، سړې ساوې باسي او په ټولنه کې څه چې په خپل کور کې هم ځان ورته شپږمه ګوته ښکاري.
له پوهنتونونو راوتلي ځوانان توقع لري چې حکومتونه دې دوی ته کارونه پیدا کړي. حکومتونه د خلکو تر فشار لاندې د کار ورکولو وعدې کوي او په وعدو کې معمولا پاتې راځي.
له استقلال څخه راوروسته چې د افغانستان حکومتونو د دولت د موسسې د عصري کېدو په لړ کې د خپلو ادارو زیاتولو ته مخه کړه، په اوله کې تر ډېرو کلونو پورې د ښوونځیو او پوهنځيو فارغانو ته په دولتي ادارو کې دندې پیدا کېدلې. څرنګه چې مکتبونه کم او دولتي کارونه زیات وو، نو مثلا په ۱۳۲۰ کلونو کې به د شپږم صنف یوه فارغ ته هم چې لیک لوست به یې زده وو او ماشوم به نه وو، په دولتي اداره کې دنده پیدا کېدله او یا مثلا د داوود خان د جمهوریت په کلونو کې دا لېسانسه ځوانان نه وو چې په کار پسې به ګرځېدل، بلکې دا به دولتي ادارې وې چې دوی ته یې د دندو وړاندیزونه کول.
د داوود خان د حکومت تر سقوط وروسته د چپ فکر خاوندان قدرت ته ورسېدل. هغوی د خپلې ایدیولوژي په اساس دولتي بیروکراسي لا پراخه کړه. ګڼ مدیریتونه یې په ریاستونو بدل کړل. له بلې خوا ظلم او جګړې بې شمېره ځوانان له وطنه وتلو ته اړایستل. د لیسو او پوهنتونونو پاتې فارغانو ته کار موندل سخت نه وو.
د بُن له موافقې وروسته چې افغانستان ته د نړیوالو مرستو را مخه شوه، په دولتي ادارو او غیردولتي موسسو دواړو کې تعلیم یافته ځوانانو ته د کار زیات فرصتونه په ګوتو ورغلل. په دې دوران کې معارف په بې ساري ډول وغوړېد او په هر ځای کې پوهنتونونه جوړ شول چې ګڼ کسان یې په زده کړه بوخت وساتل او ګڼو نورو ته د استادانو په توګه کارونه پیدا شول. د کلونو په تېرېدو سره د فارغانو د شمېر او کاري فرصتونو تر منځ فاصله زیاته شوه. داسې وخت هم راغی چې یوه کار ته به څو سوه کسانو عریضه ورکړې وه.
حکومتونه ځوانانو ته د کار ورکولو ژمنې کوي خو په عمل کې یوازې وړه برخه تعلیم یافته جذبولی شي. موسسې هم طبعا محدودو کسانو ته دندې ورکوي. د فارغانو او کاري فرصتونو تر منځ واټن مخ په ډېرېدو دی. د کار پیدا کولو په مشکل کې لوستي او نالوستي دواړه شریک دي. کور پرېښودل، په خطرناکو لارو پردو وطنونو ته سفرونه کول، نشو ته مخ اړول، په روحي ناروغیو مبتلا کېدل، جرمونو ته لاس اچول او له ټولنې د انتقام اخیستلو لپاره په وسله والو ډلو کې شاملېدل د ځوانانو د دوامدارې بېکاري او نهیلي ځينې منفي نتایج دي.
دې کې شک نشته چې د څو لسیزو جګړو د وطن د ابادي ډېر چانسونه ضایع کړي دي، مګر جنګ یوازینی مشکل نه دی، جنګ شاید پخپله معلول وي، نه علت.
موږ د اوسني تمدن له امکاناتو استفاده کول غواړو خو د اوسني تمدن د غوښتنو او ارزښتونو پروا نه ساتو. پخوا چې اوسنی طب نه و، ډېر ماشومان ژوندي نه پاتېدل او دې شي د نفوسو د چټکې ودې مخه نیولې وه. کله کله خو به وبا راغله، تر نیم زیات خلک به یې ووژل. منظور دا چې پخوا معمولا زوی ته پلار خپل کار سپارلی شو خو اوس چې د پلار څو زامن د ځوانۍ عمر ته رسېږي، اکثره زامن مجبور دي په ټولنه کې ځان ته نور کارونه ومومي. نوی طب او نوی تمدن د کورني ژوند نوی بندوبست غواړي چې موږ ورته چندان توجه نه کوو. که استفاده له اوسني طبابته کوو او کورنۍ د پخوا غوندې زیات ماشومان زېږوي نو که جنګ هم نه وي، بېکاري به زیاته وي.
له بلې خوا زموږ د زده کړو او د مارکیټ د اړتیا تر منځ تناسب نشته. فاکولتې جوړوو مګر په دې غور نه کوو چې په دغه ساحه کې بیا کار شته که نشته؟ په نوره نړۍ کې د کار او زده کړې رابطې ته زیات پام کېږي، مثلا په جرمني کې کابو نیم زده کوونکي پوهنتونونو ته نه ځي، کسبونه او مهارتونه زده کوي.
موږ په لېسو، پوهنځیو او مدرسو کې تر ډېره حده داسې څه نه زده کوو چې په عمل کې ورنه استفاده وکړو. زموږ په اکثرو تعلیمي ادارو کې د کار او زده کړې تر منځ رابطه مبهمه ده. ډېره ضروري چاره دا ده چې ځوانانو ته د زده کړو په موده کې داسې څه وښودل شي چې سبا ته د کار په مارکیټ کې ورته اړتیا وي.
د داوود خان د جمهوریت په ورستیو کې حکومت فیصله وکړه چې د اتم ټولګي له فارغانو د کانکور غوندې امتحان واخلي او هغه زده کوونکي چې لوړې نومرې نه اخلي، د کسبونو او مهارتونو د زده کړې مرکزونو ته واستوي. خو ورپسې حکومت شاید په دې تمه چې لټ شاګردان د ځان ملګري کړي، دا فیصله بې ځایه وبلله. د داوود خان په دوران کې د لیسې دوره د ساینس او اجتماعي علومو په دوو څانګو ووېشله شوه چې وروسته بیا دغه ویش هم ختم شو، حال دا چې په اوسنۍ دنیا کې د علم او صنعت د بې ساري وسعت غوښتنه دا ده چې په ښوونځي کې لا باید د تخصص په لور ابتدایي ګامونه واخیستل شي.
ځینې افغانان فکر کوي چې د هیواد کانونه او طبیعي نعمتونه بې شمېره کاري فرصتونه پیدا کولای شی. شاید همداسې څه وي خو کانونه نه ختمېدونکې خزانې نه دي. د کار او حلالې روزي د موندلو دایمي حل لاره دا ده چې کورنۍ او تعلیمي نظام په جسمي او ذهني لحاظ تکړه کسان وروزي. که کورنۍ ګڼ ماشومان زېږوي خو د خپلو لوڼو او زامنو د سمې پالنې مسولیت په غاړه نه اخلي یا معارف مکتبونه زیاتوي خو د زده کړو کیفیت او نتیجې ته پام نه ساتي، غربت او بېکاري ادامه مومي. د افغانستان په څېر بېوزلې ټولنه کې چې د نن اړتیاوې بېخي زیاتې دي،آینده رانه هېره غوندې وي، هغه آینده چې همېشه راروانه ده او شېبه په شېبه په نن بدلېږي. لوټه ږدول او له اوبو تېرېدل،حل لاره نه ده.
په افغانستان کې ډېر ځوانان په دې تمه ناست دي چې دفتري کار به ومومي یا به بهر ته د تلو ویزه په ګوتو ورشي. په دغو دواړو حالتونو کې وروستۍ فیصله بل څوک کوي. دا د دفتر رییس یا ویزه ورکوونکی دی چې د ګڼو ځوانانو په منځ کې ګوندې په پلاني باندې مهربانه شي او د مایوسۍ له کندې به یې راوباسي. د کار د موندلو لپاره بهتره ده چې د محدود انتخاب په کړۍ کې ایسار پاتې نه شو. دا تصور ناسم دی چې تعلیم یافته باید یوازې په دفتر کې کار ومومي. د خدای دنیا لویه ده او کامیاب کار وبار ممکن له دفتره بهر لا زیات وي. موږ د یو ناسم طبقاتي تصور په اساس کله نا کله داسې ګڼو چې صرف ځینې کارونه زموږ له شان سره ښایي. مثلا د فاکولتې فارغ باید د میز شا ته ناست وي. د دغه ناسم تصور له شره باید ځانونه وژغورو. په تېرو زمانو کې هم زموږ په ټولنه کې دا غلط فکر موجود و چې دوکانداري کول خو چندان مناسب کار نه دی، نو ډېر ځله به د سوداګري کار د هند له خوا راغلیو کسانو کاوه. یو واقعي تعلیم یافته لږ تر لږه په دې پوهېږي چې په کار کې شرم نشته او صرف هغه کار د شرم دی چې حرامه روزي پکې وي. زموږ د خارج د تلو یوه وجه همدا ده چې په وطن کې صرف ځینې کارونه له خپل شان سره مناسب ګڼو او دغسې وهمونه مو خورا سختو تجربو ته اړباسي. درویش دراني د داسې کسانو په اړه ویلي دي:
پښې یې په خپله خاوره ټینګې لکه ونه نه کړې
پردي وطن ته په روزي پسې ساده روان دی
د انتخاب د کړۍ پراخول د کار چانس ډېروي، خو تر هغې نېټې چې کار پیدا کوو،ممکن لږ یا ډېر وخت په مخ کې ولرو. دا سمه نه ده چې دغه وخت یوازې په انتظار او لاس تر زنه لاندې کیناستلو باندې تېر شي. ورځ خوشي نه تېرول، یو څه کول او په یو څه بوختېدل مو روحیه ژغوري، مهارت مو زیاتوي او د سبا لپاره مو په هغه کار کې د کامیابي امکان ډېروي چې ارزو یې کوو او مناسبه ګټه پکې ده. پخوانو د ډېرو تجربو له مخې ویلي دي چې تر بېکاري بېګاري ښه ده.
څېړنو ښودلې ده چې د کار موندلو لپاره اجتماعي تعلقات لرل او رابطې ساتل هم خورا ګټور وي.