تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دروغجن څوک دي او ولې ځینې کسان دروغ وايي؟
- Author, اسد الله غضنفر
- دنده, لیکوال
هغه څوک چې دروغ وایي، دروغجن بولو خو ایا هغه چا ته دروغجن ویلی شو چې په دې نه دی خبر چې خبره یې رشتیا نه ده؟ نه!انسانانو په زرګونو کلونو مځکه اواره بلله مګر په دې خبره کې دروغجن نه وو، ځکه خبر نه وو چې مځکه کروي ده.
په دې حساب دروغجن هغه څوک دی چې په دې خبر دی چې کړې خبره یې رشتیا نه ده. شاعر یا کیسه لیکوال پوهېږي چې په کیسه او شعر کې کړې خبره یې د تخییل پیداوار ده، مګر دروغجن یې نه بولو، ولې؟ ځکه چې دوی په دې هم پوهېږي چې مخاطب شعر او کیسه د تخییل تولید ګڼي. نو دروغجن درې ځانګړنې لري: دروغ وایي، په دې خبر دی چې دروغ وایي او په دې نیت یې وایي چې مخاطب یې رشتیا وګڼي.
دروغجن ته معمولا په خورا سپکه سترګه کتل کېږي. خوشحال خټک چې تر بل هرپښتون شاعر یې له دروغو سره ډېره ورانه وه، وایي:
دروغژن سړی د عفوې لایق نه دی
په رشتینو باندې عفوه ده روا
خو ایا هغه کس ته په سپکه سترګه وګورو چې توپک په لاس، قهرېدلي سړي ته یې رشتیا ونه ویل او د هغه چا ځای یې ور ونه ښود چې توپک والا یې د وژلو نیت کړی و؟ د اخلاقو ځینو اروپایي مفکرانو ویلي دي چې هغه چا ته حقیقت نه ویل باید دروغ ونه ګڼو چې د حقیقت تر لاسه کولو مستحق نه وي.
دا هماغه زموږ د فرهنګ د مصلحتي دروغو خبره ده، البته په یو څه بهتره بڼه،ځکه دروغ یې په ښه او بد نه دي ویشلي بلکې د دروغو او نه دروغو د بېلولو هڅه یې کړې ده. که دروغ په ښو او بدو نه وېشو، په بد او بدتر خو یې وېشلای شو.
د انګلستان د نولمسې پیړۍ یوه مشهور شاعر الفریډ ټینیسن ( Alfred tennyson) ویلي وو چې تر ټولو بد دروغ هغه دي چې نیم یې رشتیا وي.ځینې کسان په مهارت او استادۍ سره د ګڼو حقیقتونو په منځ کې خپل دروغ تېروي.
د دوی دروغ ځکه تر نورو بد دي چې خلک ورباندې په اسانۍ تېروځي او تر ډېرو پورې رشتیا بلل کېږي. شاعر چې نیم رشتیا دروغو ته زیات په قهر دی، شاید همداسې دلایل به لري مګر که بد اخلاقي دې ته ووایو چې بل انسان ته پکې ضرر وي، نو لا بد دروغ هغه دي چې بل چا ته لا زیات زیان واړوي.
په یوه لاره کې به ماین وي او یو څوک به بل ته وایي چې زه خبر یم، دلته ماین نشته؛ دغسې دروغجن بالکل هماغسې څوک دی چې خوشحال یې د عفوې لایق نه ګڼي.
ځینې کسان د کینې په حکم نه بلکې د خپلې ګټې لپاره دروغ بادوي، مثلا د دې لپاره چې مال په لوړه بیه وپلوري د دروغو تعریفونه به یې کوي.
موږ بې ازاره دروغجن هم لرو چې د مجلس د تودولو په نیت دروغ وایي.
مجلسي دروغجن غواړي د نورو پام ورواړوي او نورو ته خوش صحبته او د جالبو تجربو لرونکی ښکاره شي. دوی معمولا ضرر نه رسوي، بس هسې خوش طبعي کوي. د دوی خبره کله ټوله دروغ وي او کله یې رشتیا د دروغو په مرچ مالګه خوندور کړي وي.
د مجلسي دروغجنو یوه لویه برخه د ځان پړسولو ناروغي لري.
دغسې دروغجن په یوازې ځان څلور کسان څملوي او د ژمي په څیله کې خپلې ټولې جامې سوالګر ته ورکوي، داسې چې له سوالګره نېغ خیاط ته ځي چې ده ته نورې جامې جوړې کړي. ځینې کسان لاپوکان په خبرو راولي او ریشخند ورباندې وهي.
ریشخند وهل پخپله د دروغ ویلو غوندې د شخصیت کمزوري ده.
همدا بې ازاره دروغجن هم کله کله د ازار سبب شي.
ډېر کلونه پخوا چې محصل وم، یوه ورځ استاده صنف ته ناکراره راغله او د درس په ځای یې خپله کیسه شروع کړه.
ویل یې، د یو چا د جامو ټوکر مې خوښ شو، ورته ومې ویل چې متر دې په څو رانیولی دی؟ هغې راته شل روپۍ یادې کړې او نن ما ټول بازار پسې ګز و پل کړ، تر دېرش روپۍ هیچرته کم نه و، بس هسې یې تېر ایستلې وم.
په ټولنه کې د دروغو یوه ډېره لویه برخه د ځان د خوندیتابه لپاره ویل کېږي. که ټولنه د وګړي په هر کار کې کار لري او وګړي یو بل په کراره نه پرېږدي، هلته دروغ زیاتېږي.
یوه درانه شخصیت راته شکایت کاوه چې په دروغ ویلو ځورېږم خو خلک مې کله کله اړباسي چې رشتیا ونه وایم، مثلا که ستړی یم او د چا مېلمستیا ته نه ورځم نو دا ورته نه شم ویلی چې ستړی یم، بلکې وایم به چې صحت مې ښه نه دی. د دغه کس مثال راښیي چې له وګړیو بې ځایه توقع لرل په ټولنه کې د دروغو د زیاتېدو یو بل عامل دی.
په وروستیو لسیزو کې چې لویدیځ ته تګ راتګ زیات شو، دا خبره عامه شوه چې څوک له بل چا د تنخواه پوښتنه نه کوي. دا ساحه ډېره وسیع کېدای شي. یو وخت مې له چا د سفر د ذریعې وپوښتل، ده کرولا راوښوده خو وروسته خبر شوم چې په بس کې تللی و. ده شاید فکر کړی و چې د بس یادول به یې کنجوس وښیي . د ده فکر سم نه و مګر که ما پوښتنه نه وای کړې، ده به دروغ نه وو ویلي.
دا یوازې دروغجن نه دي چې سم کار نه کوي، بلکې پوښتونکي هم که په خبرو کې بې فکره او بې پروا وي، سهوه کوي او د دروغو په خپرولو کې برخه اخلي. ما یو څوک پیژانده چې په کم عمر یې واده کړی و او په دې ځورېده چې اولاد یې اوس لوی دی. ده به د دې حقیقت د پټولو هڅه کوله. هر څوک په خپل شخصي ژوند کې ځینې داسې څه لري چې ده ته ستونزه ښکاري، نو بهتره ده چې پوښتنې مو تر وسه وسه د بل د شخصي ژوند په اړه نه وي او بل پرېږدو چې ځان خوندي احساس کړي او دروغو ته مجبور نه شي.
په هغو ټولنو کې چې د بل په کار کې کار لرل زیات وي، وګړي ممکن په آینده کې د څه احتمالي جنجال د جوړېدو د مخنیوي په خاطر هم دروغ ووایي. مثلا یو سړی به کابل ته لاړ شي چې ځان ته په یوه دفتر کې کار پیدا کړي. که څوک ورنه وپوښتي چې څنګه راغلی یې؟ دی شاید ځواب ورکړي چې د یو دوست واده و، ورته راغلم. ده ځکه دروغ وویل چې وېره ورسره ده چې وروسته به همدا پوښتونکی په یوه مجلس کې ناست وي، د ده د کار پیدا کولو کیسه به کوي او کیسه څه چې تبصره به کوي. کله چې په ټولنه باندې او د خلکو په اخلاقو باندې بدګومانه شو، د رشتیا پټولو عادت مو زیاتېږي.
د نورو خوندیتابه او شخصي حریم ته په درناوي سربېره د دروغو د کمېدو لپاره بله ډېره مهمه طریقه دا ده چې د ماشومانو سمې روزنې ته پام وشي. موږ چې ماشوم له یوه کاره منع کوو، د دروغو یې ډاروو، مثلا ورته وایو چې که دې دروغ وویل بیا دې په سر کې ښکرونه پیدا کېږي، یا که دې دا کار وکړ، غوږونه دې غوڅوم. لږ وروسته ماشوم پوه شي چې دا خبرې هسې وي او داسې وګڼي چې په خبرو کې مبالغه د ژوند معمولي چاره ده.