افغان ځوانان ولې وطن پرېږدي؟

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړو له امله د بېځايه شويو خلکو حالت ناورين بللی او خبرداری ورکوي چې که جګړې اوږدېږي ښايي بهر ته تلونکي او په کور دننه بېځايه شوي لا ډېر شي.

په تېرو دوو مياشتو کې د جګړو له ډېرېدو سره د هغو خلکو شمېر په کمساری ډول ډېر شوی چې له وطنه وځي او لويه برخه يې ځوانان دي.

بي بي سي پښتو ته معلومه شوې چې انساني قاچاقچيانو هم پيسې شل سلنه لوړې کړې دي.

له افغانستانه د خلکو وتلو په اړه د رپوټونو په لړۍ کې نن حفيظ الله معروف له ځوانانو اوري چې ولې وطن پرېږدي.