افغانستان ته د پیسو نړیوال صندوق پور؛ ګټې او زیانونه

د عکس سرچینه، AFP
- Author, کامران ملک
- دنده, کابل مېشت اقتصاد پوه
افغان حکومت له پیسو نړیوال صندوق IMF نه له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره په تېره اپریل میاشت کې د ۲۲۰ میلیون ډالرو پور وغوښت او دغه صندوق منظور کړ.
د پیسو نړیوال صندوق هغو هېوادونو ته پور ورکوي چې له اقتصادي رکود او تازه له ستونزو سره مخ شوي وي، چې د ستونزو په لومړیو کې پور واخلي او هېواد له ستونزو پرې وباسي، یا اقتصادي ستونزو خورا کمزوری کړی وي، مګر د پور په ترلاسولو یې د رغولو چانس وي او یا چې په اقتصادي ستونزو کې سخت ایسار وي او د حل لپاره دوامداره قرض ته اړتیا لري.
د پیسو نړیوال صندوق وایي، افغانستان باید دا قرضه په لسو کلونو کې دې صندوق ته ور خلاصه کړي، چې لومړۍ تادیه یې باید تر پنځه نیم کلونو پورې بشپړه شي.
دا خبره هم باید واضحه وي چې د پیسو نړیوال صندوق پورونه مشروط دي او دا صندوق مخکې له دې چې هر هېواد ته پور ورکړي خپل شرایط ورته وړاندې کوي.
کله چې اړوند هېواد دغه شرایط د یوه لیکلي کاغذ له لارې منظور کړل بیا د پيسو نړیوال صندوق د دوی پور منظوروي.
د پیسو نړیوال صندوق په وینا، اوسنی پور چې افغانستان ته ورکول کېږي، د عاجلو اړتیاوو پوره کولو او هغو کورنیو ته د ټولنیزو مرستو رسولو لپاره دی چې له ستونزو سره مخ کېږي.
د دی ترڅنګ د دې پور ونډه به د سلاکار په توګه وي چې د نوې اقتصادي او سیاسي پالیسۍ په جوړولو کې خورا مهم رول لوبوي.
یعنې پور اخیستونکی هېواد به د پیسو نړیوال صندوق په مشوره خپله اقتصادي او سیاسي پالیسي جوړوي، چې د دوی قرض له (روا ګټې) سره بېرته ورکړي.
د پیسو نړیوال صندوق تر ۱۸۹ زیات غړي هېوادونه لري، خو د امریکا متحده ایالتونه او متحدین یې پکې د رایو اکثریت لري، ځکه د دوی ونډه د نورو په نسبت زیاته ده، نو که کوم هېواد پور اخلي باید د امریکا موخې هم په پام کې ونیسي.
له دې صندوق د پور اخیستلو ګټې:

د عکس سرچینه، Getty Images
لکه څرنګه مو چې پورته یادونه وکړه، د پیسو نړیوال صندوق په وینا دغه ۲۲۰ میلیونه ډالر پور به د افغانستان دولت د عاجلو اړتیاوو په پوره کولو او له اړمنو او ځپل شوو کورنیو سره د کورونا وېروس له بحرانه په وتلو کې مرسته وکړي.
د دی ترڅنګ یاد پور مو د هېواد د تادیاتو د کسر هغه تشه ډکولی شي چې د اوسني ناورین له امله پیدا شوې.
سربېره پردې، په لنډ مهال کې د انفلاسیون کمېدل، د افغانۍ ارزښت لوړېدل او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوالۍ فرصتونه چمتو کېدای شي.
د دې پور نیمګړتیاوې:
د پیسو نړیوال صندوق پورونه که په لنډمهاله توګه د یو هېواد د تادیاتو د کسر تشه ډکولی شي، خو په اوږد مهال کې د یو هېواد اقتصادي او سیاسي مشکلات هم زیاتولی شي.
د دې پور اوږد مهالي زیانونه بېلابېل دي، چې ځینو ته یې لنډه کتنه کوو:

- لومړۍ ستونزه دا ده، چې دا صندوق د ګټې یا سود زیاته شرعه اخلي او په ټاکل شوې موده کې د پور نه ورخلاصولو له امله کیدای شي افغانستان جریمه نشي، خو د بیا ځل پور غوښتلو پر مهال یې اعتبار تر سوال لاندې را تلای شي. همدا راز راتلونکي کې د دی امکان شته چې د پیسو نړیوالو صندوق پور د سود په لوړه سلنه ور کړي او یا هم زیات شرایط او قیودات ورته وټاکي. اوسمهال اکثره غریب هېوادونه چې له دې صندوق یې پور اخیستی، په همدې حالت کې دي.
- دویمه ستونزه دا ده چې د پیسو نړیوالو صندوق ان د دولتي ادارو پر شخصي کولو هم ټینګار کوي. په دې توګه ټولې ادارې د ملکي او بهرنيو پانګوالو لاسونو ته ورتللی شي. لا روښانه نه ده چې د افغانستان لپاره هم د دې پور په بدل کې دا ډول کوم شرط اېښودل شوی او که نه.
- درېیمه ستونزه دا ده چې دا صندوق د پور په بدل کې ډېری وخت هڅه کوي چې د پوروړي هېواد په مالي یا fiscal پالیسۍ کې بدلونونه راولي. صندوق له همدې لارې د پیسو پر عرضه کولو کنټرول ترلاسه کولی شي.
- څلورمه ستونزه یو څه سیاسي اړخ هم لري او هغه دا چې ځینې کارپوهان داسې استدلال کوي چې د پیسو نړیوال صندوق د نړۍ اتو شتمنو یا صنعتي هېوادونو (فرانسه، جرمني، ایټالیا، انګلستان، کاناډا، روسیه، جاپان او امریکا) د لرلید او ګټو لپاره کار کوي.
کارپوهان استدلال کوي چې دغه تعدیلات او کړنلارې هغو پوروړو هېوادونو ته زیان رسوي چې دا شتمن هېوادونه یې په چارو کې په بېلابېلو دلایلو لاسوهنه غواړي.
د نورو هېوادونو تجربې څه وایي؟
ځینې هغه هېوادونه چې د پیسو نړیوال صندوق پوروړي دي اوسمهال له اقتصادي بحران سره مخ دي، چې پاکستان یې یوه غوره بېلګه ده.
دا هېواد اوسمهال د پیسو نړیوال صندوق څخه ۱٫۴ ميليارده ډالر پور ترلاسه کړی، چې دا حالت پاکستان کې د پانګونې لپاره ډېر زیانمن دی.
دا ځکه چې پانګوال په داسې هېوادونو کې پانګونه نه کوي، د هېواد اقتصادي وده کمېږي، د پیسو توازن Balance of Payment یې اغېزمنېږي او کمښت کوي چې د هېواد په کرنسي منفي اغېز کوي، پولي واحد یا کرنسي خپل ارزښت له لاسه ورکوي. انفلاسیون (د توکو بیې) لوړېږي او ګراني رامنځته کېږي.
د پاکستان اپوټه یا برعکس هغه هېوادونه چې د پیسو نړیوال صندوق نه یې پور نه دی اخیستی او یا یې د دوی له پور ځان ژر خلاص کړی (لکه ترکیه، مالیزیا) د ښې اقتصادي ودې شاهدان دي؛ ځکه چې د دې هېوادونو زیاته پاملرنه کورنۍ پانګوالۍ ته ده.
د بحث پایله:

د عکس سرچینه، UNAMA NEWS
په ټول کې باید ووایو چې افغانستان یو هغه هېوادونه دی چې په لوړه کچه طبعي زېرمې او حاصل خیزه ځمکې لري.
که افغانستان له خپلو داخلي سرچینو سمه ګټه واخلي او داسې تګلارې خپلې کړي چې له لارې یې ملکي پانګوال وهڅېږي ترڅو په هېواد کې پانګونه وکړي نو افغانستان به یو پر ځان بسیا هېواد شي او د هېڅ هیواد یا نړیوالې ادارې پور ته به اړتیا ونه لري.
دا ډول پور به هغه مهال د افغانستان په ګټه وای چې په هېواد کې سیاسي ثبات، عدالت، شفافیت او امنیت وای.
اوس د افغانستان د دولت، پارلمان او اړوندو ادارو مسؤلیت دا دی چې د دې پور ټول اړخونه وڅېړي، ګټې او زیانونه یې وارزوي، ور سره پر تړلو شرایطو غور وکړي او بیا یې په اړه پریکړه وکړي چې دا پور د افغانستان په ګټه دی او که نه؟
د لیکوال په اړه:
کامران ملک د اسلام اباد له نړیوال اسلامي پوهنتون د اسلامي بانکوالۍ او مالیاتو برخه کې ماسټري لري او دا مهال د افغانستان بانک کارمن او په کابل کې د ادارې او تجارت برخو کې د پوهنتون استاد دی. په دې لیکنه کې ټول نظرونه او دلایل په لیکوال پورې اړه لري.









