پاکستان: د پیسو نړیوال صندوق ۶ میلیارد ډالر پور را کوي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د مالیې وزیر او د لومړي وزیر د مالي چارو سلاکار ډاکټر عبدالحفیظ شیخ وايي، نړیوالې مالي ادارې یا ای اېم اېف دغه هېواد ته د شپږ میلیارد ډالرو پور منظور کړی دی.
نوموړي له دولتي تلوېزون سره خبرو کې ویلي، پاکستان به دریو کلونو کې دا شپږ میلیارد ډالر ترلاسه کړي:
"تمه ده چې نړیوال بانک او د اسیا پرمختیايي بانک هم په لږ سود له دوو تر دریو میلیارد ډالرو پور را کړي".
ډاکټر عبدالحفیظ شیخ زیاتوي، د پیسو نړیوال صندوق کې د ۶ میلیارد ډالرو پور تر رسمي منظورۍ وروسته به پاکستان ته د دې پور ور کول پیل شي.
د هغه په خبره، دې تړون سره به پاکستان کې د پور انډول کې ښه والی راشي او نړۍ ته به مثبت پیغام ور کول او بهرنۍ پانګونې ته به پاکستان کې لار جوړه شي.
"د پیسو نړیوال صندوق دې پروګرام سره به د تاواني حکومتي ادارو د ستونزو اوارولو لپاره بنسټیز سمون پیل شي او صادراتو او محصولاتو کې به د زیاتوالي موقع برابره شي".
پاکستان ته د پور ګټه او زیان

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډاکټر عبدالحفیظ شیخ په اند، پاکستان کې د پایښتي یا پایدار پرمختګ او خوشالۍ او د ای اېم اېف پروګرام د بریاليتوب لپاره بنسټیز اصلاحات مهم دي.
د یوې پوښتنې ځواب کې هغه وویل، ځینې برخو کې به د توکو بیې زیاتې شي، خو د پاکستان اقتصاد کې به انډول رامنځ ته شي او دې سره به ولس اغېزمن نه شي.
خو خبریال شهباز رانا وایي، نوی پور د پاکستان پر اقتصاد او ولس لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې او اغېز لري.
"لنډمهال کې به دې پور سره پاکستان کې څه اندازه اقتصادي ټیکاو رامنځ ته شي، په دې وجه به د پانګوالو باور هم پیدا شی، او اقتصادي پالیسو کې به بهتري راشي، خو د روپۍ ارزښت به نور هم کم شي، او ټېکس یا مالیه به لا ډېره شي، چې ور سره خلک اغېزمنېږي او ګراني نوره هم زیاتېږي او د ټولو صادراتي توکو بیې به ور سره لوړې شي".
د هغه په خبره، دې پور سره د برېښنا او ګاز بیه هم زیاتېږي او راتلونکو کلونو کې د پاکستان اقتصادي وده هم ور سره کمېږي.
خو ډاکټر عبدالحفیظ شیخ وايي، ۲۱۶ میلیارد روپۍ به د انرژۍ د سبسیډۍ لپاره ولګول شي او کوم کسان چې له ۳۰۰ کم یونټونه کاروي د برېښنا د بېل له ډېر قېمت سره به مخ نه شي.
نوموړی زیاتوي، د بې نظیر انکم سپورټ فنډ او احساس پروګرام لپاره به ۱۸۰ میلیارد روپۍ راتلونکې بودیجه کې بېلې شي چې تر پخوا دوه چنده ډېرې دي.
۲۱ ځله پور اخیستل

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکي وايي، ای اېم اېف به هم یوه لیکلي بیان کې دغه هېواد ته د نوي پور ور کول اعلان کړي.
ویل کېږي پر ۱۹۴۷ کال تر جوړېدو درې کاله وروسته پاکستان پر ۱۹۵۰ کال د جولای پر ۱۱ د پیسو نړیوال صندوق غړی شو او تېرو ۶۹ کلونو کې یې د پور ترلاسولو لپاره ۲۱ ځله د دې ادارې ور ټکولی دی.
تر ۱۹۸۸ کال د پاکستان او پیسو نړیوال صندوق ترمنځ د پور تړونونه د لنډ مهال لپاره و او اقتصادي سمون هم شرط نه و، خو له هغه وروسته سټرکچلرل اېډجسمنټ پروګرامز پیل شو.
سټرکچلرل اېډجسمنټ پروګرامز یا اېس اې پي دې ته وايي، چې پکې پور ور کوونکې اداره له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ پور اخیستونکي هېواد باندې ځانګړي شرطونه ږدي او نوی پور ور کوي.
تېرو ۳۱ کلونو کې دا له شرطونو سره د تړلي پور ۱۲ تړون دی چې ای اېم اېف یې له پاکستان سره کوي.








