د ډالر مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ریکارډ ټیټوالی

د عکس سرچینه، AFP
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
پاکستان کې د امریکايي ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت تاریخ کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی. د پاکستان اسعارو بازار کې د یوه ډالر بیه ۱۴۲ روپیو ته رسېدلې ده.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وایي، بهرني سوداګر پاکستان کې پانګونه نه کوي، چې له کبله یې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت ټيت شوی دی.
ښاغلی خان وايي، په غیر قانوني توګه د روپۍ بهر لېږد هم د روپۍ ارزښت ټیټېدو یو لامل دی.
نوموړی زیاتوي بهر ته په ناقانونه توګه د پېسو لېږدو مخنیوي لپاره هڅه کوي. د روپۍ ارزښت له ټېټېدو سره پر پاکستان د بهرنیو پورونو کچه کې څلور میلیارده روپۍ زیاتوالی راغلی دی.
بل لور ته د پاکستان مالیې فدرالي وزیر اسد عمر پر ولس د ډالر بیې لوړېدو اغېز کمولو لپاره د پترولو او ډیزلو بیو کې دوه روپۍ ټیټوالی اعلان کړی دی.
د ډالرو په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت داسې حال کې ریکارډ کچې ته ټیټ شوی، چې سعودي عربستان او چین له پاکستان سره د مالي مرستې ژمنې کړې دي.
داسې اټکل کېده چې دغو مرستو سره به نه یوازې د ډالر مقابل کې د روپۍ ارزښت کې ټیکاو رامنځته شي، بلکې په ټول کې به د پاکستان پر اقتصاد هم اغېز مثبت وي.

د عکس سرچینه، AFP
خو د ځینې اقتصاد پوهانو په وینا داسې ښکاري چې پاکستان د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم اېف او نړیوال بانک نه د پور اخیستو لپاره په تدریجي ډول له دغو ادارو سره د روپۍ ارزښت کمولو ژمنه کړې.








