"د پاکستان راتلونکی حکومت له ډېرو لویو ننګونو سره مخامخ دی"

ر
د عکس تشریح، تېره چهارشنبه پاکستان کې ټاکنې وې او مخکښ یې د عمران خان ګوند دی.
    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

یویارک ټایمز ورځپاڼه په پاکستان کې د ټاکنو په اړه یوه مطلب کې لیکي: د عمران خان په اړه چې وايي ټاکنو کې بریالی شوی، ویل کیږي چې دی داسې یو شخص دی چې په اړه یې وړاندوینه نه شي کیدی.

ورځپاڼې د ځینو شنونکو دې اندیښنې ته اشاره کړې ده چې د عمران خان په اړه اندیښنو ته په کتو به له پوځ سره د ده انډیوالي ترکومه دوام وکړي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د ده نږدې خلک هغه ته د یوه داسې کس په سترګه ګوري چې دی ډیر جذاب دی خو وايي په پارلمان کې دی د یوه تر ټولو ناسم غړي په توګه پاتې شوی دی.

ورځپاڼه لیکي د پاکستان راتلونکی حکومت له ډیرو لویو ننګونو سره مخامخ دی.

له دې ډلې دا چې بریښنا کمه ده، د ماشومان د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو ناوړه ده چې پاکستان هم پکې دی.

د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ مخ په ځوړ روانه ده، پورونه یې ورځ په ورځ زیاتیږي په تیره د چین پورونه.

او یو زیات شمیر پاکستانیان د منځني ختیځ په هېوادونو کې د کار پسې لالهانده ګرځي. ورځپاڼه لیکي په نړیواله کچه هم پاکستان له تنګسې سره مخامخ دی.

هندوستان ټایمز:

ز

هندوستان ټایمز لیکي په هند کې ځینې په دې اند دي چې د پاکستان د ټاکنو پایلې د هند لپاره کومه د حیرانتیا خبره نه ده او د پاکستان په کړنلارو کې د پام وړ بدلون تمه نه کیږي.

ورځپاڼه لیکي دا چې د هند د لومړي وزیر نریندر مودي د واکمنۍ وروستی کال دی نو ورته پکار نه ده چې له پاکستان سره پر اړیکو ډیره پانګونه وکړي او که په دې برخه کې کومه ستونزه رامنځته کیږي نو د ۲۰۱۹ کال په ټاکنو به منفي اغیز وکړي.

ورځپاڼه لیکي شنونکي وايي چې له پاکستان سره د اړیکو د پاللو هڅې ځکه ښه پایله نه لري چې د هند په اړه د پاکستان کړنلاره د دغه هېواد د پوځ له خوا دیکته کیږي.

خو ورځپاڼه لیکي ځینې شنونکي په دې نظر دي چې د افغانستان په اړه د پاکستان د نوي حکومت کړنلاره د هند لپاره ارزښت لري او دا مهمه ده چې په دې برخه کې به د حکومت دریځ څه وي.

ګارډین:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سلیماني د سپاه پاسدران د قدس څانګې مشر دی چې بهر کې عملیات کوي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي دا چې عمران خان بریالیتوب ته نږدې شوی د پاکستان په سیاسي تاریخ کې یو بې ساری بدلون دی، ځکه له څو لسیزو راهیسې د بوټو او شریف کورنۍ په پاکستان کې واکمني کړې ده.

د دې مطلب د لیکوال په وینا د دې بدلون بل اړخ دا دی چې په پاکستان کې د رایه ورکوونکو ذهنیت بدل شوی.

خو وايي لکه د تیرو حکومتونو په څیر به بیا هم پوځ د نوي ملکي حکومت په وړاندې یو خنډ او ننګونه وي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي د ایران یوه پوځي جنرال امریکا سره د مقابلې لپاره ټټر وهلی.

دا جنرال قاسم سلیماني دی چې دامریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو ګواښونو ته یې ځواب ویلي چې ایران ته یې کړي دي.

د جنرال سلیماني څرګندونې د امریکا او ایران ترمنځ د تېرو څو لفظي ګواښونو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده.

نوموړي ویلي هغه جګړه چې امریکا پیل کړې پای به یې د ایران په لا س کې وي.

هغه د پېغور په بڼه ادعا کړې چې ډونلډ ټرمپ دې د ده د یوه پوځي مشر هغه غوښتنه ور یاده کړي چې له ایران یې کړې.

د سلیماني د ادعا له مخې امریکايي پوځیانو له دوی غوښتنه کړې چې په عراق کې له خپل نفوذه کار واخلي چې وسله وال پر دوی بریدونه کم کړي او دوی په خوندي توګه له عراق ووځي.