تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تیو سرطان: د افغان میرمنو لپاره د مرګ دویم نوم
- Author, عتیق الله حیات
- دنده, لندن مېشتی څېړونکی
افغانستان کې د سرطان ناروغان لومړنیو درملنو او طبي اسانتیاو ته اسانه لاسرسې نلري. د راډیوتراپۍ اسانتیاوې نشته او له بده مرغه، د کیموتراپۍ درملنه د ناروغانو د ژوند ژغورلو لپاره بسنه نکوي.
د لسیزو شخړو او ناخوالو له کبله دې هېواد کې د روغتیایي خدماتو سیستم کمزور دی او د سرطان د ناروغانو کره شمیر هم نه دی مالوم.
خو د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د تیو سرطان په افغانستان کې په ټولو سرطاني ناروغیو کې ډېر عام دی او اټکل کیږي چې د ماشوم د زیږون پر وخت له مړینو وروسته تر ټولو ډېرې افغان مېرمنې د تي سرطان له کبله مري.
د متحدو ایالاتو او انګلستان په څېر هیوادونو کې د تیو سرطان له تشخیص وروسته مېرمنې ان تر پنځو کلونو پورې ژوندۍ پاتې کیږی.
خو له بده مرغه افغانستان کې دا ناروغي د مېرمنو لپاره د ګړندي مرګ نښه ده چې یوازې د لنډې مودې لپاره ځنډیدلی شي.
د تیو د سرطان بېلابېل ډولونه لري:
د تیو سرطان یوه خورا متفاوته ناروغي ده او لږ تر لږه په پنځو جلا فرعي ډولونو ویشل شوې. دا ډولونه، لومینل ای، لومینل بي، نورمال، بېسل او هېر۲ مثبت (HER2 Positive) په نومونو یادیږي.
په سرطانونو کې ترټولو خطرناکه هغه دی چې د هېر۲ (HER2) پروټین پکې په زیاته پیمانه څرګند شي. هېر۲ پروټین عموماً په نورمالو حجراتو کې په کمه اندازه پیدا کېږي او مهمې دندې پرمخ وړي.
خو په یو ځانګړي ډول سرطان کې بیا دا پروټین زیات وي، او د دې لامل ګرځي چې حجرې خپله وده ډېره کړي او د تومور د رامنځته کېدو سبب شي چې د بدن نورو برخو ته هم خپریدلی شي.
په نورمال ډول د تیو د سرطان د ټولو ناروغانو په لومړنۍ معاینه کې دا کتل کېږي چې ایا ناروغ د هېر۲ پروټین زیاتوالی لري که نه، چې له مخکې ورته مناسبه درملنه چمتو کړل شي.
سره له دې چې د هېر۲ مثبت سرطان په درملنه کې زیات پرمختګ شوی، خو ان په پرمختللو هېوادونو کې هم له درملنې پنځه کاله وروسته دا سرطان په ډیری ناروغانو بیا راګرځي.
نو په دې برخه کې اړتیا ده چې باید نور کار هم ترسره شي ترڅو بهتره درملنه وموندل شي.
د تیو سرطان په نویو میتودونو سره څنګه په نښه کیږي؟
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د تیو له سرطان سره د مبارزې لپاره باید دا ناروغي د ودې په لومړي پړاو کې تشخیص او په نښه شي او دې ته پرې نه ښودل شي چې درملنه یې سخته شي.
دلته لندن کې، په Queen Mary پوهنتون کې زموږ په لابراتوار کې موږ یو بیولوژیکي سیستم رامنځته کړی چې همدا کار ترسره کوي، یعنې دا ناروغي په لومړي پړاو کې تشخیص او په نښه کوي.
زموږ سیستم د دې توان لري چې نه یوازې د ډي، اېن، ای (DNA) په جوړښت کې لومړني بدلونونه وپیژني، بلکې همدارنګه د جینونو د تنظیم هغه طبقه کې هم بدلونونه په ګوته کوي چې د حجرو اپیګینوم یادیږي او د جینونو فعالیت اداره کوي.
دغه طبقه کې جینونه د کیمیاوي تعدیلاتو په اساس د DNA د جوړښت په مختلفو برخو کې فعال او غیرفعاله کیږي.
دغه سیستم موږ ته اجازه راکوي چې په نورمالو حجراتو کې ان خورا کوچني بدلونونه چې د سرطان لومړني پړاوونو ته بدلیږي، تشخیص کړو او هغه په نوو میتودونو سره په نښه کړو او په دې توګه د سرطان د خپرېدو مخنیوی وکړای شو.
افغانستان کې د تیو د سرطان سره د مبارزې لپاره مهمې ننګونې:
له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د افغانستان د عامې روغتیا سیستم یو څه پرمختګ کړی او په دې تړاو له دې هېواد سره ګڼې نړیوالې ادارې مالي مرستې هم کوي، په ځانګړي ډول د سرطاني ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې.
خو لا هم اړتیا شته چې باید د کلتوري پلوه په تړلې ټولنه کې د تیو د سرطان په څېر ناروغیو سره د مبارزې لپاره یوه تګلاره رامنځته شي.
له دې سره به د افغان مېرمنو ترمنځ دا ناروغي په سمه توګه وپيژندل شي او په لومړیو پړاوونو کې به یې معاینات او درملنه شونې شي.
د دې کار لپاره باید له سیاسي او ټولنیز پلوه بانفوذه افغانان لاس پر کار شي او په ټولنه کې خلکو ته دې د تیو د سرطان په هکله مالومات ورکړي.
دې سره به د افغان مېرمنو ترمنځ د دې وژونکې ناروغۍ په هکله پوهاوې زیات شي.
سربېره پر دې، له بده مرغه اوسمهال په ټول افغانستان کې د سرطان ناروغانو لپاره یوازې دوه ځانګړي مرکزونه شتون لري، چې په هيڅ صورت بسنه نکوي.
پکار ده چې افغان حکومت په ټولو ولایتونو کې د سرطان ناروغانو د پاملرنې لپاره لږ تر لږه یو مرکز جوړ او فعاله کړي.
همداراز، د سرطاني ناروغیو د مخنیوي لپاره باید د خلکو د ژوند بڼه بدله شي. ډیری افغان وګړي تر هغې معایناتو ته زړه نه ښه کوي چې دا ناروغي یې ډیره پرمختللي نه وي چې بیا هغه وخت هیڅ هم نشي کیدلی.
افغانستان کې دا مهال د سرطان د ناروغانو کره شمیر او د هغوی د تشخیص او درملنې لپاره مالومات نشته، او په دې برخه کې کومه تطبیق کوونکې پالیسي یا ستراتیژي هم نشته.
افغانستان کې دمګړۍ د سرطاني ناروغیو د مخنیوي او ورسره د مبارزې په برخه کې په کار پوه روغتیايي کارکوونکو، لکه انکولوجستان یا د تومور او سرطاني ناروغیو متخصصینو، مسلکي نرسانو او پاملرونکو ته سخته اړتیا ده.
دا مسلکي کسان به وکړای شي چې خلکو ته د دې ناروغۍ په هکله د مخنیوي مشورې، په دې برخه کې د مخکې تشخیص خدمتونه، درملنه او روغتیايي پاملرنه وړاندې کړي.