تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تیو سرطان جراحه، چې په همدې ناروغۍ اخته شوه
- Author, مریم ایسیمدر
- دنده, بي بي سي
"د ډېرو نورو ښځو په څېر مې خپل تي چیک نه کړل، له ځان سره مې فکر کاوه 'د تیو سرطان د جراح لپاره به داسې نه پېښېږي'."
لیز اوریردان وروسته تر هغه چې د هغې د تیو سرطان مشخص شو، اړه شوه، خپل هغه کار پرېږدي، چې ټیک ۲۰ کاله مخکې ورته روزل شوې وه.
هغې چې په ۲۰۱۵ کال ۴۰ کلنه وه د تیو ایستلو عملیات وکړل، خو ناروغي یې په تېره مارچ میاشت کې بیا رابرسېره شوه.
هغې تمه لرله چې لږترلږه ۲۰ کاله به د جراحې په توګه کار وکړي، خو اړه شوه چې له خپل دوه کلن مسلکي کار وروسته خپله دنده پرېږدي، ځکه چې د کیڼ مټ خوځېدل یې ستونزمن شول.
د هغې د سرطان له تشخیص مخکې، د نوموړې په تیو کې سوزش پیدا شو، خو شپږ میاشتې مخکې یې ماموګرافي ښودلې وه چې په تیو کې هېڅ ستونزه نه لري:
"نه مې شو کولی چې پر ځان تسلط پیدا کړم، خپلې اوښکې وچې کړم، له روغتون بهر شم او لاندې پارکېنګ کې وژاړم."
وروسته تر هغه چې دا مسله یې له خپل مېړه سره شریکه کړه، هوډ یې وکړ چې پر ټویټر یې له خپلو تعقیبوونکو سره هم شریکه کړي. دا وايي خواله رسنۍ یې د نجات پرښته وګرځېده ځکه چې ډېرو یې ملاتړ وکړ.
هغې اوس پر واټس اپ د تیو په سرطان د اخته ډاکټرانو لپاره یو ګروپ هم جوړ کړی دی.
ډاکټره اوریردان د سرطان له لومړي پړاو وروسته بیا کار ته مخه کړې ده. هغې فکر کاوه چې د سرطان تجربه ددې لامل ګرځېدای شي چې له ناروغانو سره په بېله لار همکاري وشي:
"خو دا مې په ژوند کې تر ټولو ډېر ګران کار و، چې یوې ښځې ته ووایې سرطان لرې، په عادي حالت کې هم ګران کار دی، ما هم ځان له خپل مېړه سره د ناروغانو په څېره کې لیده".
دا وايي "ډېر دردونه مې لرل او ډېره ژر خپل کار ته ستنه شوم".
د ډاکټرې اوریران سرطان په ۲۰۱۸ کې بیا راڅرګند شو او مجبوره شوه چې یوځل بیا درملیزې وړانګې وزغمي، چې دا یو ډېر کمیابه کار دی. هغې ته دا هم ویل شوي وو چې ښايي دا ځل یې دا وړانګې د لاس خوځښت کم کړي، خو که ونه درملله شي، نوره هیله نه شته.
آمر یې خپله ټوله هڅه وکړه چې هغه بېرته خپل کار ته په ستنېدو وتوانېږي.
هغې له رواني اړخه هم ډاډ ته اړتیا لرله چې "سرطان له خپل ذهنه" لیرې وساتلی شي. په تېره بیا، د سرطان له لومړي پړاو تېرولو وروسته کار ته ستنېدل ریښتیا هم ګران کار دی. بل خوا، د سرطان راڅرګندېدل یې هم ډېر شوي وو. همدا وه چې ۴ میاشتې وروسته یې هوډ وکړ چې د جراحۍ کار نور پرېږدي.
هغه اوس له سرطان نه وروسته کار ته د خلکو د ستنېدو په اړه مشوره ورکوي. مېړه یې هم متخصص جراح دی چې له "نېکه مرغه" د کار له اړخه عاید ترلاسه کولو ته اړتیا نه لري.
دا وايي، د مشاورې په توګه یې دا دنده مرسته ورسره کوي چې که نور نه وي په سرطان له اخته زرګونو ښځو سره خو مرسته کولی شي.