ماشومان او ځینې ټولنیز ارزښتونه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اناهیتا روهي
- دنده, افغان لیکواله
دلته جرمني کې د تعلیمي کال په اوږدو کې د ښوونځي د درسونو تر څنګ لږ تر لږه درې داسې موضوعات انتخاب او تطبيقېږي چې ماشومان د ټولنیز ژوند اړخونو ته متوجه کوي.
د دا ډول ټولنیزو موضوعاتو پلي کول له وړکتونه راپېلېږي او د ابتدایي ښوونځي تر اخره غځېږي.
زه د خپل کار په اوږدو کې له ماشومانو سره د دې موضوعاتو په ګټه پوهېدلې او په دوی یې د مثبت اغېز شاهده یم.
یوه له هغه موضوعاتو چې ماشومانو ته ډېره په زړه پورې وه د کاغذ جوړول او د هغې په کاروونه کې سپماوی.
موږ په دې پوهېږو چې کاغذ له لرګي جوړېږي. خو ماشوم په دې نه پوهېږي چې کاغذ له څه شي جوړېږي.
ماشوم ته د دې واضح کول چې په دغه کاغذي دستمال چې ته لاس وچوې، په دې لویو لویو کاغذونو باندې چې ته رسامي کوې او په کتابچه کې چې لیکل کوې، د دې کاغذونو لپاره لرګی په کار دی.
د لرګي لپاره ونې او د ډېرو ونو لپاره ځنګلونو ته اړتیا ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ماشومانو ته د ځنګله اهمیت، د طبیعي ښکلا او د هغه د ساتنې په اړه معلومات ډېر په زړه پورې وي. د دې تر څنګ چې ماشوم د ځنګله په اړه معلومات ترلاسه کوي، له طبیعت سره مینه هم زده کوي. بیا د دې احساس کوي چې څنګه خپل چاپېریال وساتي.
د کاغذ د کارونې په وخت دا فکر ذهن ته ورځي چې څومره ونې د دې کاغذونو لپاره وهل کېږي او موږ څنګه کولای شو چې د کاغذ په مصرف کې سپما وکړو.
ایا موږ د هرې وهل شوې ونې په ځای بله ونه یا نیالګی کېنوو؟
که مو دا کار کړی وي کومې ګټې لري؟
که مو نه وي کړی نو چاپېریال به مو څه ډول ښکاري؟
دا او دې ته ورته پوښتنې او موضوعات په ډېره ساده ژبه له ماشومانو سره مطرح کېږي.
د ښوونځي په دهلیزونو او ټولګیو کې د موضوع اړوند تصویرونه او لنډې جملې په دېوالونو او د کړکېو پر شیشو راځړېږي، چې ماشوم له هرې خوا ورسره په اړیکه کې وي او په ذهن کې یې دا موضوع ښه په ژورو ځای نیسي.
د ماشومانو تر منځ د عدم تشدد، د غوسې پر وخت په خپلو اعصابو حاکمیت، د بخښنې غوښتل، متقابل احترام، مرسته او د یو بل زغمل او دې ته ورته نور ټولنیز موضوعات هم شته چې د ماشومانو لپاره په زړه پورې او اغېزناک دي.
دا موضوعات تر ډېره بریده د ماشومانو په تفریحي لوبو کې تطبیقېږي.
پر ښوونځیو د کډوالو اغیز
په تېر کال کې چې سلګونه زره کډوال جرمني ته راغلل د ماشومانو لپاره په ښوونځیو کې هم ډېر څه بدل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
پخوا په یوه ټولګي کې شل تنه زده کوونکي وو اوس تر دېرشو اوړي.
مخکې به نوي راغلي کډوال ماشومانو لومړۍ ژبه زده کوله بیا به د ښوونځي په نورمال ټولګي کې د زده کړو لپاره کېناستل، خو اوس نوي راغلي ماشومان له لومړنۍ ورځې په نورمال درسي ټولګي کې کېني، چې دوی ته یې هر څه نوي وي.
دا حالت د ټولو لپاره ګران وي. د هغوی لپاره چې ژبه، ټولګی، چاپېریال، ښوونکي او زده کوونکي لنډه دا چې هر څه ورته نوي وي. د هغه ماشومانو لپاره چې نوي او نابلده زده کوونکي یې تر څنګ کېني او د ښوونکو لپاره هم، چې ډېر وخت حیران وي څنګه هغه څوک په درس پوه کړم چې اصلاً مې په ژبه نه پوهېږي، اصلاً په دې نه پوهېږي چې زه څه وایم؟
داسې وخت کې یوازې د ژبې د پوهاوي مسله نه وي.
تبعیض
کلتور، دین، د ویښتانو او د پوستکي رنګ، خواړه، کالي، ناسته او ولاړه، هر څه پوښتنې راولاړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډېر وخت د همدې ماشومانو تر منځ داسې خشن حالت رامنځ ته شي چې د لویانو لپاره یې هم حل کول ساده نه وي، خو که چېرې همدا لویان له کوچنیوالي خپل ماشوم ته دا ورزده کړي چې د پوستکي او ویښتانو رنګ، خواړه، کالي او ... په انسانیت باندې هېڅ اغېز نه شي درلودی، انسان ته د انسان په سترګه کتل تر نورو مسایلو مهم دي، نو ښايي دا ډول رنګارنګي به ستونزه نه، بلکې انساني ښکلا لا زیاته کړي.
له هغې ورځې چې جرمني ته د کډوالو راتګ ډېر شوی په ښوونځیو کې په دې مساله ډېر ټینګار کېږي چې ماشومان باید له تبعیضه وساتل شي.
نژاد، د ویښتانو او پوستکي رنګ، دین او عقیده باید د دې سبب نه شي چې یو ماشوم د بل ماشوم پر وړاندې ودروي.
ماشومان د درې کلنۍ او څلور کلنۍ په عمر کې د خپل هویت او جنسیت په پېژندلو پیل کوي. په همدې عمر کې د لوبو په میدان، وړکتون او په کوڅه کې ملګري پیدا کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
له پینځه کلنۍ وروسته د خپل ځان او د نورو تر منځ په فرق پوهېږي.
دغه توپیر د کورنۍ، دوستانو او خپلوانو (هغه کسان چې ماشوم ورسره ناسته ولاړه لري) تر اغېز لاندې وده کوي.
دا هغه مهال دی چې ماشوم ته باید پردی کلتور بد معرفي نه شي، بلکې د هغه ځانګړنې وروپېژندل شي. هغوی ته یې درنښت ور زده شي نه یې سپکاوی.
د پاسنیو موضوعاتو سربېره د تبعیض مسله هم په ډېر په زړه پورې شان په کیسو، لوبو او نورو تفریحي بوختیا وو کې تطبیقېږي.
د تبعیض د مسلې لپاره یوه ډېره په زړه پورې لوبه د رنګونو ده. ماشومان خپل لاسونه یا پښې په رنګونو کې ککړوي او بیا یې په سپین ټوکر باندې داسې ږدي چې نښې یې پاتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې رنګونه وچ شول، باید د یو بل نښې سره ومومي چې اکثرا ماشومانو ته یې موندل ګران وي. په تېره بیا د هغه چا لپاره چې د لوبو بهیر یې نه وي څارلی.
همدا یو لوی درس دی د ټولو هغه کسانو لپاره چې انسان د پوستکي، ویښتانو او په نورو ټکو بېلوي یا هم یو نژاد تر بل غوره ګڼي.
ما د یو ښوونځي پر دېوال یو لوی پوسټر ولید چې د ماشومانو د لاسونو نښانونه یې له څو جملو سره په دې ډول لیکلی و:
یو جرمني ماشوم، یو ترکي ماشوم، یو افریقایي ماشوم او یو اسیایي ماشوم د لوبو په اوږدو کې په رنګ ککړ لاسونه پر دیوال ووهل. اوس نو ته ووایه چې کوم لاس د چا دی!








