هندی RRR فلم څنګه لوېدیځ کې دومره محبوب شوی؟

په هند کې نندارې ته د خیالي RRR فلم د وړاندې کولو لس میاشتې وتلې دي، خو په اړه یې لا هم بحثونه روان دي.

په داسې حال کې چې دې فلم د هالیووډ د جایزو موسم کې ډېر مینه وال پیدا کړي، خو د بي بي سي خبریالې میریل سیبستین یې د نړۍ په لر و بر کې د تماشاچیانو د ډېرېدو لاملونه څېړلي دي.

د فلم پروډیوسر اېس اېس راجامولي وايي، فلم په اصل کې د هندي خلکو لپاره په کور د ننه او بهر کې تولید شوی دی.

خو نندارې ته له وړاندې کېدو راهیسې، چې دوو فلمي ستورو (د اندرپردیش ایالت اوسېدونکو) رام چاران او ناندارموري تاراکا راما راو لوبېدلي دي او د بریتانوي واکمنۍ پرضد پکې د دوو هندي پاڅونګرو خیالي کیسه راخیستل شوې ده او تر ډېرو محدودیتونو یې پښه اړولې ده.

دې فلم په نړیواله کچه ۱۴۶٫۵ میلیون ډالر ګټلي دي او په امریکا کې یې څو اونۍ پر نېټفلېکس د لسو غوره فلمونو کې ځای خپل کړی او په جاپان کې د ټیکټ د خرڅلاو له اړخه یې ریکارډ مات کړی دی.

دا د ۲۰۲۲ کال د غوره فلمونو په نوملړ کې هم راغلی. د بریتانیا د فلمونو انسټیټیوټ په لېست کې راغلی او د امریکا د بیا کتنې ملي بورډ په شورا کې یې خپل مقام ساتلی دی.

تېره اونۍ د فلم سندرې (نتو نتو) د ګولډن ګلوب د غوره سندرو جایزه ګټلې وه.

دا اونۍ دې سندرې او فلم په لاس انجلېس کې یوه بله جایزه ګټلې ده.

په "بي بي سي کلتور" کې د فلم منتقدینو نیکولاس باربر او کارېن جیمز د ۲۰۲۲ کال د ۲۰ غوره فلمونو په لېست کې شامل کړی.

راجامولي چې کومې مرکې کړې دي، په نړیواله کچه پکې ستایل شوی دی.

ده د ټوکې په انداز کې کله چې له سېت مایرز سره یوه امریکايي پروګرام کې مېلمه و، وویل: "کله چې د لوېدیځ له لوري زموږ ستایل پیل شول، داسې مو انګېرله چې دا خلک چې فلم ګوري د هندیانو ملګري دي".

لکه نیویارک کې چې د سینما منتقد سېدهانت ادلاخا وايي، کله چې لومړی ځل په امریکا کې RRR فلم نندارې ته وړاندې شو، د نورو هندي فلمونو په څېر یې د مینه والو غبرګون کم نه و او راجامولي د تېر کال ډیسمبر کې د غوره تولیدوونکي په توګه غوره شو.

ادلاخا وايي: "په پیل کې ډېری مینه وال هندیان وو، خو څو اونۍ وروسته دا جوړښت بالکل بدل شو".

د فلم په اړه بحثونه پیل شول، خلکو په سینماګانو کې ډېر وکوت او د هالیووډ د ځینو لویو شخصیتونو لکه انتوني وجو روسو، ادګر رایټ او سکاټ ډیرېکسن او جیمز ګان په ګډون منتقدینو هم وستایه.

ادلاخ وايي "د فلم د لیدونکو ډېرېدل په تېرو کلونو کې د هر بل تولید شوي هندي فلم پرتله بېل ډول و".

د فلم ځینې صحنې پر خواله رسنیو ډېرې لاس په لاس شوې دي،‌ چې تماشاچیان یې د کتلو پرمهال چیغې وهي. په امریکا کې د لویو هندي فلمي ستورو د فلمونو لیدو ته هوسانه چیغې وهل کم‌یابه عمل دی.

د لاس انجلېس په مشهوره چینايي سینما کې د تولیدوونکي جې جې ابرامز د نندارې پرمهال خلکو هڅه کوله چې د نتو نتو سندرې د پلې کېدو پرمهال ځانونه د نڅا لپاره سټېج ته ورسوي.

ادلاخا وايي: " RRR د مینه والو د پېژندګلوۍ یو ډول دی. سمه ده چې د فلم کیسې بیانولو طرز او باور تماچاشیان لیدو ته هڅولي، خو مناسب وخت هم پکې مرسته کړې ده".

د تلوېزیوني پروګرام وړاندې کوونکې او د لیني ګوسیپ تفریحي خبرونو د وېبپاڼې بنسټګره ایلین لوی وايي: "دا فلم توپان غوندې و چې د لېست په سر کې راغی، نه یوازې خلکو په سینماګانو کې ډېر وکوت، بلکې په کورونو کې یې په نېټفلېکس هم ډېر وکوت".

خو RRR اوسکار ته د هندي فلمونو په نوملړ کې رسماً وړاندې نه شو او په ګوجراتي ژبه د Chello Show فلم پر وړاندې یې ماتې وخوړله.

Variety مجله تمه لري چې دا فلم به د غوره فلم، غوره تولیدوونکي او غوره سینمايي تصویر او غوره اصلي سندرو په نوملړ کې شامل شي.

لوی وايي: "ټول هر ځای د فلم په اړه غږېږي، د اونۍ رخصتیو او مراسمو کې او له یو بله پوښتي چې: ایا RRR فلم مو کتلی؟".

په لوېدیځ کې د ډېری لپاره ښکاري چې دا فلم نوی او هڅوونکی ګڼل کېږي او په وروستیو کلونو کې یې د ټیکټونو د ډېر پېر او پلور له اړخه د Marvel Cinematic Universe او Fast & Furious په څېر پر لویو فلمونو ځان لوړ کړی دی.

راجمولي په RRR کې حیرانوونکې صحنې وړاندې کړې دي. د فلم یوه جالبه صحنه کې د فلم ستوري پر اس سپرېږي او بل لوبغاړی یې مخکې له دې چې ځانونه له یوه پله نه په اور کې د ایسار ماشوم د ژغورلو لپاره وغورځوي، پر موټرسایکل ځغلي.

ادلاخا وايي: "معمولاً امریکايان له دا ډول خیالي صحنو لیدلو سره اشنا نه دي، خو په وینا یې دا فلم "د صحنو د غوټه کېدو له اړخه ښه اوبدل شوی دی" چې د هر ډول کلتور لرونکی کتونکی خوند ترې اخلي.

په هند کې د RRR بریا ناڅاپي نه وه، راجامولي یو مشهور نوم دی، لکه باهوبالي فلم کې یې چې بریالي کارونه کړي او په نوي هنري اثر کې هم دا تمه ترې کېدله.