تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ریحام خان واده او د عمرونو تر منځ د توپير بحث
پاکستان کې معمولاً د ژمي موسم د ودونو موسم هم بلل کېږي، خو سږ ژمی له پاکستانه لېرې امریکا کې د پاکستانیانو یوه واده د ډېرو پاکستانیانو پام ځانته اړولی دی.
دا د ریحام خان واده دی، چې له خپل دویم مېړه او د پاکستان له مخکیني لومړي وزیر عمران خان یې د طلاق له اخیستو اووه کاله وروسته بیا د ګډ ژوند پیلولو اعلان کړی دی. د ریحام خان نوي واده په هکله یو شمېر پاکستانیان نوموړې ته مبارکي ورکوي، خو ځینو نورو بیا د پېغور په لهجه ویلي چې د نوموړې نوی مېړه مرزا بلال عمر د دې پرتله ۱۳ کاله کشر دی.
ریحام په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې ویلي، بالاخره یې داسې یو نارینه موندلی چې ''باور پرې کولای شي. '' د یادونې ده چې د ریحام خان نوی مېړه ممثل دی چې د پاکستان په یو شمېر سیاسي طنزیه ټلویزیوني خپرونو کې یې رول لوبولی دی.
ریحام خان د خپل واده په هکله په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي چې د امریکا په سیاټل ښار کې یې د نکاح پر مهال خپل زوی وکالت کړی او د مرزا مور او پلار هم په دې مراسمو کې ګډون درلود. بل لور بلال مرزا هم په دې مناسبت پر ټویټر پاڼه یوه پیغام کې لیکلي چې ''خوښ یم له هغې ښځې سره واده کوم چې تل مې په خوبونو کې لیدلې. ''
د ریحام خان او بلال مرزا له لوري د واده له اعلان وروسته د خواله رسنیو ګڼ شمېر کارنو دوی ته مبارکي ورکړې، خو ځینو بیا د دوی تر منځ د عمر توپیر په هکله پوښتنې هم راپورته کړې.
ریحام خان په دې هکله پر خواله رسنیو یوه پیغام کې ویلي: ''مرزا له موا ۱۳ کاله کشر دی، خو زما په ژوند کې د حکمت نښه ده... زه ورسره ځان خوندي محسوسوم، هیله ده چې درېیم ځل لپاره به له موږ سره بخت یاري وکړي. ''
د یادونې ده، چې ریحام خان له دې مخکې ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان له مخکیني لومړي وزیر عمران خان سره واده کړی و چې د عمر په حساب له دې ۲۱ کاله مشر و. د ریحام خان او عمران خان تر منځ د هماغه ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې طلاق وشو.