عمران خان: د واده هیله مې کړې جرم نه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خپل درېیم واده په تړاو لومړی ځل خبرې کړې.

نوموړي پر ټویټر پاڼه یوه پیغام کې ویلي:

''له درېیو ورځو راهیسې مې فکر کاوه، ایا له بانکه مې غلا کړې، د خلکو پېسې مې سپینې کړې دي، د ماډل ټاون په انداز مې د ټولوژنې امر کړی، یا مې ملي رازونه هند ته ورکړي، داسې هېڅ مې نه دي کړي، خو دا راته معلومه شوه، چې له دې مې هم لوی جرم کړی او هغه د واده کولو هیله ده. ''

د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې دا وروستیو کې د عمران خان د واده ګنګوسې خپرېدې.

ځینو رپوټونو کې دا هم ویل شوي، چې ګواکې عمران خان د نوي زیږدیز کال لومړیو کې واده کړی. لومړیو کې د تحریک انصاف ګوند ځینو مشرانو دغه رپوټونه په کلکه رد کړل او ځینو یې ویل، چې واده کول د عمران خان شخصي مسله ده.

وروسته د جنورۍ په اوومه د ګوند یوه ویاند وویل، چې عمران خان بشرا مانیکا نومې ښځې ته واده هيله څرګنده کړې او د هغې د ځواب انتظار کوي.

عمران خان په پای کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې دعا وکړي، چې ''شخصي ژوند کې هغه خوښي ومومي، چې له یو څو کلونو پرته ترې محروم یم ''

عمران خان له دې مخکې دوه ځله واده کړی او دواړه ځله یې واده په طلاق سره پای ته رسېدلی دی. نوموړي لومړی واده ۱۹۹۵ کال کې له برتانوۍ جمایما ګولډسمت سره وکړ، چې ۲۰۰۵ کال کې یې تر منځ طلاق وشو او دویم ځل یې له ټلویزیوني کوربنې ریحام خان سره واده وکړ، چې ایله ۱۰ میاشتې یې دوام وکړ.